تکنالوژي

د چین پراخېدونکې نظارتي شبکې د متحدینو او د سوداګرۍ د شریکانو تر منځ وېرې رامنځته کړي دي

د سلام ټایمز راپور

یو کارکوونکی د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۲۶مه په بیجینګ کې د بند سرکټ تلوېزیوني کمرې نصبوي. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د ۱۳۹۹ د لیندۍ په ۲۶مه په بیجینګ کې د بند سرکټ تلوېزیوني کمرې نصبوي. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

د بیجینګ پراخېدونکی نظارت، د معلوماتو ټولونه او د «ټولنیز کریډیټ» سیستم په کارول یې د هغو هېوادونو تر منځ چې له چین سره نږدې متحدين دي، د چین پوروړي دي، او یا چینایي ټکنالوجي او بېخبناوې په کې لګول شوي دي، اندېښنې راپورته کوي.

شنونکي وایي، د اټکل له مخې نیم میلیارد نظارتي کمرو، د مخ پېژندنې او د غږیز چاپ د سافټ ویر، د تیلیفونونو د تعقیبي او هرځای موجودو وسیلو، او د ډي اېن ای د تر ټولو لویو ډېټابیسونو له جملې څخه د یوه ډېټابېس په کارولو سره، چین له ټکنالوجۍ څخه داسې کار اخلي ترڅو خپل مستبدانه حاکمیت زیات کړي.

شنونکي وایي، کله چې د چین کمونست ګوند د محرمیت نقض د خپلې ملي پالیسۍ برخه ګرځوي، هغوی په نورو هېوادونو کې هم د عین کار له کولو څخه ډډه نه کوي.‌

د خلکو کنټرولول

نیویارک ټایمز د غبرګولي په میاشت کې د چین د نظارتي وړتیاوو له پراخې ارزونې څخه وروسته راپور ورکړ چې، د بیجینګ هدف دا دی ترڅو هغه څه زیات کړي چې هغه کولی شي د یو چا د هویت، فعالیتونو او ټولنیزو اړیکو په هکله پرې ځان خبر کړي، او په دې توګه خپل قوت اعمال کړي.‌

یو چینایي کارکوونکی د ۱۳۹۹ د غوایي په ۱۴مه د یوه ژورنالست له کور څخه بهر، چې له وهان څخه لیدنې وروسته قرنطین شوی دی، یوه کشفي کمره عیاروي. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

یو چینایي کارکوونکی د ۱۳۹۹ د غوایي په ۱۴مه د یوه ژورنالست له کور څخه بهر، چې له وهان څخه لیدنې وروسته قرنطین شوی دی، یوه کشفي کمره عیاروي. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

د چین یوه جنګي بېړۍ، چې د چین د سمندري ځواک د ویجاړوونکیو بېړیو برخه ده، د وروستي څلوروېشت ساعته سمندري تمرین په ترڅ کې د تېرېدلو په حال کې لیدل کیږي. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د چین تر کنټرول لاندې بندرونو او شاوخوا کې، نظارت په ډېرېدونکي ډول د پراختیا په حال کې دی. [د چین د دفاع وزارت]

د چین یوه جنګي بېړۍ، چې د چین د سمندري ځواک د ویجاړوونکیو بېړیو برخه ده، د وروستي څلوروېشت ساعته سمندري تمرین په ترڅ کې د تېرېدلو په حال کې لیدل کیږي. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د چین تر کنټرول لاندې بندرونو او شاوخوا کې، نظارت په ډېرېدونکي ډول د پراختیا په حال کې دی. [د چین د دفاع وزارت]

په اسیا کې د یادې ورځپاڼې د بصري تحقیقاتو ټیم او خبریالانو له یوه کال څخه ډېر وخت په دې ولګاوه چې د چاینا فایل له خوا، چې یوه ډیجیټل مجله ده او د اسیایي ټولنې له خوا خپرېږي، له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېر راټول شوي، د مناقصې حکومتي اسناد تحلیل او تجزیه کړي.‌

دغه اسناد له کمپنیو څخه غواړي چې د نظارتي ټکنالوجۍ لپاره حکومتي قراردادونو ته داوطلبي کې برخه واخلي او په ځینو مواردو کې د پېرودنو تر شا ستراتیژیک فکر په مفصل ډول تشریح کوي.

په ګڼ شمېر اسنادو کې، پولیسو څرګنده کړې چې هغوی غواړي چې د خوراک، سفر کولو، سودا اخیستلو او ساعت تېرۍ لپاره مشخصو شویو عامه ځایونو، بلکې دغه راز په خصوصي ځایونو، لکه د استوګنې ودانیو، د سندرو د زمزمې مرکزونو (کارا اوکي) او هوټلونو کې هم داسې نظارتي کمرې ولګوي چې مخ پېژندونکی سافټ ویر په کې کارول شوی وي.

پولیسو وویل چې،په فوجیان ولایت کې چې د تایوان ټاپو ته مخامخ پروت دی، د هغوی د نظارتي سیستم د پیاوړتیا د ستراتیژۍ هدف دا وو ترڅو په نهایت کې «خلک کنټرول او مدیریت» کړي.

دغه راز د نیویارک ټایمز په څېړنه کې راغلي چې، په چین کې پولیس د اواز د ریکارډرونو په وسیله چې له مخ پېژندونکیو کمرو سره تړلي دي، «غږیز چاپونه» ټولوي.

له هانګ کانګ څخه ۸۷ کیلومتره لیرې، د ګوانګ ډونګ ولایت له ژونګشان سیمې څخه په یوه د داوطلبۍ سند کې، پولیسو وویل چې هغوی داسې وسیلې غواړي چې کولی شي د کمرو له لږ تر لږه ۹۲ متره شاوخوا سیمې څخه اواز ثبت کړي.

په ورته وخت کې، چینایي پولیسو داسې وسایل پېرودل ترڅو په پراخه کچه د سترګې د کسي د سکن کولو او د ډي اېن ای ډېټابېسونه جوړ کړي.

د کسي لومړنی سیمه ییز ډېټابېس د ۱۳۹۶ په شاوخوا کې په سینکیانګ سیمه کې جوړ شو. په دې سیمه کې، لږ تر لږه یو میلیون اویغوریان او نور ترکي ژبي خلک چې ډېر یې مسلمان اقلیتونه دي «د سیاسي ښوونې او روزنې» په کمپونو کې بنديان دي.

د ټایمز د راپور په اساس، دغه ډېټابېس د دې ظرفیت لري چې تر ۳۰ میلیونو پورې خلکو د کسي نمونې ذخیره کړي. هغې کمپنۍ چې دغه قرارداد ګټلی وو وروسته د چین په نورو برخو کې د لویو ډېټابېسونو د جوړولو لپاره نور حکومتي قراردادونه هم ترلاسه کړل.

د داوطلبۍ نور اسناد ښیي چې چین هڅه کوي ترڅو د نارینه وو د ډي اېن ای لوی ډېټابېسونه جوړ کړي او له «وای فای کش کوونکیو» او آی اېم اېس آی (د موبایل د مشترکینو نړۍ وال هویت) نیوونکیو څخه داسې کار واخلي ترڅو له ټیلیفونونو څخه معلومات ټول کړي.

په یوه پېښه کې، د ګوانګ ډونګ پولیسو په دې هیله د موبایل تعقیبوونکي وسایل پېرودلي ترڅو د اویغوري - چینایي ډکشنرۍ یو آپ کشف کړي او په دې توګه د دغه په پراخه کچه ځپل شوي اقلیت غړو پورې اړوند ټیلیفونونه پیدا کړي.

ټولنیز کریډیټ

په فزیکي او ډیجیټل نظارت سربېره، په چین کې مقامات په ډېرېدونکي ډول په خصوصي او حکومتي کچه چلېدونکیو «د ټولنیز اعتبار» سیستمونو په یوه شبکه باندې تکیه کوي.

ټولنیز اعتبار اشخاص په مختلفو فکتورونو باندې درجه بندي کوي چې کېدی شي له سرک څخه په غیرقانوني توګه اوښتل، په اورګاډي کې په ډیر لوړ غږ موسیقي غږول، د پور بیرته ورکولو کې ناغېړي کول یا له ټکسي والا سره ناوړه چلند په کې شامل واوسي.

بزنس انسایډر په تېره لیندۍ میاشت کې راپور ورکړ چې، په نورو سرغړونو کې د سګرټ څکولو پرته ساحو کې سګرټ څکول، ډېر زیات ویډیوګیمونه پيرودل، په ویډیوګیمونو باندې ډېر زیات وخت لګول، د بې ګټې شیانو په پیرودلو باندې ډېرې زیاتې پیسې لګول او په ټولنیزو رسنیو باندې بې ځایه پوسټونه کول، شامل دي.

د ۱۳۹۴ د یوه حکومتي سند په اساس، د ټولنیز کریډیټ سیستم، چې په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کې اعلان شو، هدف دا دی ترڅو دا نظر تقویه کړي چې «اعتبار ساتل عالي او اعتبار ماتول له شرم څخه ډک کار دی».

د ټولنیز کریډیټ سیستم په اخلاقو باندې ولاړ سیستم دی: مقامات د ترافیکي سرغړونو په څېر ناوړه چلند له امله نومرې کموي، او له خیریه کار سره د مرستې په څېر ښه چلند له امله نومرې زیاتوي.‌

د رچیل بوټسمین په نامه یوه لیکواله چې په اعتبار او ټکنالوجۍ کې تخصص لري، وایي، که څه هم چې دقیقه میتودولوجي یې پټه ده، لاکن هغه چینایان چې د ټولنیز کریډیټ درجې یې ټیټې وي، د هغوی «د انټرنټ سرعت به کمزوری وي؛‌ رسټورانټونو، نایټ کلبونو یا د ګولف کورسونو ته په تګ به یې محدودیت لګېدلی وي، او دا حق به نه لري چې په ازادانه توګه بهر ته تګ راتګ وکړي.»

هغې د «تاسو په چا باندې اعتبار کولی شئ؟» په نامه کتاب کې چې په ۱۳۹۶ کې خپور شوی، لیکلي دي، «نومرې به د یوه شخص له خوا د کرایې، د هغوی له خوا د بیمې یا قرض ترلاسه کولو په برخه کې د هغوی د وړتیا او حتی د ټولنیز امنیت یا سوشل سیکیوریټي په امتیازاتو باندې اغېز وکړي.»

د چین د کمونست ګوند په وینا، د ټولنیز اعتبار سیستم به «اعتبار لرونکیو کسانو ته اجازه ورکړي چې د نړۍ هر ځای ته تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې هغه کسان چې اعتبار نه لري نشي کولی چې کوم ځای ته د تګ لپاره حتی یو ګام هم پورته کړي.»

د هغو کسانو چې د ټولنیز اعتبار درجه یې کمه ده، د کار او زده کړو فرصتونه له خطر سره مخامخ دي.‌

بیجینګ نیوز راپور ورکړ چې، ۱۷ هغه سړي چې په ۱۳۹۶ کې یې د عسکري خدمت له ترسره کولو څخه ډډه کړې وه، په لوړو زده کړو کې له شمولیت، د لېسې د زده کړو له تعقیب یا د خپلو زده کړو له دوام څخه ایسار کړای شول.‌

چاینا ګلوبل ټیلي ویژن نیټورک چې یو دولتي چینل دی، راپور ورکړ چې، په ۱۳۹۷ کې یوه چینایي پوهنتون یوه شامل شوي محصل ته د هغه ځای له ورکولو څخه انکار وکړ، ځکه د هغه پلار یوه بانک ته د پور په بېرته ورکولو کې د ناکامۍ له امله بد ټولنیز کریډیټ درلود.

د ټولنیز کریډیټ سیستم د سوداګریو یا شرکتونو او حتی د نړۍ والو شرکتونو لپاره هم د تطبیق وړ دی.

د مشر ورور اندېښنې

د چین د کمونست ګوند ملي امنیتي پالیسۍ ښیي چې بیجینګ به د خپل ځواک د ډاډمنولو لپاره په زیاتېدونکي ډول یرغلیز نظارت وکړي او معلومات به ټول کړي.

د تېرو څو کالونو په ترڅ کې، قزاقستان په فعالانه توګه د سمارټ سیټي پروژه اجرا کوي. په دې پروژه کې د ښار په کوڅو کې د نظارتي کمرو نصبول شامل دي څو ډاډمنه کړي چې قانون او نظام او دغه راز ترافیکي اصول مراعت کیږي.

خو په قزاقستان کې د چین جوړ نظارتي کمرو خپرېدا داسې اندېښنې راپورته کوي چې ښایي چینایي مقامات هغو ته لاسرسی ولري.‌

په دوو چینایي کمپنیو، داهوا ټکنالوجي (Dahua Technology) او هایک ویژن (Hikvision)، باندې چې په دغې پروژې باندې کار کوي متحده ایالاتو د دې له امله بندیزونه لګولي چې د چینایي مسلمانو اقلیتونو پر ضد د بشري حقونو سرغړونو ته یې اسانتیا برابره کړې ده.

په الماتا کې د قزاقستان د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د نړۍ والې بیرو یوه ویاند اندری ګریشین په ۱۳۹۸ کې کاروانسرای خبري وېب سایټ ته وویل، «په دې ورځو کې چې له چین څخه هر څه راځي اندېښنې رامنځته کوي.»

هغه وویل، «زموږ د رسمي اعلامیې په اساس، د یو چا شخصي حریم ته ورننوتل امنیتي اندېښنې رامنځته کوي.»

هغه وویل، «هغه څه چې ساینس فکشن یې په هکله له ۵۰ تر ۱۰۰ کالونو پخوا خبرداری ورکړی وو، دا وو چې مطلق العناني ټولنې د «مشر ورور» له خوا نظارت کیږي، او دا اوس وار له مخه ثابت شوي دي.»

هغه وویل، «زه په مطلق ډول نه غواړم چې دا خطرناکه کیسه زموږ په حق کې په واقعیت باندې بدله شي.»

پوځي انګېزې

یوه بله کمپنۍ چې پام ورته وشي نوک ټیک (Nuctech) ده چې د چین له پوځي او سیاسي مشرانو سره ژورې اړیکې لري.

نوک ټیک د نړۍ په ځینو ډېرو حساسو هوایي ډګرونو، سرحدي دروازو او دیپلوماتیکو غونډو کې د امنیتي چاڼ یا سکرینینګ مسؤلیت پر غاړه لري، چې د محرمیت او د معلوماتو د احتمالي ناوړه استفادې په هکله یې اندېښنې په ډېرېدلو دي.

په هغو اېکس ری سکنرونو سربېره چې په هوایي ډګرونو کې مسافر او بیکونه ترې تېرېږي، دغه کمپنۍ د چاودېدونکیو توکو داسې کشفوونکي او یو بل سره تړلې وسیلې جوړوي چې کولی شي آی ډي کارډونه یا ټکټونه وپېژني، د بدن تودوخه معلومه کړي او مخونه وپېژني.

متحدو ایالاتو، کاناډا او زیاتېدونکی شمېر نورو غربي حکومتونو د ملي امنیتي اندېښنو له امله د نوک ټیک کمپنۍ وسایل رد کړي دي.

دي پرنټ خبري وېب سایټ د غبرګولي په میاشت کې راپور ورکړ چې، په پاکستان کې، چین د پاکستان په ګوادر ښار کې له ۵۰۰ څخه ډېرې نظارتي کمرې لګوي، چې د محرمیت په هکله یې اندېښنې او داسې اټکلونه را ولاړ کړی لکه د دغه ځای هدف چې هېڅکله هم تجارتي بندر نه وو.

تمه ده چې د عربي سمندر بندر د چین د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، برخه وګرځي، لاکن کتونکیو اندېښنه ښودلې چې کېدی شي د چین رژیم د دغه بندر په انکشاف سره، په پاکستان کې د سمندري ځواک د یوې اډې جوړول پټ کړي.

په بیجینګ باندې د ورته پلانونو تورونه لګېدلي چې غواړي په متحده عرب اماراتو، کمبوډیا او استوایي ګینیا کې پټ پوځي مرکزونه یا «د غبرګو هدفونو لپاره کارېدونکي» بندرونه جوړ کړي.

تر بي آر آی لاندې، چین د مصر، ایران او سریلانکا په ګډون، په مهمو سیمو کې د تجارتي بندرونو اسانتیاوې جوړوي چې کېدی شي د هغوی په چټکۍ سره پراخېدونکی سمندري ځواک ترې کار واخلي.

د ۱۳۹۸ په یوه راپور کې، د متحدو ایالاتو - چین اقتصادي او امنیتي بیاکتنې کمېسیون یادونه وکړه چې د بیجینګ له خوا د بي آر آی د انکشاف هدف دا دی چې «پوځي همکاري زیاته کړي او خپلې د سانسور او نظارت ټکنالوجۍ صادرې کړي.»

کمېسیون زیاته کړې، «د چین بي آر آی په بهرنیو هېوادونو کې د خلکو د ازادۍ پوځ (د چین پوځ) د پراختیایي هدفونو تر شا ښکاره تنظیموونکی رول لوبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټول فاسد، دکتاتور او مستبد رژيمونه له خپلو خلکو څخه ډاريږي. هغوی نه پریږدي چې خلک په حقیقت پوه شي. هغوی د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي او د امنیت د تامین، د ملي ګټو د ساتنې او ورته نورو شعارونو په نوم د هغوی ټول فعالیتونه څاري. هغوی حتی غواړي د خلکو د افکارو په هکله خبر شي، د هغوی د جامو او خوړو د سټایل په هکله معلومات ترلاسه کول ورته اهمیت لري. هغوی غواړي خپل خلک په روبوټونو باندې بدل کړي، څو خلک پرته له شرطه هر هغه څه ومني چې مشران یې ورته وايي. په حقیقت کې، هغسې چې چین غواړي ځان ښکاره کړي او هغسې چې چین دی، له یو بل څخه ډیر توپیر لري. له دې امله چې چين په نړۍ کې دوهم اقتصاد دی، نور خلک فکر کوي چې خلک به هم د هوسا او هوسا ژوند څخه برخمن شي، لاکن پر عکس یې حقیقت بل ډول دی. چینایان په بشپړې بدبختۍ کې ژوند کوي. په کلیوالو سیمو کې چینایان له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دي او هغه کسان چې په ښارونو کې ژوند کوي باید د غلامانو په څیر کار وکړي تر څو په نسبي توګه ښه ژوند ولري. په هرصورت، په ښارونو کې، هغوی د پولیسو تر مستقیم څار لاندې ژوند کوي. په چين کې يوازې يوه کټګوري خلک هوسا او ارام ژوند کوي او هغه د چين د فاسد کمونست ګوند غړي او د هغوی خپلوان دي. نور نو په چین کې د هوسا ژوند درلودل یوازې شعار دی نور څه نه!

ځواب ورکړئ

دا قضیه یوازې د چین قضیه نه ده. په هر هېواد کې چې کمونستي نظام په واک کې وي، يوازې هغه کسان چې له ښه ژوند څخه برخمن وي د کمونست ګوند مشران دي، په داسې حال کې چې پاتې نور خلک بې خونده ژوند تېروي. د دې پرعکس، شتمن خلک په هغو هیوادونو کې چې پانګوال نظامونه په واک کې دي، له بې وزله خلکو څخه د غلامانو په توګه کار اخلي.

ځواب ورکړئ

دا ټول د امریکا د غلطو سیاستونو پایله ده. د سړې جګړې په جریان کې، متحده ایالاتو له کمونیست چین سره ډیره مرسته وکړه ترڅو د کمونیستانو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي. امريکا د تايوان پر ځای دغه هېواد د چين د اصلي ټاټوبي په توګه په رسميت وپېژنده او ډېرې اقتصادي او سياسي مرستې يې ورسره وکړې. چين د امريکا د متحده ايالاتو په مرسته په يو سوکاله هېواد بدل شو. څرنګه چې چين ارزانه خام مواد او کاري ځواک لري، د امريکا زياتره شرکتونه خپل توليدات په چين کې جوړوي. په اوس وخت کې چين د امريکا له سترو سوداګريزو شريکانو څخه دی. په زرګونو چينايي زده کوونکي د امريکا په مشهورو او معتبرو پوهنتونونو کې زده کړې کوي او خپلې تجربې او پوهه بېرته چين ته وړي. که امریکا له چین سره خپله سوداګري کمه کړي، فرض کړئ، که چیرې هغوی په متحده ایالاتو کې د چینایانو د زده کړې مخه ونیسي، که چیرې متحده ایالات آرام پاتې شي او د چین د تیري او هوښیار سیاست په وړاندې صبر وکړي، نو موږ باید د چین په مشرۍ بلې نړۍ ته انتظار وکړو. یو غل، عصري استعمارګر او لوټمار هیواد.

ځواب ورکړئ

زه واقعاً د چین د مخ په زیاتیدونکي نظامي ځواک او نورو هیوادونو باندې د هغه نفوذ څخه ویره لرم. که یوه ورځ چین د نړۍ تر ټولو ستر پوځي او اقتصادي زبرځواک شي، خدای دې نه کړي، د نړۍ د خلکو وضعیت به بل ډول بدل شي. چینایان متعصب، بې عقله خلک دي، کوم اخلاقي او ټولنیز باور نه لري. چین د نورو هېوادونو د شتمنیو له غلا کولو او لوټلو پرته بل څه نه پېژني. چين يو غولوونکی او بې وفا هېواد دی او هر ځای چې چينايانو خپل چټل قدم ايښی، په هغه ځای کې يې بدمرغي رامنځته کړې ده. د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه ګډ مسؤلیت لري چې د دغه ناوړه هیواد مخه ونیسي څو نړۍ ته نور خطرونه پېښ نه کړي. هغوی باید په خپل ټول ځواک او توان سره دا هیواد ودروي.

ځواب ورکړئ