امنیت

راخوشې شوي طالب بندیان خپلو پخوانیو ملګرو وایي جګړه د حل لاره نه ده

د عمر راپور

د هرات زندان څخه خلاص شوي طالب جنګیالي د سولې، او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوي. [د هرات د والي دفتر]

هرات -- د ولسمشر اشرف غني له حکم څخه وروسته او د متحده ایالاتو د مرکچیانو او طالبانو تر منځ د سولې تر هوکړې لاندې، په هرات کې له زندان څخه ازاد شويو طالب جنګیاليو د سولې، او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

د کب په میاشت کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې د لاسلیک شوي تړون د برخې په توګه، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له ډلې څخه له ۴۰۰۰ څخه ډېر له حکومتي زندانونو څخه ازاد شوي، په داسې حال کې چې د طالبانو له زندانونو څخه د ۱۰۰۰ بندیانو له جملې څخه له ۷۰۰ ډېر افغان امنیتي منسوبین خوشې شوي دي.‌

یوه پخواني طالب جنګیالي قاري محراب الدین چې د چنګاښ په ۲۱مه د هرات زندان څخه ازاد شو د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.‌

هغه وویل، «زه له طالبانو څخه غواړم چې هغوی باید سوله، او د خپل هېواد خدمت وکړي. نور باید د بې ګناه خلکو وینه تویه نشي. موږ جنګ نه غواړو او نه به نور وسلې واخلو.»

پخواني طالب بندیان د چنګاښ په ۲۱مه د هرات له زندان څخه تر خلاصېدلو وروسته د هرات د والي د دفتر په ودانۍ کې روان دي. [د هرات د والي دفتر]

پخواني طالب بندیان د چنګاښ په ۲۱مه د هرات له زندان څخه تر خلاصېدلو وروسته د هرات د والي د دفتر په ودانۍ کې روان دي. [د هرات د والي دفتر]

هغه زیاته کړه، «موږ له نور ملت سره یوځای له جنګ څخه ستړي یو.»

محراب الدین وویل، «اوس چې زه ازاد شوی یم، زه به خپل شخصي کاروبار پیل کړم او له خپلې کورنۍ سره به ژوند وکړم. نور به زه د جنګ او په وېره کې د ژوند کولو پرځای، یو سوله ییز ژوند وکړم.»

د هرات زندان څخه ازاد شوي یوه بل پخواني طالب جنګیالي ملا حفیظ الله وویل، جنګ د حل لاره نه ده. نوموړي زیاته کړه، که جنګ څه ګټې درلودلی، اوس به طالبانو او حکومت ډېرې ګټې ترلاسه کړې وای.

هغه وویل، «زموږ یواځینۍ غوښتنه په افغانستان کې سوله، او د تاوتریخوالي پای ته رسول دي. موږ له جنګ څخه ستړي یو او په دې خفه یو چې هره ورځ د بې ګناه ملکي خلکو، امنیتي ځواکونو او طالبانو وینې تویېږي. دا وینه تویونه باید ودریږي.»

حفیظ الله وویل، «موږ وسلې د جبر او ناخبرۍ له امله پورته کړې وې او خپل نیم ژوند مو په جنګ او وژنه کې تېر کړ. اوس موږ پوه شوي یو چې د جنګ وخت تېر شوی دی، او موږ باید خپل سوله ییز ژوند په جنګ خراب نه کړو.»

د هرات زندان څخه ازاد شوي یوه پخواني طالب قوماندان ملا عبدالرحمان وویل، افغان ځوانان هره ورځ -- هم د طالبانو خواته او هم د امنیتي ځواکونو خوا ته -- وژل کیږي.

هغه وویل، «خلک له تاوتریخوالي او وژنو څخه پوزې ته رسېدلي دي. نور جنګ ته هېڅ اړتیا نشته.»

عبدالرحمان وویل، «افغانان باید لاسونه سره ورکړي او سوله وکړي،» او پر طالبانو او حکومت یې غږ وکړ چې «خلک له دغه مصیبت څخه خلاص کړي».

هغه وویل، «زموږ هیله دا ده چې په افغانستان کې تلپاتې سوله ټینګه شي.»

د سولې له هوکړې څخه سرغړونه

متحده ایالاتو -- د امریکایي ځواکونو د اېستلو په ګډون -- له طالبانو سره د سولې تر هوکړې لاندې خپلې ژمنې پوره کړي، په داسې حال کې چې افغان حکومت له ۴۰۰۰ څخه ډېر طالب بندیان خوشې کړي او د سولې د پروسې په وړاندې د ښه نیت ښودنې په پار یې ټول یرغلیز بریدونه درولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد تاوتریخوالی زیات کړی، او دا یې رد کړې ده چې له القاعدې سره اړیکې پرې کړي.

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې سکینې حسیني وویل، د طالبانو دوامدار تاوتریخوالی او د ملکي خلکو وژنه د سولې پروسه کمزورې کوي او داسې ګواښ رامنځته کوي چې دغه طلایي فرصت دې چې افغانانو ورته له ډېر وخت راهیسې انتظار کاوه، خراب شي.

هغې وویل، «دا چې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې تړون موجود دی، په کار دی چې ژر تر ژره اوربند اعلان شي، خو دا څرګنده ده چې طالبان په هېواد کې وینو تویولو ته په دوام ورکولو سره د دغې هوکړې درناوی نه کوي، او موږ یې غندو.»

هغې وویل، طالبان باید په خپلو تعهداتو عمل وکړي او د سمدلاسه د سولې پروسه بشپړه کړي.

په هرات ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ګلثوم صدیقي وویل، طالبان د هغو تعهداتو په هکله چې هغوی له متحده ایالاتو سره کړي دي جدي نه دي، چې زور له افغانانو څخه وځي.

هغې وویل، «کله چې طالبان خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکړي او خپلې ژمنې ترسره نه کړي، سوله نه راځی، او هغه د سولې پروسه چې له څو کالونو څخه وروسته پیل شوې ده له خطر سره مخامخ کوي.‌ څومره چې طالبان ډېر ملکي خلک او امنیتي ځواکونه وژني، هومره د سولې تامینیدل ستونزمن کیږي.»

صدیقي وویل، «موږ له نړۍ والې ټولنې، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو څخه غواړو چې په طالبانو باندې فشار واچوي چې تاوتریخوالی ودروي او د خپلو ژمنو درناوی وکړي.»

هغې زیاته کړه، د جګړې او د افغانانو د وژنې په دوام سره، طالبان دا ثابتوي چې هغوی له بهرنیو قدرتونو څخه حکمونه ترلاسه کوي او د جګړې د پای ته رسولو او د سولې راوستلو لپاره هېڅ صلاحیت یا اراده نه لري.

طالبان له بندیانو سره ناوړه چلند کوي

د چنګاش په ۲۰مه په غور ولایت کې د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۱ افغان امنیتي منسوبین او یو ملکي کس ازاد شول.

امنیتي ځواکونو د طالبانو په زندان کې د ناوړه چلند او شکنجې په هکله راپور ورکړ. په دې لړ کې، له بندیانو څخه د خوړو، درملو او د کورنۍ له غړو سره د لیدنې په مقابل کې پيسې اخیستل کېدلې.

د افغان ملي اردو یوه افسر محمد بلال چې په اردو کې یې څلورکاله خدمت کړی او بیا یې په غور ولایت کې د طالبانو په زندان کې درې میاشتې وخت تېر کړی دی، وویل، طالبانو له زندانیانو سره ډېر ناوړه چلند کاوه.‌

هغه وویل، هیڅوک به هم ان له حیواناتو سره داسې چلند ونه کړي لکه څنګه چې طالبانو له خپلو بندیانو سره کاوه، او زیاته یې کړه چې په زندان کې صحیح خوراک یا څښاک نه وو.‌

بلال وویل، «طالبانو زه په ټپي حالت کې ونیولم او زما یې سمه درملنه ونه کړه. هر ځل چې هغوی ماته درمل راکول، درې برابره ډېرې پیسې به یې پرې غوښتلې.»

هغه وویل، «هغوی زما کورنۍ ته اجازه ورکړه چې له ما سره وګوري، خو هغوی زما له کورنۍ څخه د هرې کتنې په بدل کې ۱۵۰۰۰ افغانۍ (۱۹۴ ډالر) اخیستلې.

هغه وویل، طالبان حریص دي او د مسکو له خوا ملاتړترلاسه کوي.

بلال وویل، «طالبان ډول ډول پرمختللې وسلې لکه سنایپر توپکونه لري چې نېغ په نېغه یې له روسیې څخه ترلاسه کړي دي. طالبانو د دغو وسلو د پېرودلو په بهانه له ځایي خلکو څخه پیسې ټولولې، خو هغوی دا وسلې له روسیې څخه په وړیا ډول ترلاسه کړې او د ملکي خلکو پیسې یې په خپلو جېبونو کې اچولې.»

یوه پولیس افسر دوست محمد چې تازه د طالبانو له یوه زندان څخه ازاد شوی دی، د ورته ناوړه چلند او د پیسو اخیستنې خبره وکړه.‌

هغه وویل، «طالبانو موږ په یوه ځای کې نه ساتلو او تل یې بېلابېلو ځایونو ته وړلو.»

هغه وویل، «که یو دوست یا د کورنۍ غړی به زموږ د لیدلو لپاره راتلو، هغه به مجبور وو چې لومړی له ۱۵۰۰۰ افغانۍ څخه ډېرې پیسې طالبانو ته ورکړي. طالبانو موږ په تیارو ځایونو کې ساتلو او خواړه یې نه راکول. هغوی د هغو خوړو او درملو په بدل کې چې موږ ته یې راکول زموږ له کورنۍ څخه پیسې اخیستلې.»

هغه زیاته کړه، طالبان په خپل بند کې امنیتي منسوبین شکنجه کوي او هغوی بې دینه بولي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه طالب زندانیانو سره چې حکومت سم چلند کړی ده. هغوی سوله غواړي او نور نه غواړي چې بېرته اسلحه واخلي او جګړې ته دوام ورکړي خو بیا بله خوا د دوی هغه زندانیان چې دولت زندانونو کې ورسره سم چلند نه یي شوی، هغوی به هیڅ کله هم سولې ته چمتو نشي.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې ټول خوشې شوي طالب بندیان په خپلو کړو پښېمان وي، او جنګ او د افغانانو وژل ودروي. په سلو کې ۹۰ خوشې شوي طالب بندیان بیا د یادې ډلې له لیکو سره یوځای شوي او د موجود رژیم پر ضد یې وسلې راپورته کړي دي، او یو شمېر یې د افغان او امریکایي هوایي بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي.‌

ځواب ورکړئ