امنیت

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو پر ضد د امنیتي عملیاتو هرکلی وکړ

د خالد زېري راپور

پوځي چارواکو وویل، افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړي او هغه سیمې له طالبانو څخه پاکوي چې پخوا له ډېرو کالو راهیسې د اورپکو تر کنټرول لاندې وې. [د افغان ملي اردو ۴مې لوا څخه په مننه]

ننګرهار-- افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړي او هغه سیمې له طالبانو څخه پاکوي چې پخوا له ډېرو کالو راهیسې د اورپکو تر کنټرول لاندې وې.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند تورن هارون یوسفزي د لړم په ۱۹مه وویل، «د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې چې د ملي اردو ۴مې لوا یې مشري کوله تر اوسه پورې له ۴۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.»

هغه وویل، «له جلال اباد ښار څخه شېرزادو ولسوالۍ ته د تللې لارې امنیت هم ښه شوی دی، او عادي خلک نور په دې لاره باندې د تګ په برخه کې کومه ستونزه نه لري.»

امنیتی ځواکونو دغه عملیات د لړم په ۴مه پيل کړل.

په عکس کې، د لړم په ۲۲مه د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې په یوه نوې جوړه شوې امنیتي پوسته کې د افغان ملي اردو منسوبین لیدل کیږي. [د افغان ملي اردو ۴مې لوا څخه په مننه]

په عکس کې، د لړم په ۲۲مه د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې په یوه نوې جوړه شوې امنیتي پوسته کې د افغان ملي اردو منسوبین لیدل کیږي. [د افغان ملي اردو ۴مې لوا څخه په مننه]

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مبارز اتل وویل، عملیات روان دي، خو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره به ورو پر مخ لاړ شي.

هغه وویل، «مونږ لاره خوندي کړې او ۱۳ کوچني او لوی کلي مو له طالبانو څخه تصفیه کړي دي. مونږ به دغو عملیاتو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو څو چې مونږ طالبان له ولسوالۍ څخه وباسو او امنیت یقیني کړو.»

د تلاشۍ نوې پوستې جوړول

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د لړم په ۱۸مه د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې خبریالانو ته وویل، پوځي عملیات له پلان سره سم پرمخ روان دي، او یو ځل چې عملیات بشپړ شي، بیا به په شېرزادو ولسوالۍ کې د تلاشۍ نوې پوستې او بېسونه جوړ کړای شي.

هغه وویل، «شېرزادو ولسوالۍ ته د تللې لارې په اوږدو او نورو سیمو کې به د ګډو امنیتي ځواکونو ۷ لوی بېسونه او ۱۸ د تلاشۍ نوې پوستې جوړ کړای شي. سربېره پر دې، د ولسي پاڅون ځواکونه به هم وهڅول شي چې د خپلو سیمو ساتنه وکړي.»

د شېرزادو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حمیدالله چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل، «زمونږ ولسوالۍ ته په راغلې لاره خلکو ډېر په سختۍ سره سفر کاوه، او هغو کسانو چې په حکومت -- په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو -- کې یې کار کاوه هغوی نشوای کولی چې بېخی په دې لاره لاړ شي.»

هغه وویل، «دا ډېره غټه خبره ده چې دغه عملیات پیل شول او لاره خلاصه شوه. مونږ ډېر خوښ یو چې زمونږ امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې لاره خلاصه کړي او د تلاشۍ د پوستو جوړول یې پیل کړل.»

هغه وویل، «اوس باید حکومت زمونږ لپاره د بیارغونې پروژې هم تطبیق کړي ځکه چې زمونږ ولسوالي محرومه پاتې ده. زمونږ ښوونځي، کلینیکونه او هر څه ویجاړ شوي او د منظمو خدمتونو د برابرولو لپاره په کار دی چې بېرته ورغول شي.»

حمیدالله وویل، «مونږ د خپلو عسکرو ملاتړ کوو او مونږ به هم ډېره هڅه وکړو چې خپلې سیمې خوندي کړو.»

د دغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي فقیرمحمد وویل، «طالبانو... تاوتریخوالی کاوه.‌ مونږ نشوای کولی چې د هغوی مخه ونیسو، او دا غټه خبره ده چې حکومت دا عملیات پیل کړل. مونږ له حکومت څخه غواړو چې هغه سیمې چې هغوی یې نیسي د تل لپاره خوندي کړي او د تلاشۍ پوستې په کې جوړې کړي.»

د پرمختیایي پروژو پلان موجود دی

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي اجمل عمر وویل، په شېرزادو ولسوالۍ کې د تېرو ۱۵ کالو په ترڅ کې ډېر پرمختیایي کار نه دی شوی.

هغه وویل، «خلک په عملیاتو خوښ دي او هرکلی ورته وایي. زمونږ ځواکونو ډېرې سیمې نیولي او پر مخ روان دي.‌ یو ځل چې عملیات پای ته ورسیږي،‌ بیا حکومت اړ دی چې دې سیمې ته ډېره پاملرنه وکړي او هلته پرمختیایي بروژې تطبیق کړي.»

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د حکومت پلانونه روښانه کړل.

هغه وویل، «له عملیاتو څخه وروسته به په شېرزادو ولسوالۍ کې ځانګړې پرمختیایي پروژې تطبیق شي،‌ او په دې ولسوالۍ کې به ډېر پرمختیایي کار ترسره کړای شي. له دې ولسوالۍ سره به په روغتیا، تعلیم او تربیې او نورو مهمو برخو کې مرسته وشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500