اقتصاد

د چین لپاره د ځمکې پټ استملاک په پاکستان کې د وېرې احساس رامنځته کړی دی

د زرک خان راپور

د هنزه اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۰مه چینایي کمپنیو ته د ځمکې د په اجاره ورکول کېدلو پر ضد اعتراض کوي. [عکس عوامي کارګر ګوند خپور کړی دی]

د هنزه اوسېدونکي د چنګاښ په ۱۰مه چینایي کمپنیو ته د ځمکې د په اجاره ورکول کېدلو پر ضد اعتراض کوي. [عکس عوامي کارګر ګوند خپور کړی دی]

اسلام اباد -- په سیمه کې د مدني ټولنې ګروپونه او د حقونو فعالان، په ګلګت بلتستان سیمه کې د چین د پانګونې پر ضد د ناخوښۍ په ښودلو سره، خبرداری ورکوي چې د چینایي کمپنیو لپاره د اضافي ځمکې د ترلاسه کولو یو وروستی پلان په سیمه کې نوې شخړې رامنځته کوي.

ګلګت بلتستان سیمه د چین له اکثریت مسلمان مېشتي سینکیانګ اویغوري کورواکې سیمې سره ګډه پوله لري او د چین - پاکستان د اقتصادي دهلېز (سي پیک) لپاره یو وېشنځی (دروازه) دی. سي پیک د چین د جنجالي کمربند او سرک نوښت چې د یو کمربند یو سرک په نامه هم یادیږي، هغه برخه ده چې په پاکستان کې تطبیق کیږي.‌

په دې سیمه کې د همالیا غرونه او د نړۍ دویم تر ټولو لوړ غر کی۲ (K2) پراته دي، او له دې امله، حکومتي شمېرنې ښیي چې د ۱۴۰۰ کال په بهیر کې دغې سیمې ته د ورتلونکیو داخلي سیلانیانو شمېر نږدې ۷۰۰۰۰۰ تنو ته رسېدلی وو.‌

خو ځایي اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعالان د ځمکې غصب او د خلکو بې ځایه کولو ته اندېښمن دي ځکه حکومت لګیا دی د چینایي کمپنیو لپاره ځمکې اخلي څو هلته د ګڼ شمېر نا اعلان شویو هدفونو لپاره یوه فابریکه جوړه کړي.‌

دا عکس چې د غوایي په ۲۷مه خپور شوی د افغانستان په لوګر ولایت کې د یوه چینایي کنسرسیوم مرکز ښیي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د غوایي په ۲۷مه خپور شوی د افغانستان په لوګر ولایت کې د یوه چینایي کنسرسیوم مرکز ښیي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ځینو فعالانو ادعا وکړه چې چین پلانونه لري څو په دغه ځای کې د هغو لیتیمو د پروسیس لپاره یوه فابریکه جوړه کړي چې هغوی به یې په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې استخراج او دغه ځای ته انتقال کړي.‌

چین وار له مخه په دې بهانه چې غواړي د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي،د دغه جګړه ځپلي هېواد پراخو کاني شتمنیو ته سترګې نیولي دي.‌

د متحدو ایالاتو د جیولوجیکي سروې د ۱۳۹۹ د مرغومي د یوه راپور په اساس، د افغانستان په سرچینو کې بوکسیټ، مس، اوسپنه، لیتیم، او نایاب ځمکني عناصر شامل دي.

د وري میاشتې راهیسې، اوسېدونکیو، د مدني ټولنې فعالانو او سیاسي کارکوونکیو د اسلام اباد او د یوې چینایي کمپنۍ تر منځ د پټو هوکړو پر ضد ګڼ‌ شمېر اعتراضونه تنظیم کړي چې غواړي د برې هنزه درې ځمکه په اجاره ورکړي.

دغه راز، فعالانو پاکستانۍ رسنۍ په دې غندلي چې د فدرالي حکومت فشار ته سر ټیټوي او په اعتراضونو باندې سترګې پټوي، او دا کارونه ټول د دې لپاره کوي چې د چین - پاکستان اړیکې خوندي کړي.‌

ډان ورځپاڼې د چنګاښ په ۱۱مه راپور ورکړ چې، د چنګاښ په ۱۰مه، د هنزه ولسوالۍ د نصیراباد سیمې په سلګونو اوسېدونکیو له ګلګت پرېس کلب څخه بهر په خپله سیمه کې یوې خصوصي کمپنۍ ته د یوه کان د په اجارې ورکولو پر ضد اعتراضونه ترسره کړل.

د اعتراض یوه مشر حسین چې د امنیتي دلایلو له امله یې یواځې خپل تخلص ذکر کړ، وویل، «د سیمې اوسېدونکي به د چینایي کمپنیو په ګډون هېڅ بهرنۍ کمپنۍ ته اجازه ور نه کړي چې د هغوی ځمکه په اجاره ونیسي.»

حسین وویل، ځینې راپورونه وایي چې چین په سیمه کې د لیتیمو د پروسیس یوه فابریکه جوړوي.

هغه وویل، «د پاکستان حکومت باید د ټولو هغو پروژو قراردادونه چې له چین سره یې لاسلیک کړي او په ګلګت بلتستان کې به ترسره شي، ښکاره کړي. دغه راز موږ غواړو چې حکومت په چاپېریال باندې د دغو پروژو د اغېزو د څېړنې او په سیمه او ځایي خلکو باندې د هغو د اغېزو څېړنې معلومات له خلکو سره شریک کړي.»

ځمکه د ګلګت بلتستان په غرنۍ سیمه کې یوه ارزښتناکه شتمني ده. فعالان او اوسېدونکي ډارېږي چې د سي پیک اړوندې پروژې به د هغوی پر ځمکو خیټه واچوي.

فدرالي حکومت وار له مخه د مقپنداس ځانګړي اقتصادي زون لپاره شاوخوا ۲۵۰ اېکره (۵۰۵ جریبه) ځمکه تخصیص کړې ده.‌

نوې شخړه رامنځته کول

فعالانو د بلوچستان او سند ایالتونو تجربو ته په پام سره وویل، په ګلګت بلتستان کې د چین پانګونه یواځې بیجینګ ته ګټه رسوي او کېدی شي چې د هغه پر ضد وسله وال مقاومت راپورته کړي.

د اسلام اباد او ځایي ګروپونو تر منځ شخړې وار له مخه په بلوچستان او سند ایالتونو کې څرګندې دي. هلته ځایي قومي اورپکو ګروپونو د بلوچ راجي آجویي سنګر (بي آر ای اېس) په نامه یو اتحاد جوړ کړی، ترڅو په پاکستان کې د چین په ګټو باندې بریدونه وکړي.

په هنزه کې د کالج د سیاسي علومو یوه استاد محمد شفیق هنزي وویل، «که د چینایي پانګونې په هکله د ځایي خلکو اندېښنې حل نشي، دغه ډول عناصر کولی شي چې په ګلګت بلتستان کې وضعیت خراب کړي.»

هغه وویل، «چینایان په دې مشهور دي چې چاپېریال، ځایي کلتور یا مذهب ته له پام څخه پرته پراختیایي پروژې پلې کوي.»

هغه وویل، «یو طرف ته، ځمکې د سي پیک پروژو په نامه په زور سره اخیستل کیږي، بل طرف ته، په سیمه کې زیات شمېر پوځي منسوبین د چینایي وګړو د خوندیتوب په پلمه ځای پرځای کیږي.»

هغه وویل، که حکومت په هېواد کې د بیجینګ د زیاتېدونکي رول په هکله خپل موقف بدل نه کړي، د چین پانګونه کولی شي چې په ګلګت بلتستان کې چې د هېواد تر ټولو ډېره امن سیمه ده، تاوتریخوالي او وینو تویولو ته لاره هواره کړي.

د اویغوري مېرمنو توقیف کول

په داسې حال کې چې رژیم د سلګونو اویغوریو مېرمنو او د پاکستاني وګړو د بچیانو توقیفولو ته دوام ورکوي، د بیجینګ له خوا د مسلمانانو پر ضد ظلمونه له سرحد څخه ګلګت بلتستان خواته را اوښتي، چې په هېواد کې یې د چین پر ضد احساسات سخت کړي دي.

د سړیو یو غټ ګروپ، چې ډېر یې د ګلګت بلتستان سیمې اوسېدونکي دي، له ۱۳۹۶ کال راهیسې د خپلو اویغوریو مسلمانو مېرمنو د خلاصون لپاره کمپاین کوي. د راپورونو له مخې، هغوی د چینایي رژیم په بدنامو «د ذهني تلقین کمپونو» کې ساتل کیږي.

د ګلګت بلتستان او سینکیانګ اوسېدونکي ډېر وختونه د خنجراب غاښي له لارې سره لیدنې کتنې او بیا یو بل سره ودونه کوي.

په ۱۳۹۷ کې، د ګلګت بلتستان قانون جوړونکې جرګې په یوه خوله غوښتنه وکړه چې فدرالي حکومت دې په سینکیانګ کې د توقیف شویو مېرمنو د راخلاصولو لپاره چټک ګامونه واخلي.

خو له پراخ اعتراض او د محلي پارلمان له فیصلې سره سره هم، چینایي مقاماتو تر اوسه پورې د ګلګت بلتستان د اوسېدونکیو مېرمنې او ماشومان ازاد کړي نه دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلی قانع لیکي: چينايان خس دوزه ، بې اوربوزه او بې له ډزه ډوزه ټيغن او مړزګن غله دي لکه داسام سود خواره سليمان خيل اول په لږ سود پور درکړي بيا به سود درباندې پورته کړي اخر به دې په سود داسي معتاد کړي چې خپل سودي مارکيټ به دپل سوخته دپوډريانو په اډه بدل کړي چين پاکستان تر ګړنګونو غور ځار کړ روسان په مرکزي اسيا کې دپانګوني اجازه نه ورکوي خليجي هيوادونه دامريکا تر ګونډه لاندي دي ايران ته يې هم دټيز رګ ورمعلوم دى ايرانى قلمرو دچينايې صنعتونو له بازار څخه ليري ساتي خلاصه له چينه ليري ګرزئ دچين پانګونه په زهرو لړلي ګوړه ده.

ځواب ورکړئ

بلوچستان، خیبر پښتونخوا، ګلګت او بلتستان د افغانستان هغه برخې دي چې د برتانوي واکمنۍ له خوا د ډیورنډ فرضي کرښې په وسیله له افغانستان څخه جلا شوي او پاکستان ورسره د اشغال شوې سیمې په توګه چلند کوي. همدا لامل دی چې چینایانو ته یې اجازه ورکړې چې دا غلا او لوټ کړي، او د چاپیریال او خلکو ګټو ته پام نه کوي. دا به د چین په مرسته د اشغال شوې سیمې شتمني راوباسي او د پنجاب (پاکستان) د پرمختګ لپاره به یې وکاروي.

ځواب ورکړئ

د چین ناولې پښه افغانستان ته هم را اوږده شوې ده. د افغانستان په شمال کښې د بلخ ولایت نه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې د پاکستان د استخباراتو مامورینو د چین د استخباراتو د افسرانو په همکارۍ د اویغور اقلیت لپاره د پلټنې عملیات پیل کړي دي. دوی د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې کور په کور ګرځي چې د دغې اقلیتي ډلې غړي ومومي. ویل شوي، چې د دغې ډلې غړي له نیول کېدلو څخه وروسته له ډول ډول شکنجو سره مخامخ شوي او حتی وژل شوي دي. ځینې ​​یې چین ته وړل شوي دي. د افغانستان اویغوران چې د اټکل له مخې دوه زره کسان جوړوي، د هغو مهاجرینو دویم نسل دی چې لسیزې وړاندې او د مسلمانانو په وړاندې د چین له خوا د کړکېچ د روان سیاست له پیل څخه ډیر وخت مخکې له خپل هیواد څخه راتښتیدلي دي. د دغو کسانو ډېره برخه په بلخ ولایت کې اوسېږي. ستاسو د وېبپاڼې له لارې زه پر نړيوالې ټولنې غږ کوم چې د چين د بې وزلو اويغوريانو پر وړاندې د بشري ضد تګلارې د پلي کولو مخه ونيسي. زه له طالبانو هم غواړم چې له اویغورانو، خپلو مسلمانو ورونو سره په افغاني دود او زړه سوي سره چلند وکړي او د هغوی له شکنجه کولو څخه لاس واخلي.

ځواب ورکړئ

څو ورځې مخکې د ایران تسنیم خبري اژانس په دې هکله یو راپور خپور کړی وو. په هغه راپور کې راغلي وو چې پاکستاني ځواکونو او انجنیرانو د افغانستان په نورستان ولایت یرغل کړی او هڅه کوي چې د افغانستان کانونه غلا کړي. د سلام ټایمز له راپور څخه معلومیږي چې پاکستان او چین په شریکه غواړي چې د افغانستان کانونه ولوټي. سلام ټایمز باید افغانانو ته دا ذهنیت ورکړي چې پاکستان د افغانستان دښمن دی او باید افغانان د پاکستان پر وړاندې همېشه تیار اوسي.‌

ځواب ورکړئ

خیر ښکاري چې نه یوازې پاکستان؛ بلکې په غلا کې چین هم ورسره شریک دی او په ګډه یې لاسونه رابډوهلي څو د افغانستان ټولې شتمنۍ ولوټي. مګر پاکستان څومره سپین سترګی دی. هر وخت او په هر سټېج نارې وهي چې افغانستان یې دوست هېواد دی، مګر هغه د دوستۍ د نارو تر شاه ډېرې لومې پرتې دي.

ځواب ورکړئ

پاکستان له چين سره نږدې اړيکې ټينګې کړې، او هیله یې لرله چې له يوې خوا د چين له پراخو مالي سرچينو څخه ګټه پورته کړي او له بلې خوا د چين له سيال امريکا څخه امتيازات ترلاسه کړي. برعکس، لکه څنګه چې ښکاري، پاکستان نه یوازې دا خوبونه پوره نه کړل، بلکې له چین سره تړون د پاکستان په زیان تمام شو. د چین د نږدې ملګري په توګه، پاکستان امریکا متحده ایالات، نور لویدیځ هیوادونه او دننه خپل خلک په غوسه کړل. پاکستانیانو فکر کاوه چې د سی پېک پروژې له پیل سره به هغوی ته دندې او کارونه پیدا شي. په هرصورت، چینایانو له خپل رول سره سم، ټول کارګران له چین څخه استخدام کړل. حتی د دغو پروژو عادي کارګران هم چینایان وو. له دې ټولو سره سره د پاکستان پنجابي حکومت هڅه وکړه چې د چینایانو ټولې پیسې په سند او پنجاب ایالتونو کې مصرف کړي چې دې کار په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د خلکو غوسه راوپاروله. اوس د ځمکې د استملاک مسله راپورته شوې او حقیقت دا دی چې پاکستان به یو ځل بیا زیانمن شي.

ځواب ورکړئ