کابل -- په داسې حال کې چې افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کړکېچ کې ایسار دی، حریص چینایي شرکتونه دې ته چمتو دي چې د افغان ولس او دولت په تاوان د لیتیم کان کیندنې نابرابره قراردادونه لاسلیک کړي.
د افغانستان د کانونو او پیترولیم وزارت د وري په ۲۴مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې چارواکو یې د ګوچین په نوم د یوې چینايي کمپنۍ له استازو سره کتلي چې غواړي له کابل سره د افغانستان د لیتیم کانونو په برخه کې قراردادونه وکړي.
شنونکي له اوږدې مودې راهیسې چینایانو ته د لیتیم د حقونو د ورکولو په احتمال نیوکه کړې، او ویلي یې دي چې چینایان به له دې منبع څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې راهیسې، افغانستان داسې روزل شوي پرسونل نه لري چې په صحیح توګه د داسې قراردادونو بیاکتنه وکړي.
په غریبو هیوادونو کې لوټنې کول
په لندن کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر رنجبر وویل، «چین خامو موادو او طبیعي زیرمو ته اړتیا لري څو په نړۍ کې لومړی اقتصاد شي. هغه هدف ته د رسیدلو لپاره د قاچاق او رشوت په ګډون له بېلابېلو قانوني او غیرقانوني لارو چارو څخه کار اخلي».
رنجبر سلام ټایمز ته وویل، «هغه به قراردادونه لاسلیک کړي او له داسې مشرانو سره به متحد شي چې ملي او بین المللي مشروعیت نه لري،»
هغه وویل، «افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه شتمن دی او په سیمه کې د یوه څلورلارې رول لوبوي،»
نوموړي وویل، «د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره، چین د خپلو ګاونډیو په کانونو کې پانګونه کوي او په سیمه کې بېلابېلې اقتصادي پروژې پلې کوي، ترڅو سیالان یې په سیمه کې سیاسي او اقتصادي نفوذ ونه کړي».
هغه وويل، «د چين د اقتصادي تګلارې يوه برخه دا ده چې بې وزله هېوادونه د خطرناکو پورونو په غېږ کې ونيسي، او د تل لپاره يې تر پورونو لاندې راولي او منحصر یې کړي.»
سو استفاده کول
شنونکي وايي، په کابل کې پاتې څوک دا وړتیا نه لري چې د افغانستان له ګټو څخه دفاع وکړي.
په کابل کې مېشت د اقتصادي چارو شنونکي شاکر یعقوبي وویل، «زه د دې احتمالي قرارداد د مختلفو اړخونو په هکله شکونه لرم. که چېرې قرارداد په [په کابل کې] سم او دقیق ونه ارزول شي... چینایان به خامخوا ډیره ګټه پورته کړي او د افغانستان خلک به زیان وکړي،»
یعقوبي سلام ټایمز ته وویل، «چین په افغانستان کې یو فرصت ویني او غواړي چې په افغانستان او سیمه کې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د پرمخ بوولو لپاره ګټه پورته کړي،»
په کابل کې مېشت یوه بل پروفیسر او د سیاسي چارو کارپوه محمد علي احمدي وویل، «چینایان په غریبو هېوادونو کې د کانونو په نیولو او استخراج کې ښه تجربه لري،»
له بلې خوا، د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې راهیسې، کابل «د کانونو اېستلو په برخه کې هیڅ ډول تخصص او پوهه نه لري».
هغه وويل، «که د ليتيم کان د استخراج تړون له چينايي شرکت سره لاسليک شي، نو افغانان به خامخوا په دغه ډول تړون کې تاوان وکړي، او ډېره ګټه به چينايان وکړي،»
هغه د جنورۍ په میاشت کې د نفتو او ګازو د استخراج تړون ته په اشارې سره وویل، «د امو سیند په قرارداد کې چې له یوه چینايي شرکت سره لاسلیک شوی و، نړۍ وال معیارونه په پام کې نیول شوي نه ول.»
نوموړي وویل، «دا معیارونه به د لیتیم په احتمالي قرارداد کې هم په پام کې ونه نیول شي.»
احمدي وویل، چینایانو د امو سیند قرارداد ترلاسه کړ او د داوطلبۍ له پروسې پرته به د لیتیم قرارداد هم ترلاسه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې پخوانی اجرایوي رییس او د کانونو او پترولیم وزارت پخواني د حقوقي چارو ریس سید زمان هاشمي وویل، له چینایانو سره تړون یقینا د افغانستان په ګټه نه دی.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کانونو او پیترولیم وزارت د ۲۰ کلونو په اوږدو کې، د نړۍ والې ټولنې په مرسته، ظرفیتونه جوړ کړل،»
هغه له کاناډا څخه چې اوس په کې ژوند کوي، وویل، اوس د وزارت ډېر روزل شوي پرسونل وتلي، او «څوک چې پاتې وو هغه له دندو څخه ګوښه شوي،»
هغه وویل، هغه کسان چې اوس په کابل کې کار کوي د کانونو د قراردادونو د ارزولو وړتیا نه لري، او زیاته یې کړه چې حتی کوچني قراردادونه «لږ تر لږه له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پاڼو پورې» کیدی شي.
ښکاره غیرقانوني
هاشمي زیاته کړه، «د قراردادونو مشروعیت د حکومتونو مشروعیت پورې تړاو لري.»
هغه وویل، د کابل او بیجینګ ترمنځ اوسنۍ معاملې «په ښکاره ډول غیر قانوني دي.»
هاشمي وويل، «چينایان د قاچاقبرانو په څېر دي. هغوی د نورو هېوادونو د طبيعي زېرمو د لوټ او انحصار لپاره غير قانوني تړونونه لاسليکوي او په دايمي توګه انحصار کوي».
د کانونو او پیټرولیم وزارت پخواني مرستیال محمد ابراهیم ازهر چې اوس په ترکیه کې ژوند کوي، وویل، «ټول هغه سیستمونه چې [د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې څخه مخکې] جوړ شوي وو له منځه لاړل.»
ازهر وویل، «ټول کارپوهان، مسلکیان او اکاډمیک کسان له هیواد څخه وتښتیدل.»
هغه وویل، د کانونو وزارت د نن ورځې ډیری کارمندان، «چې یواځې لومړنۍ زده کړې لري، د کانونو په هکله هیڅ نه پوهیږي».
هغه سلام ټایمز ته وویل، اوس له چینایانو سره هر ډول تړون به «غیرقانوني، بې اعتباره او د افغانانو لپاره زیانمن وي»
نوموړي وویل، «په یوه هیواد کې کانونه یوه نسل پورې اړه نه لري، بلکې د ټولو خلکو او راتلونکو نسلونو ملکیت دي. هغه باید د خلکو په پرمختګ، ثبات او سوکالۍ کې وکارول شي».
ازهر وويل، «خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان ټول کانونه به ... يو څو کسانو او چينايانو ته ګټه ورسوي.»