هوایي برید د هلمند لپاره د طالبانو د خیالي والي مرستیال وواژه

سلام ټایمز

هلمند -- طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ /د ډسمبر ۳ مه/ راپور ورکړ چې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د خیالي والي مرستیال د افغان ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.‌

د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ملا شاه ولي او ورسره درې تنه نور اورپکي په موسی کلا ولسوالۍ کې ووژل شول.‌

د ملي امنیت ریاست په وینا، شاه ولي همدارنګه په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانګړیو ځواکونو «سور ګروپ» قوماندان هم وو.‌ هغه درې کاله مخکې د خیالي والي مرستیال او قوماندان ټاکل شوی وو.‌

په خبرپاڼه کې راغلي چې شاه ولي «همدارنګه د نشه ییزو توکو په قاچاق او د ځمکو په نیولو کې لاس درلود.»‌

طالبانو سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500