اقتصاد

د ننګرهار بزګرانو د کوکنارو پر ځای د ځمکنیو توتانو کرلو ته مخه کړه

د خالد زېري راپور

یو ځوان سړی د غوایي په ۳مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په یوه باغ کې ځمکني توتان راټولوي. [خالد زېری/سلام ټایمز]

یو ځوان سړی د غوایي په ۳مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په یوه باغ کې ځمکني توتان راټولوي. [خالد زېری/سلام ټایمز]

ننګرهار -- په ننګرهار ولایت کې ځمکني توتان د کوکنارو، چې په افغانستان کې د ناقانونه نشه ییزو توکو د تولید بنسټ جوړوي، په یوه مناسب بدیل باندې د اوښتلو په حال کې دي.

د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد سیمې یوه اوسېدونکي رحیم ګل په خپله ۲ جریبه ځمکه باندې ځمکني توتان کرلي او ۱۰ مزدوران یې ورته نیولي ترڅو هر سهار ځمکني توتان راټول کړي او د خرڅلاو لپاره یې بازار ته وېسي.‌

درې کاله مخکې چې د سیمې کنټرول د طالبانو په لاس کې وو او هغوی د کوکنارو د کرلو اجازه ورکوله، رحیم ګل په خپله ځمکه باندې کوکنار کرل، لاکن له هغه وخت راهیسې چې افغان حکومتي ځواکونو د فتح اباد سیمه نیولې ده، بزګرانو د قانوني بوټو کرلو ته مخه کړې ده.‌

هغه وویل، «زموږ لپاره د کوکنارو په پرتله ځمکني توتان ډېر ګټور دي. په ۱۷۵۵ مربع متره (څه کم یو جریب) ځمکه باندې کرل شویو ځمکنیو توتانو تېر کال ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ (۳۷۷۰ ډالر) ګټه راکړه. سږ کال ما په دوه جریبه ځمکه باندې ځمکني توتان کرلي دي چې د کوکنارو په پرتله به له درې څخه تر څلور برابرو پورې ډېر ګټور وي.»

رحیم ګل وویل، طالبانو له بزګرانو څخه د عشر په نامه پیسې اخیستلې، خو اوس هغوی خپل پټي له کومې اندېښنې پرته کري او مجبور نه دي چې چاته څه ورکړي، او زیاته یې کړه چې هغه هر مزدور ته د ورځې ۳۰۰ افغانۍ (۳.۷۷ ډالر) مزدوري ورکوي.

د رحیم ګل یوه مزدور محمد الیاس منصور چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، «موږ هره ورځ تر ۳۰۰ کیلوګرامو پورې ځمکني توتان ټولوو او دلته یې په کوتیو کې اچوو، نږدې دوه میاشتې کېږي چې د ځمکنیو توتانو فصل دی او موږ دا کار کوو. په دغو پيسو موږ د خپلو کورنیو خرڅه برابروو چې هغوی زموږ د کار راکوونکي لپاره دعاګانې کوي.»

منصور زیاته کړه، «په تېرو کالونو کې، موږ دلته په فتح اباد سیمه کې د کوکنارو په پټیو کې کارونه کول. ځینې وختونه به موږ په سر درد اخته شوو ځکه چې کوکنار نشه لري، لاکن موږ مجبور وو چې د ژوند تېرولو لپاره څه وګټو.»

د کوکنارو بدیل

د ننګرهار د کرنې ریاست رییس انعام الله ساپي وویل، «ځمکني توتان په خوګیاڼو، شېرزادو، کامه، ګوشته او خېوه ولسوالیو کې کرل کیږي. دا قېمتي بوټي دي او سږ کال به ۱۵۰ ټنه حاصل ورکړي.»

هغه زیاته کړه، «سږ کال به موږ ۱۰۰ نندارتونونه جوړ کړو ترڅو د ځمکنیو توتانو کرنه ترویج کړو. دغه راز به موږ ځمکني توتان په زرغونو خونو کې وکرو ترڅو له نورو مارکېټونو سره سیالي وکړي او بزګران ترې د کوکنارو د یوه بهتر بدیل په توګه کار واخلي.»

ساپي وویل، په ننګرهار کې د کوکنارو کرنه کمه شوې ده. درې کاله مخکې، په ۱۳ ولسوالیو کې کوکنار کرل کېدل، خو اوس یواځې په شپږو ولسوالیو کې په اټکل ۳۷۵۰۰ جریبه (۷۵۰۰ هکتاره) ځمکه باندې کرل کیږي.

هغه وویل، په هغو سیمو کې چې بزګران کوکنار کري، مخکې له دې چې مقامات یې واړوي، هغوی له بزګرانو سره د لوړ کیفیت لرونکیو بوټو د کرنې په اسانولو کې مرسته کوي.‌

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند لومړي بریدمن فریدخان سلام ټایمز ته وویل، دا چې اوس ننګرهار ډېر خوندي دی، ولایتي پولیسو هڅې چټکې کړي دي چې د کوکنارو فصلونه له منځه وېسي.‌

هغه وویل، «پخوا ډېر کوکنار په شېرزادو، خوګیاڼو او حصارک کې کرل کېدل، لاکن سږ کال، زموږ ځواکونو هلته عملیات ترسره کړل او یادې ولسوالۍ یې له طالبانو څخه پاکې کړې.»

نوموړي وویل، «دغه راز موږ په سیمه کې د کوکنارو د اړولو یو کمپاین ترسره کړ، او په سلګونو جریبه ځمکه مو له کوکنارو څخه پاکه کړه. دغه کمپاین اوس هم روان دی.»

فریدخان زیاته کړه،‌ «زموږ کمپاین به تر هغه روان وي چې کوکنار له منځه وېوړل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کوکنارو او نورو داسې نشه ییزو توکو کرل چې انساني روغتیا ته زیان رسوي، هغه مشروع نه دي. د هېواد ټول بزګران باید د کوکنارو د کرنې مخه ونیسي او مشروع بوټي وکري. د کوکنارو کرل نه یوازې زیان رسوي، بلکې د خلکو ژوند هم له خطر سره مخامخ کوي.‌ په افغانستان کې په نشه ییزو توکو د معتادانو شمېر په زیاتېدلو دی، او دا معتادان به ټول د ټولنې پر اوږو بار شي.‌ دا معتادان نه یوازې دا چې د حکومت لپاره یو سردرد دی، بلکې دغه رازعادي خلک هم متاثر کوي. که په یوه کورنۍ کې یو معتاد وي، د هغې کورنۍ ټول غړي به له هغه سره په ستونزه کې وي. له دې امله، مونږ د هېواد له ټولو بزګرانو څخه غواړو چې د کوکنارو کرنه پرېږدي او د ځمکنیو توتانو او زعفرانو په څېر مشروع بوټي وکري، څو هېواد له بدبختۍ څخه خلاص شي، ځکه چې د نامشروع بوټو کرل غیرقانوني دي او هېواد به ویجاړ کړي.

ځواب ورکړئ

که ټول کروندګر د کوکنارو او نوروغیرقانوني بوټو پرځای ځمکني توتان، زعفران او داسې نور وکري، ډېره ګټه به ترلاسه کړي. د قانوني او مشروع بوټو کرنه به په ښو ګټو سربېره په اخرت کې د کروندګرو لپاره ثواب هم وګرځي، ځکه چې مشروع کښت عبادت ګڼل کیږي.‌ له دې امله، د هېواد کروندګر باید هڅه وکړي چې په خپلو ځمکو مشروع فصلونه وکري څو هغوی هم په دنیا او هم په اخرت کې بریالي شي. د کوکنارو کښت د ځوانانو د اعتیاد سبب کیږي، او کله چې د هېواد ځوانان په نشه ییزو توکو معتاد شي، هغوی د ټولنې او حکومت لپاره د اوږو بار ګرځي. دا وخت مونږ په خپل هېواد کې له درې میلیونو څخه ډېر معتادان لرو. که نشه ییز توکي کنټرول نشي، دا شمېر به په راتلونکیو کلونو کې زیات شي او بالاخره ټولنه به ویجاړه کړي. له دې امله، د هېواد بزګران باید په خپلو خلکو باندې زړه وسوزوي او په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کښت ودروي چې ځوانان نور په نشه ییزو توکو روږدي نشي.‌

ځواب ورکړئ

په وروستیو کالونو کې د کوکنارو پر ځای زعفران، ځمکني توتان او ګلابونه ښه بدیلونه ثابت شوي دي. که یو منظم پلان جوړ شي او دا نورو ولایتونو ته هم د هغو د ځمکې د کیفیت په اساس خپاره شي مونږ به ان شاءالله د کوکنارو او اپینو له بد نامه نه خلاص شو. کوکنار او نور نشه ییز بوټي کرل په دین کې جواز نه لري، که چا تر اوسه کرلي وي الله تعالی دې ورته عفوه وکړي او په راتلونکي کې باید ټول ترې ځانونه وساتي چې نه افغان ځوانان پرې خراب شي او نه د نړۍ وال کلي اوسېدونکي.

ځواب ورکړئ