په فراه کې د افغان هوایي ځواک برید د طالبانو قوماندان وواژه

سلام ټایمز

فراه -- د افغانستان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۴ مه/ وویل،‌ چې په فراه ولایت کې د طالبانو یوه مشر، چې د روانې اونۍ په لومړیو کې په یوه هوایي برید کې ټپي شوی وو، د ور رسېدلو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ چې داود مزمل، چې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو «سور یونټ» قوماندان او په فراه کې د یادې ډلې د نظامي کمېسیون رییس وو، د دوشنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۱ مه/ په خاک سفېد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا په یوه هوایي برید کې ټپي شوی وو.‌

وزارت ویلي، چې طالبان نه وو توانېدلي چې د هغه ټپونه تداوي کي او مړ شو. ۸ تنه نور اورپکي هم ووژل شول.‌

طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

د روانې میاشتې په لومړیو کې،افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو «سور یونټ» قوماندان وواژه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500