ديپلوماسي

طالبانو او افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د بندیانو د تبادلې د خبرو لپاره په کابل کې سره ولیدل

سلام ټایمز او ای اېف پي

د کندهار ځایي چارواکي د چنګاښ په ۲۲مه په کندهار ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې ۴۰ تنه طالب بندیان رسنیو ته ورښیي.‌ [د ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

د کندهار ځایي چارواکي د چنګاښ په ۲۲مه په کندهار ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې ۴۰ تنه طالب بندیان رسنیو ته ورښیي.‌ [د ولایت د رسنیو دفتر/فیسبوک]

کابل -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ وویل، افغان حکومتي چارواکو په لومړي ځل په کابل کې له طالبانو سره وکتل او د بندیانو د تبادلې په هکله یې خبرې اترې وکړې. د دغه کار هدف دا دی چې د سولې پروسه چې له خنډونو سره مخامخ شوې ده حرکت وکړي.‌

د افغانستان د ملي امنیت شورا په ټوېټر لیکلي، دواړو خواوو د سې شنبې په ورځ‌/د وري ۱۲مه/ سره ولیدل او پلان یې ونیو چې د نورو خبرو لپاره د وري په ۱۳مه بیا سره وګوري.‌ د سره صلیب نړۍ واله کمېټه د دغو خبرو نظارت کوي.‌

د امنیت شورا د وري په ۱۳مه وویل، «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې د لومړني تماس ګروپ پرون په کابل کې د طالبانو د یوه تخنیکي پلاوي کوربه توب وکړ او د بندیانو د خلاصون اړوندو موضوعاتو په هکله یې مخامخ خبرې ترسره کړې.»

یادې ادارې زیاته کړه، «دواړو لوریو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د منسوبینو او همدارنګه د طالب بندیانو د خلاصون په هکله مخامخ مذاکرات ترسره کړل.»

ښه پرمختګ

د افغانستان د ملي امنیت شورا د نړۍ والو چارو او سیمه ییزې همکارۍ لوی رییس احمد شجاع په ټوېټر وویل، دغې کتنې پنځه ساعته دوام وکړ او «هیئتونو ښه پرمختګ وکړ».‌

په ۱۳۸۰ کال کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو له خوا د طالبانو د نظام له نسکورولو څخه وروسته دا لومړی ځل وو چې هغوی کابل ته راوبلل شول چې له حکومتي چارواکو سره مخامخ وویني.‌

تر دې مخکې دواړو لوریو په یوه ویډیوکانفرانس کې د بندیانو په مسئله خبرې اترې کړې وې.‌

د طالبانو ویاند سهیل شاهین د وري په ۱۳مه په یوه ټویټ کې ولیکل، په کابل کې د قطر سفارت د طالبانو د هیئت کوربه توب کوي.‌

واشنګټن د کب په لومړیو کې په دوحه کې له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې امریکایي او بهرني عسکر د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې پورې له افغانستان څخه وځي، په دې شرط چې طالبان له کابل سره خبرې پيل کړي او په خپلو کړو ضمانتونو باندې ودریږي.‌

یاده هوکړه له افغان حکومت څخه -- چې د هوکړې په لاسلیکوونکیو کې نه وو -- غوښتنه کوي چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او له یاغیانو څخه غواړي چې په مقابل کې ۱۰۰۰ تنه حکومت پلوه بندیان خوشې کړي.

د طالبانو تاوتریخوالي ځنډ رامنځته کړ

په پام کې وه چې د بندیانو تبادله د کب په ۲۰مه ترسره شي او همدغه وخت د طالبانو او حکومت تر منځ خبرې پیل شي.

خو امنیتي وضعه وروسته له هغه خرابه شوه چې طالبانو د تاوتریخوالي کمول رد کړل او یو لړ بریدونه یې ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د یکشنبې په ورځ /د وري ۱۰مه/ د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۰ غړي ووژل شول.

د وري په ۱۳مه، د سړک د غاړې یوه بم په هرات ولایت کې د شپږو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷ ملکي کسان ووژل. مقاماتو د پېښې پړه په طالبانو باندې ور واچوله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان د انسانیت دښمنان دي، له دې امله هغوی باید خوشې نه کړای شي. زه باوري یم چې د طالبانو خوشې شوي ټول بندیان به د جګړې ډګرونو ته ورستانه شي او د جنګ تنور به لا نور ګرم کړي.

ځواب ورکړئ

اوس چې د طالبانو بندیان خوشې کیږي، دا شیطاني ډله به کله د بې ګناه افغانانو وژل ودروي؟ دا خونخور ګروپ د کرونا د بحران په ترڅ کې هره ورځ زمونږ د لسګونو هېوادوالو وینې بهوي.

ځواب ورکړئ