امنیت

طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو د رد په ترڅ کې په لسګونو افغان سرتیري ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو افغان سرتیری د تېر کال د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار د استخباراتو مرکز سره نږدې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو د یوه موټربمي برید د ساحې پلټنه ترسره کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یو افغان سرتیری د تېر کال د وږي په ۲۸مه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار د استخباراتو مرکز سره نږدې په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو د یوه موټربمي برید د ساحې پلټنه ترسره کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندوز --چارواکو د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۱مه/ وویل، طالبانو په دو بریدونو کې شاوخوا ۲۴ افغان پولیس او حکومت پلوه جنګیالي ووژل. دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره شول چې دواړه دښمن لوري د سولې د خبرو لپاره باید تیاری ونیسي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ای اېف پي ته وویل، په یوه پېښه کې چې د وري په ۱۰مه رامنځته شوه، یاغیانو په دغه ولایت کې د پولیسو له یوه مرکز سره ندې په څو پوستو باندې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه عسکر او ۱۳ تنه پولیس او حکومت پلوه ملېشه ځواکونه ووژل.

هغه وخت په یاده ودانۍ کې د واده مراسم روان ول، خو بریدګر مرکز ته ور ونه ورسېدل.‌

اسیر وویل، «پولیسو په زړورتیا سره دفاع وکړه او د لمانځنې مراسمو ته د طالبانو د ننوتلو مخه یې ونیوله.»

د تخار د ولایتي شورا یوه غړي محمد اعظم افضلي دغه شمېر لږ کم وښود او ویې ویل چې په دغه جګړه کې چې لږ تر لږه ۷ ساعته روانه وه ۱۷ تنه پولیس او حکومت پلوه ملېشه ځواکونه ووژل شول.

طالبانو په سملاسي توګه څه نه دي ویلي.‌

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، په ورته وخت کې په زابل ولایت کې د وري په ۱۰مه د طالبانو یوه برید لږ تر لږه ۶ تنه عسکر ووژل.

د کورنیو چارو وزارت وویل، څلور کسان د وري په ۱۱مه هغه وخت ټپیان شول چې په کابل ښار کې یوه موټر پورې نښلول شوی مقناطیسي بم وچاودېد.

په سملاسي توګه هیچا هم مسؤلیت نه دی منلی.‌

بین الافغاني خبرې

دا وروستۍ خونړۍ نښتې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پیلیدلو لپاره دپلوماتیکې هڅې روانې دي.‌

یاغیانو تېره میاشت په دوحه کې له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې په ترڅ کې منلې وه چې له حکومت سره به خبرې وکړي، خو دغه خبرې اترې د بندیانو د تبادلې په سر د شخړې له امله له خنډونو سره مخامخ شوې.‌

په پام کې وه چې دغه خبرې د کب په ۲۰مه په اوسلو کې پیل شي. خو اوس معلومه نه ده چې کله به پیل شي.

اورپکو د وري په ۹مه د افغان حکومت له خوا ټاکل شوی مرکچي پلاوی چې له یاغي ډلې سره به خبرې ترسره کوي هم رد کړ.‌

له څو میاشتو ځنډ څخه وروسته،‌ حکومت د وري په ۸مه د پنځو ښځو په ګډون یو ۲۱ کسیز ټیم اعلان کړ چې په را روانو خبرو کې برخه واخلي. چې یوه مېز ته د جګړه مارو ډلو د راټولولو او د متحده ایالاتو په مشرۍ د سولې د ستونزمنې پروسې د بېرته لارې ته سیخولو لپاره دا یو مهم ګام دی.‌

په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني یوه سلاکار وحید عمر د وري په ۱۰مه په ټوېټر ولیکل، «د افغانستان د مرکچي پلاوي په هکله د طالبانو موقف جالب دی. دا داسې دی لکه تاسو چې له یوه بل ټیم سره فوټبال مېچ ترسره کوئ او تاکید کوئ چې تاسو به پرېکړه کوئ چې په مخالف لوري کې باید څوک لوبه وکړي.»

هغه ولیکل، «طالب جانه، موږ خپل ټیم ټاکلی دی، ستا وظیفه دا ده چې خپل ټیم وټاکې. اوس د پچې اچونې وخت دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کرونا په افغانستان کې په یوه میاشت کې څلور کسان وژلي دي، په داسې حال کې چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ خونړیو جنګونو تېره میاشت په سلګونو خلک وژلي دي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان به، چې هره ورځ خپل په لسګونو هېوادوال وژني، سبا خدای پاک ته څه ځواب ووایي؟ پخوا هغوی بهانې کولې چې هېواد یې اشغال شوی او په هېواد کې یې بهرنیان دي. اوس بهرنیان له هېواد څخه وځي او هغوی له بهرنیانو سره توافق کړی چې یو په بل باندې به برید نه کوي، بیا نو ولې هغوی بې ګناه افغانان وژني؟‌ مرګ په دغه خونخور ګروپ چې په دې حساس وخت کې جنایتونه ترسره کوي‌.

ځواب ورکړئ

د تېرو لسو ورځو په ترڅ کې، کرونا د هېواد یوازې ۳ اتباع وژلي دي، خو په دې موده کې هغه وایرس چې حکومت د تېرو شلو کالو په ترڅ کې نه د دوست په توګه تعریف کړ او نه د دښمن په توګه، د هېواد ۱۰۰ تنه عسکر وژلي دي. د هغه وروستی مثال د تخار په خواجه غار کې د عسکرو ډله ییزه وژنه ده چې دوه ورځې مخکې ترسره شوه. د موازي حکومتونو تر منځ د ترینګلتیاوو په ترڅ کې، هېوادوال د یوه وایرس له امله په کورونو کې قرنطین شوي دي، خو نور وایرسونه په غټ شمېر کې له زندانونو څخه را خلاصول کیږي.‌ په دې هېواد کې انصاف او انسانیت مړ شوی دی. خلک له دغو شرایطو څخه ستړي شوي دي. د دې هېواد خلک ولې نه انسانان کیږي؟

ځواب ورکړئ