تروريزم

د داعش له اېستل کېدلو څخه وروسته حیران پاتې اوسېدونکي اچین ته راستانه شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکیو وروسته له هغه خپلو سیمو ته راستنېدل پیل کړل چې افغان پوځي چارواکو اعلان وکړ چې د داعش افغاني څانګه چې د داعش د خراسان څانګې په نامه هم یادېدله په دغه ولایت کې په بشپړه توګه ماته شوې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

اچین -- افغان بزګرې ګلنار ملک په خپل هیواد کې د څلورو لسیزو اوږدې جګړې له امله د ویجاړتیا پر وخت خپله برخه ستونزې لیدلې وې، خو هېڅ حالت دغه د پنځو بچیانو مور د داعش راتګ ته نه وه چمتو کړې.

د داعش اورپکو نژدې پنځه کاله مخکې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هغې کلی ونیو او په افغانستان کې د خپل اعلان کړي خلافت د پراخولو په لړ کې یې پراخ قتلونه ترسره کړل.

۵۵ کلنې ملک لږ وروسته له هغه چې افغان ملي اردو د څو اونیو په ترڅ کې له کور په کور جګړې او ډزو او د امریکا هوایي بریدونو پسې د هغې له پلرنۍ ولسوالۍ څخه ترهګر واېستل ای اېف پي ته وویل، «د داعش جنګیالیو ډېر زیات ظلمونه ترسره کړل.»

هغې یاده کړه چې، «هغوی زما یو ماشوم په ډزو وویشت او وواژه او بل یې ټپي کړ. زما مړه زوی هڅه کوله چې له هغوی څخه وتښتي چې هغوی پرې ډزې وکړې.» هغې زیاته کړه چې د هغې مېړه تر درې اونیو پورې بندي او شکنجه شوی دی.

په عکس کې، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې خپل کلي ته راستون شوی دی د لیندۍ په ۴مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې خپل کور ته، چې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش تر منځ د جګړې په ترڅ کې ویجاړ شوی وو، ګوري. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په عکس کې، د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې خپل کلي ته راستون شوی دی د لیندۍ په ۴مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې خپل کور ته، چې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش تر منځ د جګړې په ترڅ کې ویجاړ شوی وو، ګوري. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

بزګره ګلنار ملک او د هغې کورنۍ د لیندۍ په ۵مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له خپل کور څخه بهر ناست دي. ګلنار ملک په افغانستان کې د څلورو لسیزو اوږدې جګړې له امله د ویجاړتیا پر وخت خپله برخه ستونزې لیدلې وې، خو هېڅ حالت دغه د پنځو بچیانو مور د داعش راتګ ته نه وه چمتو کړې. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

بزګره ګلنار ملک او د هغې کورنۍ د لیندۍ په ۵مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له خپل کور څخه بهر ناست دي. ګلنار ملک په افغانستان کې د څلورو لسیزو اوږدې جګړې له امله د ویجاړتیا پر وخت خپله برخه ستونزې لیدلې وې، خو هېڅ حالت دغه د پنځو بچیانو مور د داعش راتګ ته نه وه چمتو کړې. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د لیندۍ په ۴مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش اورپکو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د لیندۍ په ۴مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش اورپکو پر ضد عملیاتو کې برخه اخلي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

ګلنار ملک په یوه نژدې او په نسبي توګه خوندي ښار کې له څو کاله ژوند تېرولو څخه وروسته تېره میاشت وروسته له هغه کور ته ستنه شوه چې افغان پوځي چارواکو اعلان وکړ چې د داعش افغاني څانګه چې د داعش د خراسان څانګې په نامه هم یادېدله په ننګرهار کې په بشپړ ډول ماته شوې ده.

یوه غټه لاسته راوړنه

که څه هم چې ځینې محلي چارواکي نه مني چې زیان دومره پراخ دی، په ننګرهار کې شوې لاسته راوړنې -- که وساتل شي -- به د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي.

په افغانستان او منځني ختیځ کې د داعش تر منځ د اړیکو دقیق ماهیت څرګند نه دی، خو د داعش خراسان څانګې په لومړی ځل په ۱۳۹۳ کې په سیمه کې سر راپورته کړ چې تر ډېره د طالبانو له ناراضو جنګیالیو او په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا کې له نورو اورپکو ډله څخه تشکیل شوې وه.

د داعش د خراسان څانګې جنګیالي په ۱۳۹۴ کې د اچین په غرنۍ ولسوالۍ کې سره یوځای شول. دا هغه ځای وو چې هغوی په لومړي ځل په افغانستان کې لاندې کړ.‌

هغوی څو کاله د دوامدارو هوایي بریدونو او د طالبانو له سیالې ډلې سره جګړو کې مقاومت وکړ. هغوی د پیسو او د کابل په پوهنتونونو کې د خپرې شوې افراطي ایډیالوژۍ د یوې ګډولې په کارولو سره خپلې لیکې بیا ډکې کړې.

په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت پراخو پوځي عملیاتو په وروستیو میاشتو کې د داعش د خراسان څانګې په سلګونو جنګیالي مجبور کړل چې تسلیم شي.

بالاخره، د لړم په ۲۶مه د داعش خراسان څانګې یوه اعلامیه خپره کړه او په ننګرهار کې یې د یادې ډلې په ماتې اعتراف وکړ، او زیاته یې کړه چې د هغوی د غړو وسلو نورې ګولۍ نه لرلې او هغوی له لوږې سره مخامخ ول.

دغې اورپکې ډلې په ټیلیګرام خپره شوې یوه اعلامیه کې په باغوز کې د داعش له مصیبت ډک حالت ته، چې د کب په میاشت کې د ایتلاف له خوا په ماتې ورکولو سره پای ته ورسېد، په اشارې سره ویلي، «مونږ د امریکایي بمبارۍ په مقابل کې تر هغه وخته پورې مقاومت وکړ چې مونږ باغوز له لاسه ورکړ، او په ننګرهار کې مو تر هغه وخته پورې جنګ وکړ چې زمونږ مهمات خلاص شول.»

د داعش د خراسان څانګې د تسلیم شویو جنګیالیو په ډله کې یوه تایید کړه چې یادې ډلې په وروستیو ورځو کې هېڅ شی نه درلود چې ویې خوري او دا چې دغې اورپکې‌ ډلې له تسلیمۍ څخه پرته بله هېڅ لاره نه لرله.

کورونه په کنډوالو بدل شوي دي

د ای اېف پي یوه خبریال په وروستیو کې د افغان اردو له یوه ټولي سره په اچین کې یوه کوچني کلي ته سفر وکړ او د داعش د خراسان څانګې له خوا شوې ویجاړتیا یې ولیدله.‌

ډېرې ډبرینې ودانۍ چې د غونډۍ په اړخ کې جوړې شوې وې په کنډوالو بدلې شوي او د کورونو په دېوالونو کې مرمیو سوري جوړ کړي دي. د سرک په غاړه د موټرونو سخت ویجاړ شوي پاتې شوني لیدل کېدل.

د همت الله په نامه یوه ۳۶ کلن ځایي اوسېدونکي وویل، «مونږ مجبور شو چې خپل کورونه پرېږدو. اوس مونږ راستانه شوي یو، زمونږ ټول کورونه او زمونږ ټول شته ویجاړ شوي دي.»

هغه وویل، کله چې د داعش خراسان جنګیالي په لومړي ځل را ورسېدل، هغوی خلک مجبور کړل چې په بمونو باندې کېني، بیا یې چاودنې ورکړې. بله ورځ، هغوی د یوه سړي سر پرې کړ چې هغوی په کفر ویلو تورن کړی وو.

که څه هم چې اوس دغه کلی له داعش څخه پاک دی، خو بیا هم دا به د اوسېدونکیو لپاره ډېر وخت واخلي چې د خوندیتوب احساس وکړي، او ډېرو روحي ضربه لیدلې ده.

همت الله وویل، «داعش هر چېرې -- په ښوونځيو، کلینیکونو، او د خلکو په کورونو کې ماینونه کرلي دي.»

د اچین یوه قومي مشر هرات خان وویل، د داعش د خراسان څانګې د اشغال په ترڅ کې په دې ولسوالۍ کې یوازې خواوشا ۱۰٪ کورنۍ پاتې وې.

خان وویل، حکومت باید «له مونږ سره د ښوونځیو، کورونو، کلینیکونو او جوماتونو په بیاجوړونه کې مرسته وکړي،» او یادونه یې وکړه چې ښایي په زرګونو کورونه ویجاړ شوي وي.‌

هغه وویل، اورپکي په اچین کې په دوه ځایونو کې پاتې دي، خو د افغان ملي اردو قوماندان نجیب الله وویل چې د داعش خراسان څانګه جارو کړای شوې ده.‌

هغه وویل، «ټوله سیمه د هغوی له جنګیالیو څخه پاکه شوې ده.»

«هغوی به بیا راونه ګرځي او د سیمې اوسېدونکي او راستنېدونکي باید خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.»

د داعش د خراسان څانګې ډله ییز تسلیمیدل

د متحده ایالاتو د دفاعي چارو یوه چارواکي وویل، افغان پوځي عملیاتو چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو یې د هوایي بریدونو له لارې ملاتړ کاوه شرایط داسې جوړ کړل چې په وروستیو اونیو کې یې د داعش د خراسان څانګې له ۱۴۰۰ څخه ډېر جنګیالي او د هغوی کورنۍ مجبور کړل چې تسلیم شي.

د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د ودرول شویو خبرو هدف دا وو چې داسې یوه هوکړه وشي چې په نتیجه کې یې پنتاګون له افغانستان څخه خپل په زرونو جنګیالي وباسي او په مقابل کې یې بېلابېل امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړي، او په ورته وخت کې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د اقدام کولو لپاره د پښې اېښودلو داسې ځای وساتي چې وکولی شي د داعش خراسان څانګې او نورو اورپکو ډلو د ځپلو لپاره لاس په کار شي.‌

له ۱۳۹۴ څخه په راوروسته کلونو کې، د داعش خراسان څانګې په داسې تکتیکونو تکیه کوله چې له هوایي بریدونو څخه به په سوریو کې پټېدل، او په دې لړ کې متحده ایالتونو په ۱۳۹۶ کې خپله تر ټولو لویه غیر اتومي وسله یا د ټولو بمونو مور (جي بي یو - ۴۳/ب) پرې استعمال کړه.

د متحده ایالاتو پوځي چارواکي نور د داعش د خراسان څانګې د ځواک د قوت په هکله خبرې نه کوي، خو له کلونو راهیسې اټکل کېده چې د هغوی شمېر د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ جنګیالیو تر منځ دی.‌

د دفاعي چارو چارواکي ای اېف پي ته وویل، «مونږ د داعش ګواښ ته د نیتونو، وړتیاوو او مسیر له مخې حساب کوو، نه د شمېر له مخې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500