لغمان، افغانستان -- رسنیو راپور ورکړ چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې په جګړو کې ۴ تنه طالبان او ۴۹ تنه د داعش غړي ووژل شول.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، عسکرو چې د یاد ولایت د مهترلام ښار په لمنو کې یې تصفیوي عملیات ترسره کول، د دوشنبې په ورځ / د اپریل ۱۰مه/ څلور تنه طالبان ووژل.
ځواک وویل، همدارنګه هغوی یو کس هم ونیو، او زیاته یې کړه چې نیول شوی کس د طالبانو د یوه داسې قوماندان ورور دی چې لا له وړاندې په بند کې پروت دی.
سرحدي پولیسو د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۱۲مه/ پژواک خبري اژانس ته وویل، هغو هوایي بریدونو چې د حمزه عملیات برخه ول، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۱۲ بهرنیو جنګیالیو په شمول د داعش ۴۹ تنه اورپکي ووژل.