تروريزم

غني د ولسي جرګې د وکیل په کور «د نه بخښلو وړ» حمله وغندله

ای اېف پي

افغانان د ډسمبر په ۲۲مه په کابل کې د ولسي جرګې د وکیل میرولي کور ګوري.‌ چارواکو وویل چې ۸ کسان هغه وخت ووژل شول چې د طالبانو ځانمرګو بمي بریدګرو په دغه کور حمله وکړه.‌ امنیتي ځواکونو له نژدې ۱۰ ساعته محاصرې څخه وروسته بریدګر له پښو وغورځول.‌ [شاه مری / ای اېف پي]

افغانان د ډسمبر په ۲۲مه په کابل کې د ولسي جرګې د وکیل میرولي کور ګوري.‌ چارواکو وویل چې ۸ کسان هغه وخت ووژل شول چې د طالبانو ځانمرګو بمي بریدګرو په دغه کور حمله وکړه.‌ امنیتي ځواکونو له نژدې ۱۰ ساعته محاصرې څخه وروسته بریدګر له پښو وغورځول.‌ [شاه مری / ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، ۸ کسان هغه وخت ووژل شول چې د طالبانو ځانمرګو بمي بریدګرو په کابل کې د افغان قانون جوړوونکي په کور حمله وکړه.‌ وروسته له نژدې ۱۰ ساعته محاصرې څخه پس د پنجشنبې د ورځې / د ډسمبر ۲۲مه/ سهار وختي بریدګر له پښو وغورځول شول.‌

په ولسي جرګه کې د هلمند استازی میر ولي له حملې څخه ټپي ووت، خو د نورو تر څنګ د هغه دوه لمسیان او ساتونکي په هغې حملې کې چې د چارشنبې په ماخستن شروع شوې وه ووژل شول.‌

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د هغوی ځانمرګو بمي بریدګرو په دغه کور د دې لپاره حمله وکړه چې «د چارواکو یوه مهمه غونډه» چې د یاد وکیل په اړوند جنوبي اپین تولیدوونکي ولایت کې د خرابېدونکې امنیتي وضعې په هکله د خبرو لپاره راغوښتل شوې وه، ګډه وډه کړي.

د ولسمشرۍ ارګ په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ «ولسمشر غني په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي میر ولي په کور حمله چې د هغه د کورنۍ دوه غړي،‌ د هغه یو شمېر ساتونکي او د اروزګان ولایت د یوه وکیل عبیدالله بارکزي زوی په کې ووژل شول په سختو ټکو غندي،»

غني حمله وغندله

غني دا حمله «یو د نه بخښلو وړ جرم» وبلله.

هغه وویل، «د ملي شخصیتونو په کورونو باندې حملې په هېڅ مذهب کې نشي توجیه کېدلی او دا د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی.»

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې د څانګې مشر فریدون عبیدي وویل،‌ په مجموعي توګه ۸ ملکي کسان او چارواکي ووژل شول.‌ هغه زیاته کړه،‌ میر ولي وروسته له هغه په روغتون کې بستر شو چې هغه له خپل بام نه ټوپ واچاوه چې وتښتي.‌

عبیدي خبریالانو ته وویل،‌ «دغه همغږې حمله د درې ځانمرګو بمي بریدګرو له خوا ترسره شوه.‌ هغوی د افغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.»

د پنجشنبې په ورځ سهار وختي چې افغان ځواکونو یاد کور ته د تګ لارې وتړلې چې تصفیوي عملیات پیل کړي له دغه کور څخه خورې ورې ډزې او چاودنې اورېدل کېدلې.‌

له دغې بې شرمانه حملې څخه داسې ښکاري چې په افغانستان کې امنیتي حالت بدترېدونکی دی.‌

که څه هم چې ژمی پیل شوی دی او معمولا په دې وخت کې جنګ کمېږي،‌ او حتی د سولې د ولاړو خبرو د بیا پیلولو لپاره نړیوالې هڅې پراخېږي خو اورپکي د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل یاغیتوب ته وده ورکوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500