امنیت

داعش او طالبان په ننګرهار کې د شوکاڼي د کانونو د کنټرول ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي

د خالد زېري راپور

یو افغان عسکر د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې د طالبانو ترصد کوي. [خالد زېری]

یو افغان عسکر د ۱۳۹۶ د لیندۍ په ۷مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې د طالبانو ترصد کوي. [خالد زېری]

ننګرهار -- ځایي مقامات وایي چې داعش په ننګرهار ولایت کې د دې لپاره پر طالبانو خپل بریدونه زیاتوي چې د تالک یا شوکاڼي د کانونو کنټرول ترلاسه کړي او خپل د ترهګرۍ نړۍ وال کمپاین په تمویل کې ترې کار واخلي.

د ننګرهار د تالک ډېر کانونه په شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالۍ کې پراته دي چې هلته په وروستیو وختونو کې د اورپکو د دواړو ډلو تر منځ نښتې زیاتې شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي په یوه مرکه کې وویل، «په خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د داعش او طالبانو تر منځ د وروستي جنګ هدف دا دی چې دغه کانونه ونیسي.»

هغه وویل، «د دغو کانونو ډېر د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، خو اوس داعش هڅه کوي چې دې سیمو ته ځانونه ور ورسوي او کانونه، چې کولی شي یوه لویه عایداتي سرچینه جوړه کړي، تر خپل کنټرول لاندې راولي. داعش د سپین غره لمنو ته چې دا کانونه په کې پراته دي، ډېر نژدې شوی.»

په عکس کې، د شوکاڼي تر ټولو لوی کان د ۱۳۹۰ د چنګاښ په ۱۹مه د فرانسې له لوزیناڅ سیمې سره نژدې لیدل کیږي. د افغانستان په ننګرهار ولایت کې داعشي او طالب اورپکي د داسې کانونو د کنټرول تر لاسه کولو لپاره په خپلو کې سره جنګونه کوي. [ایریک کابانیسیریک/ای اېف پي]

په عکس کې، د شوکاڼي تر ټولو لوی کان د ۱۳۹۰ د چنګاښ په ۱۹مه د فرانسې له لوزیناڅ سیمې سره نژدې لیدل کیږي. د افغانستان په ننګرهار ولایت کې داعشي او طالب اورپکي د داسې کانونو د کنټرول تر لاسه کولو لپاره په خپلو کې سره جنګونه کوي. [ایریک کابانیسیریک/ای اېف پي]

په کانونو کې د اورپکو له خوا په زور د پیسو اخیستنه

د ګلوبل وېټنېس ټکی اورګ له خوا د یوه خپاره شوي راپور په اساس، په افغانستان کې را اېستل شوی شوکاڼي د پولې له لارې ګاونډي هېواد پاکستان ته وړل کیږي او هلته له صدور څخه مخکې له پاکستاني شوکاڼي سره ګډول کیږي.

له پاکستان څخه د صادر شوي شوکاڼي خواوشا ۴۰٪ متحده ایالاتو ته ځي او ورپسې نور نیدرلنډز (هالنډ)، ایټالیا او د اروپایي اتحادیې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

تالک د رنګ، سینګارتوکو او د ماشومانو د پوډرو په څېر تولیداتو کې کارول کیږي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي سهراب قادري وویل، «د داعش او طالبانو تر منځ ټول جنګ د دغو کانونو د ګټې د ترلاسه کولو په سر دي. څومره چې ماته معلومه ده، داعش غواړي چې دغو کانونو ته ځان ورسوي او پیسې ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، داعش همدارنګه په اچین او پچیر اګام ولسوالیو کې په ناقانونه توګه ځنګلونه پرې کوي او لرګي یې د تیرا له سرحدي لارې څخه پاکستان ته انتقالوي.

هغه وویل، «نو که هغوی دا سیمې ونیسي، کولی شي چې پاکستان ته د شوکاڼي د انتقال لپاره یوه لنډه لاره ولري.»

د شېرزادو ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک کرنیل وویل، طالبان د خپلو عملیاتو د تمویل لپاره د کانونو له کارکوونکیو څخه په زور پیسې اخلي، او اوس داعش هڅه کويچې عین کار ترسره کړي.‌

هغه په یوه مرکه کې وویل، «طالبان په سپین غر او خوګیاڼو ولسوالیو کې د شوکاڼي له کانونو څخه مالیات ترلاسه کوي، او هیڅوک هم نشي کولی چې د طالبانو له اجازې څخه پرته هلته کار وکړي. داعش غواړي چې دا سیمې ونیسي چې وکولی شي د جهاد په بهانه چې په حقیقت کې په ډله ییز ډول خلک وژني، مالیات ټول کړي.»

هغه وویل، «که داعش دغو مهمو سیمو ته چې کانونه په کې دي ورسېږي، بیا به دا ډېره سخته وي چې له دې سیمې څخه و اېستل شي،» او زیاته یې کړه چې حکومت باید د هغوی د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.

د خوګياڼو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي روښان خوګياڼي ومنله چې داعش خپلې هڅې د دې لپاره زیاتوي چې له طالبانو څخه کانونه ونیسي. هغه وویل چې حکومت باید لاس په کار شي او دا ډاډمنه کړي چې یوه اورپکې ډله هم کنټرول په لاس کې ونه لري.

هغه وویل، «داعش په دغو دوه ولسوالیو کې له طالبانو څخه ډېرې سیمې نیولې او کانونو ته ورنژدې شوي دي. که وضعه همداسې دوام وکړي، داعش به وکولی شي چې د شوکاڼي کانونو ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړه چې، «حکومت باید جدي ګامونه واخلي چې کانونه تر خپل کنټرول لاندې راولي او ګټه ترې واخلي.»

«یو لاس ته به جنګ کم شي ځکه چې د طالبانو او داعش عایداتي سرچینې به وچې شي، او بل لاس ته به حکومت له دغو کانونو څخه عواید ترلاسه کړي.»

تازه پوځي عملیات

حکومت په خپله برخه کې په سیمه کې د دواړو یاغي ډلو پر ضد عملیات زیات کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند خوګیاڼي وویل، افغان ځواکونو د چنګاښ په ۱۰مه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب اورپکو پر ضد عملیات پیل کړل.‌

هغه وویل، «دا عملیات به تر هغه وخته پورې دوام ومومي چې دا سیمې له داعش او طالب اورپکو څخه پاکې شي. په دې عملیاتو کې ګډ افغان ځواکونه برخه اخلي.»

خوګياڼي وویل، وروسته له هغه چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې تصفیوي هڅې بشپړې شي، دې ته ورته حرکتونه به په شېرزادو کې هم پیل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغوی غله دي.‌

ځواب ورکړئ

دا به بهتره وي چې په هغو سیمو کې چې عواید ترې راوځي ډېر افغان پوځي ځواکونه ځای پرځای کړای شي څو د قاچاق مخه ونیسي او دښمن کمزوری کړي. د مثال په توګه، که تاسو یوه اس ته واښه ور نه کړئ، اس به هېڅکله هم حرکت ونه کړي. دښمن هم دې ته ورته دی.‌

ځواب ورکړئ

زه دسیمې دیو عیني شاهد په توګه دا ویلی شم چې د شیرزادو دنا اکنۍ عمده لامل دشوکاڼي معدنونه دي ځکه دغه معدنونه سره له دې چې دشیرزادو او او خوګیاڼو دطالب اورپکو دقوي مالي سرچینو په توګه استعماليږي بلکې دټول ننګرهار په نامنه کولو کې یې هم لوی رول لوبوي که دغه معدنونه د دولت کنترول ته ولويږي هم د طالب اورپکو لپاره لوی اقتصادي ګذار وياو هم به دولت ته یوه لوی عایداتي منبع شي

ځواب ورکړئ