د لغمان په جګړه کې ۲۰ تنه طالبان ووژل شول

د سټاف راپور

لغمان، افغانستان -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ / د مارچ ۲مه/ راپور ورکړ چې د لغمان ولایت په مهترلام کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه طالب اورپکي او دوه تنه عسکر ووژل شول.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل، طالبانو د سې شنبې په ورځ / د فبروري ۲۸مه/ په مهترلام حمله وکړه خو امنیتي ځواکونو بیرته ځواب کړه، او ۲۰ تنه بریدګر یې ووژل.

د امنیتي چارواکو په وینا، په جګړه کې د اردو دوه تنه افسران ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500