د ښځو حقوق

د بغلان چارواکو د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې د ښځو لاسته راوړنې په ګوته کړې

د هدایت الله راپور

په عکس کې، افغانانې د تلې په ۶مه په هرات کې د رایه اچونې په یوه مرکز کې د خپلو رایو د اچولو لپاره په کتار ولاړې دي. [هوشنګ هاشمي/اې اېف پي]

په عکس کې، افغانانې د تلې په ۶مه په هرات کې د رایه اچونې په یوه مرکز کې د خپلو رایو د اچولو لپاره په کتار ولاړې دي. [هوشنګ هاشمي/اې اېف پي]

کندوز -- په بغلان ولایت کې ښځو په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو راهیسې د نړۍ والې ټولنې په مرسته د پام وړ لاسته راوړني لري.‌

د بغلان د ښځو د چارو رییسې خدیجې یقین وویل، د تېرو دوه لسیزو په اوږدو کې، ښځو په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.‌

یقین وویل، «موږ د اغاخان بنسټ، د جرمني د نړۍ والو همکاریو د ټولنې (جي آی زیډ)، د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي)، د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې، اسیایي پرمختیايي بانک او نړۍ وال بانک په مرسته د ښځو د اقتصادي ښېرازۍ لپاره د مهارتونو د پراختیا پروژې تطبیق کړي، د ښځو د خوندیتوب لپاره ودانۍ (سرپناوې) جوړې کړي، د ښځو پارکونه جوړ کړي، د لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره د ښځو مارکېټونه او نورې اسانتیاوې جوړ کړي دي.»

هغې وویل، «د بغلان په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې له ۲۰۰۰ څخه ډېرو ښځو د خیاطۍ، قالین اوبدنې، مالدارۍ، باغدارۍ، د چرګانو روزنې او د لاسي صنایعو د مهارتونو له پروژو څخه چې د شریکباڼو موسساتو له خوا په بغلان کې تطبیق شوي دي، استفاده کړې ده، او دغو پروژو له ښځو سره مرسته کړې ده چې په ځان بساینې ته ورسیږي.»

دا عکس چې د تلې په ۱۰مه اخیستل شوی یوه افغانه (چپ) په داسې حال کې ښیي چې په کابل کې په یوه کوڅه کې یې د یوې بلې څادري والې ښځې تر څنګ ماشوم په غیږ کې نیولی دی.‌ [سجاد حسین/اې اېف پي]

دا عکس چې د تلې په ۱۰مه اخیستل شوی یوه افغانه (چپ) په داسې حال کې ښیي چې په کابل کې په یوه کوڅه کې یې د یوې بلې څادري والې ښځې تر څنګ ماشوم په غیږ کې نیولی دی.‌ [سجاد حسین/اې اېف پي]

هغې زیاته کړه، «د ښځو د چارو وزارت هوډ لري چې د زراعت کوپراتیفونو ته د قرضو د ورکولو او د ښځو او کورنیو د لا ښېرازه کولو له لارې د ښځو مالي وړتیاوو ته وده ورکړي.‌ دغه وزارت د راروان لمریز کار لپاره ډېر داسې پلانونه لري.»

هغې وویل، د داسې پروګرامونو په نتیجه کې، اوس کورنۍ چمتو دي چې خپلې ښځې او لوڼې وهڅوي چې له خپلو کورونو څخه بهر کار وکړي.

په حکومت کې د ښځو رول

یقین یاده کړه، «موږ ګورو چې ښځې د پوهنې ریاست، امنیه قوماندانۍ، د عامې روغتیا ریاست، بغلان پوهنتون، د والي د دفتر د جنسیت یا جندر څانګه او نورو حکومتي ادارو کې د ورونو تر څنګ کار کوي.»

هغې زیاته کړه، «په حکومتي دوایرو کې د ښځو د حضور په زیاتولو سربېره، موږ د کاري فرصتونو د رامنځته کولو داسې پروګرامونه جوړ کړي چې ښځې دې ته هڅوي چې په ټولنه کې خپل رول پراخ کړي.»

هغې وویل، په لیندۍ میاشت کې د بغلان د والي د دفتر له خوا ددغه ولایت ۳۰ دولتي ارګانو کې ترسره شوې یوې سروې ښودلې چې په دغه ولایت کې ۲۸٪ دولتي کارکونکي ښځې دي.‌

د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازي وویل، په سږ لمریز کال کې په حکومتي دوایرو کې د ښځو حضور پیاوړی شوی، او حکومت هڅه کوي چې ښځو ته د پرمختګ لا نور فرصتونه برابر کړي.

نیازي وویل، «د بغلان ښځې استعدادونه لري، او کولی شي چې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو او نورو برخو کې اساسي رول ولوبوي.»

هغه د ۱۳۹۷ د تلې د میاشتې ټاکنو ته په اشارې وویل، «موږ په پارلماني ټاکنو کې په دغه ولایت کې د ښځو پراخ حضور ولید او یو شمېر یې داسې وې چې ځانونه یې هم کانديد کړي وو

د ښځو ریاست د حقوقي چارو د څانګې رییسې اورانوس عاطفي وویل، پخوا د ښځو د چارو ریاست کې دولتي کارکونکو نشوای کولی چې د ښځو ستونزې او ننګونې په کافي اندازه حل کړي، خو اوس هغوی کولی شي چې له ټولو ولسوالیو څخه په اسانۍ سره مالومات راټول کړي.

عاطفي وویل، «موږ د اغاخان بنستټ په مرسته د بغلان ولایت د ۱۴ واړو ولسوالیو له جملې څخه د هرې ولسوالۍ لپاره یو د استقبالیې دفتر جوړ کړی، او په هر دفتر کې یوه ښځه توظیف شوې چې د ښځو ستونزې او مسئلې حل کړي.»

هغې وویل، «په ولسوالیو کې ښځو اړتیا لرله چې د کورني تاوتریخوالي، ناوړه چلند او ځورونې قضیې یې وڅېړل شي او د تذکرو، نکاح خطونو او نورو حقوقي اسنادو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وشي. اوس ښځې کولی شي چې د استقبال د دغو دفترونو له لارې هغه حقوقي مرسته چې هغوی ورته اړتیا لري ترلاسه کړي.»

هغې زیاته کړه، «په تېرو څو کالونو کې، د یوې لیرې پرتې سیمې اوسېدونکې ښځې دوسیې به ډېر وخت ته اړتیا لرله چې د ښځو د چارو ریاست ته ورسیږي، خو اوس د ولسوالیو په سطحه زموږ ځایي استازې په چټک ډول د ښځو ستونزو ته رسیدګی کوي.»

د ښځو د لاسته راوړنو خوندی ساتل

په بغلان کې یو شمېر ښځو په نړۍ واله ټولنه باندې غږ وکړ چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو لاسته راوړنې خوندی کړي او د ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په بغلان ولایت کې د مدني ټولنې یوې فعالې فرېبا حکیمي وویل، په تېرو ۱۰ کالونو کې ډېرو ښځو لوړ موقفونه ترلاسه کړي، او که ټولنه په ښځو باندې محدودیتونه ونه لګوي، هغوی کولی شي چې په ټولنه کې لا نور پرمختګ وکړي.

حکیمي وویل، «ډېرو ښځو بنسټونه یا ادارې جوړې کړي... څو داسې پروژې تطبیق کړي چې هغه د سلګونو بې کاره ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کوي.»

هغې وویل، «د څو کاله پخوا پرخلاف، اوس ښځې کولی شي چې د دغو دندو له لارې د خپلو ماشومانو او کورنیو لپاره د ژوند څوری وګټي، او د دغو لاسته راوړنو اعتبار هغه ملاتړ ته ور ګرځي چې افغان حکومت او نړۍ والې ټولنې برابر کړی دی.»

د بغلان پوهنتون یوې زده کړیالې شکریې فقیرزاده وویل، «موږ ګورو چې د سولې خبرې ښې پرمخ روانې دي.‌ موږ غواړو چې ښځې په بین الافغاني خبرو کې یو رول ولري څو هغوی وکولی شي چې له دواړو لوریو سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.»

فقیرزاده وویل، «افغانانې به هېڅکله هم بېرته په شا لاړې نشي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500