امنیت

افغان ځواکونو په شېرزاد ولسوالۍ کې له طالبانو څخه د سیمو په پاکولو کې پرمختګ کړی

د خالد زېري راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو غړي د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې له پوځي عملیاتو څخه وروسته لیدل کیږي. [خالد زېری]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲۳مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو غړي د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې له پوځي عملیاتو څخه وروسته لیدل کیږي. [خالد زېری]

جلال اباد -- چارواکي وایي، د افغان ځواکونو له خوا د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې له طالبانو څخه د سیمو د پاکولو عملیات په بریالیتوب سره پرمخ روان دي، او که چېرې اورپکي خپلې وسلې کې نه ږدي او تسلیم نشي، د هغوی پر ضد به فعالیتونه لا ګړندي شي.

د افغان ملي اردو د ۴مې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي د تلې په ۱۱مه په شېرزادو ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل، «له یوې میاشتې څخه ډېر وخت وشو چې موږ په شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي. موږ دا عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې طالبانو د پولیسو د تلاشۍ په پوستو باندې بریدونه زیات کړل.»

هغه وویل، «موږ ده سخي، بره سخي، لوړ کلی او ماماخېل بازار نیولي دي، او پر مخ روان یو.»

نیازي وویل، خلک ډېرو هغو سیمو ته چې پخوا د طالبانو له وېرې تشې شوې وې، بېرته راستانه شوي دي.

هغه وویل، «همدارنګه موږ له پچیر اګام ولسوالۍ څخه د طالبانو د اکمالاتو لاره بنده کړې ده. اوس به هغوی یا وژل کیږي یا به جنګ بس کوي او راځي سوله به کوي.»

نیازي وویل، امنیتي ځواکونو په مهمو سیمو کې څلور پوستې جوړې کړي دي او پلان لري چې په نورو سیمو کې نورې پوستې هم جوړې کړي.‌

د جنګ دوام ته چمتووالی

نیازي وویل، افغان ځواکونه تل دې ته چمتو دي چې د دښمن پر ضد جنګ وکړي.‌

هغه وویل، «موږ سولې ته هیله من یو، خو که طالبان د سولې وړاندیز ونه مني، بیا به ټوله نړۍ پوه شي چې دا ډله سوله نه غواړي. موږ به هم هغوی ته خپل زور وښیو.»

په شېرزاد ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو یوه عسکر عبیدالله ساوي وویل، هغه سولې ته ترجیح ورکوي، خو چمتو دی چې جنګ ته دوام ورکړي.

هغه وویل، «موږ غواړو چې په دې هېواد کې جنګ پای ته ورسیږي ترڅو هېڅ مور هم خپلو ماشومانو ته ونه ژاړي او سوله حاکمه شي، خو که طالبان سوله ونه کړي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، بیا به زه تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې وجنګېږم او خپله خاوره به وساتم.»

د شېرزادو ولسوالۍ د توتو سیمې یوه اوسېدونکي فقیرالله تسل وویل، هغه خوښ دی چې ویني چې د حکومتي ځواکونو له خوا د اخیستل شویو ګامونو په نتیجه کې امنیت ښه شوی دی.

تسل وویل، «موږ په دې عملیاتو باندې او له دې امله چې حکومتي ځواکونه راغلل او دا سیمې یې تصفیه کړې، خوښ یو. هغوی دلته پوستې جوړې کړې، خو مهمه خبره دا ده چې شمالي سیمې هم تصفیه کړي او هلته هم پوستې جوړې کړي.»

نوموړي وویل، «که چېرې ځواکونه دا پوستې جوړې نه کړي، طالبان به راستانه شي او هغو خلکو ته چې د حکومت ملاتړ یې کړی دی ستونزې جوړې کړي.»

د شېرزاد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي وفی الله نور چې د طالبانو د بریدونو له ډاره مجبور شوی وو چې خپله کورنۍ او خپلوان خوګیاڼو ولسوالۍ ته بوځي، وویل، «موږ غواړو چې حکومت بریالی شي. کله چې طالبان دلته وو، هغوی [عسکرو او یاغیانو] هره ورځ جنګونه کول، او موږ ترې پوزې ته رسېدلي وو.»

نور وویل، «دا ښه ده چې حکومت خپل حضور پراخ کړ، او موږ دعا کوو چې افغان ملي اردو وکولی شي ترڅو نورې سیمې هم تصفیه کړي.»

د حکومت ژمنې

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر په حکومت باندې غږ وکړ چې له طالبانو څخه تصفیه شویو سیمو کې پرمختیایي پروژې پيل کړي.‌

عمر وویل، «زموږ غوښتنه ده چې تصفیه شوې او نورې ټولې سیمې وساتل شي او کله چې عملیات پای ته ورسیږي هلته پروژې تطبیق شي، ځکه چې چارواکو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د طالبانو د حضور له امله په دغو سیمو کې هېڅ پروژې نه دي تطبیق کړي. دغه ځنډ ځایي خلک سخت محروم کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «لومړی، موږ غواړو چې جنګ پای ته ورسیږي او هیله لرو چې د سولې خبرې به بریالۍ شي. اردو او طالبان دواړه افغانان دي، او د هغوی مرګ د هغوی کورنیو ته غم راوړي. موږ سوله او د ځایي خلکو لپاره پروژې غواړو.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چارواکي به په شېرزاد ولسوالۍ کې نوې پروژې تطبیق کړي ترڅو د ملکي خلکو ژوند بهبود ومومي.

خوګياڼي وویل، «یو ځل چې موږ عملیات پای ته ورسوو او سیمې تصفیه کړو، په شېرزادو او نورو جنګ ځپلیو سیمو کې به د بیارغونې نورې پروژې تطبیق شي.»

هغه زیاته کړه، «موږ هڅه کوو ترڅو د کرنې، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو سکتورونو کې ځایي خلکو ته خدمتونه برابر کړو.‌ موږ وار له مخه په دې باندې اقدامات پيل کړی ترڅو د شېرزادو او ګاونډیو ولسوالیو اوسېدونکیو ته نوې او د بیارغونې پروژې برابرې کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو بل زغمل او سوله کول ښې پایلې لري.‌ حکومت تل ټینګار کړی چې وسله وال مخالفین باید جنګ ودروي او یوه سوله ییز انساني ژوند ته راستانه شي. پرمختګ، د قانون تنفیذ، له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع، امنیت تأمینول،‌ د حکومتي اصولو تطبیقول د حکومت اساسي دندې دي،‌ او حکومت چمتو دی چې په دې برخه کې خدمتونه وړاندې کړي.‌ مخالفین او هغه افغانان چې غولول شوي دي هغوی باید منطقي فکر وکړي او ورو وژنه او تخریب ودروي.‌

ځواب ورکړئ