امنیت

د هرات اوسېدونکیو د ایراني قوماندان سلیماني له وژل کېدلو څخه ملاتړ څرګند کړ

د عمر راپور

د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د مرغومي په ۱۶مه په هرات ښار کې راټول شوي وو چې د جیګپوړي ایراني نظامي قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او له تهران څخه وغواړي چې له افغانستان څخه د خپلو نیابتي جګړود میدان په توګه کارول ودروي. [عمر]

هرات -- د هرات ولایت له ۱۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۶مه/ په هرات ښار کې راټول شول چې د جیګپوړي ایراني پوځي قوماندان له وژل کېدلو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او له تهران څخه وغواړي چې له افغانستان څخه د خپلو نیابتي جنګونو د میدان په توګه کارول ودروي.

د هرات اوسېدونکیو وویل چې هغوی د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژلو هرکلی کوي. نوموړی د مرغومي په ۱۳مه په عراق کې د متحده ایالاتو د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

اعتراض کوونکیو وویل چې د ایران رژیم او سلیماني د هغو زرګونو افغانانو د وژلو مسؤل دی چې د فاطمیون لوا په نامه د اسلامي انقلابي ګارډ په واحد کې یې استخدام کړي ول. دغه جنګیالي په یو شمېر هېوادونو او په ځانګړې توګه سوریه کې د رژیم په نیابتي جنګونو کې ووژل شول.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې صبریه نوروزي د والي د دفتر مخې ته لاریون کې وویل، «د سلیماني وژل به موږ افغانانو ته اجازه راکړي چې خپلې بېخبنایي پروژې لکه بندونه تطبیق کړو. افغانان باید نور د سوریې په جنګ کې برخه وانه خلي، او خپل اصلي موقف ته چې د نورو په جنګ کې برخه نه اخیستل دي بېرته راوګرځیږي.»

په انځور کې، د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني په داسې حال کې ښودل شوی چې د زمري په میاشت کې په تهران کې په یوه پروګرام کې یې برخه اخیستې څو په سوریه کې د وژل شویو کسانو درناوی پرځای کړي. سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې ووژل شو.

په انځور کې، د قدس ځواک قوماندان تورن جنرال قاسم سلیماني په داسې حال کې ښودل شوی چې د زمري په میاشت کې په تهران کې په یوه پروګرام کې یې برخه اخیستې څو په سوریه کې د وژل شویو کسانو درناوی پرځای کړي. سلیماني د مرغومي په ۱۳مه په بغداد کې ووژل شو.

په دې انځور کې چې د مرغومي په ‍۱۶مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې لاریونوال په عراق کې د وژل شوي جیګپوړي ایراني قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه خپل ملاتړ څرګندوي او غوښتنه کوي چې د ایران رژیم دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ودروي. [عمر]

په دې انځور کې چې د مرغومي په ‍۱۶مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې لاریونوال په عراق کې د وژل شوي جیګپوړي ایراني قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدلو څخه خپل ملاتړ څرګندوي او غوښتنه کوي چې د ایران رژیم دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ودروي. [عمر]

هغې زیاته کړه، «موږ د هغو خلکو د وژلو ملاتړ کوو چې افغانان وژني، ځکه چې افغانان هم انسانان دي او د ژوند کولو حق لري. موږغواړو چې هغه کسان چې د افغانانو د ژوبلولو هڅې کوي هغوی هم ژوبل کړای شي.»

یو بې پرې هېواد

نوروزي زیاته کړه، «د ایران او متحده ایالاتو تر منځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدلو سره، موږ اندېښنه لرو چې د افغانستان امنیتي وضعه به بدتره شي. افغانستان یو ناپېیلی هېواد دی، او ایران دا حق نه لري چې زموږ له خاورې څخه د خپلو نیابتي جنګونو لپاره کار واخلي

د لاریون یوه برخه وال او په هرات ښار کې د مدني ټولنې فعال امېد ناب په ایراني رژیم باندې غږ وکړ چې د خپلو نیابتي جنګونو لپاره له افغانستان څخه د جنګ میدان جوړولو څخه ډډه وکړي.

هغه وویل، «په منځني ختیځ کې وروستي بدلونونه چې د سلیماني له وژل کیدلو څخه وروسته رابرسېره شول افغانان وارخطا کړي چې ښایي ایران د افغانستان خاوره د خپلو نیابتي جنګونو د ترسره کولو لپاره وکاروي.»

هغه زیاته کړه، «موږ له متحده ایالاتو څخه غواړو چې له افغانستان سره د شوي تړون پر بنسټ، هېڅ هېواد ته هم اجازه ورنکړي چې زموږ خاوره د خپلو نیابتي جنګونو لپاره وکاروي.»

ناب وویل، «موږ اندېښنې لرو چې ایران د افغانستان خاوره د خپلو ګټو د ترلاسه کولو او متحده ایالاتو ته د زیانونو رسولو په موخه کاروي، خو موږ له ایران څخه غواړو چې د یوه مسلمان هېواد په توګه چې موږ سره شریکه ژبه او کلتور لري، د افغانستان خاوره دې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره نه کاروي.»

ناب وویل، د سلیماني مرګ په هرات ولایت کې په امنیتي وضعه باندې تاثیر درلود، او افغانان -- په ځانګړې توګه د لوېدیځې حوزې اوسېدونکي -- اندېښنه لري چې په راتلونکي کې به څه پېښېږي. نوموړي زیاته کړه چې افغانان د یوې نوې جګړې د ترسره کولو توان نلري.

د ثبات پیاوړتیا

ځینې افغان شنونکي وایي چې سلیماني په منځني ختیځ کې د نا ارامۍ د رامنځته کولو سرلاری وو او ځینې وختونه یې دا کار په افغانستان کې هم د ترهګرو ډلو په مرسته ترسره کاوه، او وایي چې د هغه مړینه د سیمې د امنیت او ثبات په وده کې یو مهم ګام دی.

په هرات ښار کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، د سلیماني مرګ په سیمه کې د ایراني رژیم نفوذ کموي.

هغه وویل، سلیماني «د لیبیا، یمن، سوریې او عراق په څېرد منځني ختیځ هېوادونو کې د بحرانونو ډیرولو او د متحده ایالاتو او لویدیځ د ګټو په زیانمنولو کې یو مهم رول لوباوه.»

هغه زیاته کړه، «د سلیماني وژنه په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي خپرېدل کموي، د بېلابېلو ګروپونو لپاره د ایران د حکومت د استخدام هڅې محدودوي او د سیمې د سولې او ثبات ... لپاره مثبتې پایلې رامنځته کوي.»

په واشنګټن کې د سیاسي چارو یوه شنونکي خلیل پارسا وویل، د اسلامي انقلابي ګارډ قدس ځواک چې د سلیماني تر قوماندې لاندې یې فعالیت کاوه له نژدې ۲۰ کالونو راهیسې د افغانستان په داخلي مسایلو کې لاسوهنه کوله.

پارسا وویل، په وروستیو کالونو کې دغې ډلې د وسلو او پیسو د ورکولو له لارې له طالبانو څخه ملاتړ کاوه.

پارسا زیاته کړه، «په تهران کې د ایراني او طالب مقاماتو ګډ ملاقاتونه له طالبانو څخه د دغه هېواد ښکاره ملاتړ څرګندوي. اسلامي انقلابي ګارډ طالبانو ته استخباراتي او مالي ملاتړ برابروي.»

هغه وویل، «سلیماني په سوریه کې د جنګ مشري پرغاړه لرله چې په زرګونو افغانانو په کې د فاطمیون د غړو په توګه ژوند له لاسه ورکړ. اسلامي انقلابي ګارډ په ایران کې د افغان کارګرو له نهیلي وضعیت څخه ناوړه استفاده کوي او هغوی مجبوروي چې په سوریه او نورو هېوادونو کې په خونړیو جنګونو کې برخه واخلي.»

پارسا وویل، قدس ځواک ډېر ځلې هڅې کړي چې د بندونو په څېر لویې افغاني پروژې ویجاړې کړي او په دې توګه د ایران ګټې خوندي کړي. هغه زیاته کړه، په وروستیو کالونو کې ترهګرو ډلو چې له ایران څخه ملاتړ ترلاسه کوي څو ځلې د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د اوبیزې برېښنا په بندونو باندې بریدونه ترسره کړل.

هغه وویل، «کله چې د افغانستان په لویدیځ او جنوب ختیځ کې د اوبیزې برېښنا بندونه جوړ شي، د افغانستان سیندونه به له ایران څخه راوګرځول شي. اسلامي انقلابي ګارډ ډېر ځلې هڅې کړي چې طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو ته د پیسو او وسلو د ورکولو له لارې د دغو بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي.»

د ایران له خوا د ویجاړوونکو هڅو مخنیوي

په هرات ولایت کې مقاماتو وویل، امنیتي ځواکونه په دې کار کوي چې د هر ډول نیابتي جنګونو او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، افغان ځواکونه به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم کروپ له خوا د ګاونډیو هېوادونو د ګټو د ساتنې لپاره وکارول شي.

فرهاد وویل، «افغانستان په سیمه او ټوله نړۍ کې له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ساتي، او موږ به اجازه ورنه کړو چې افغانستان د ځینې ګاونډیو هېوادونو لپاره د جنګ میدان وګرځي.»

هغه وویل، «ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه زموږ ګاونډیان باید داسې کاروکړي چې افغانانو ته زیان و نه رسوي.»

فرهاد زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه په ولسوالیو او کلیو کې د ترهګرو ډلو په ویجاړولو بوخت دي، او کولی شي چې د ګاونډیو هېوادونو او هغو ډلو له خوا چې ګاونډیان یې ملاتړ کوي هر ډول رامنځته شوي ګواښ ته ځواب ورکړي.

هغه وویل، «افغانانو له کالونو راهیسې ثابته کړې چې سوله غواړي. هغوی به هېڅکله هم ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه افراطي ډلو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ځینې هېوادونو د نیابتي جنګونو لپاره وکاروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

عجيبه لوبه: خپل يو وتلی جنرال يې پرې وواژه، شور وغوغا يې شروع کړه. له دړکو يې داسې ښکارېده چې امريکا بس تباه کېدونکې ده. خو د جنرال په جنازه کې يې 52 پخپله د پښو لاندې کړل او ويې وژل. او شور يې جوړ کړ چې انتقام اخلو، هلته يې د عراقي حکومت په ذريعه امريکايي پوځيان خبر کړل چې يو اړخ ته شئ چې موږ ته د اوړو پوزې جوړولو اجازه ترلاسه شوې ده. ميزايل ويشتونکي، يعنې چلوونکي يې بيا دومره اناړيان او جاهلان وو چې د سپرلۍ طياره يې کروز ميزايل يا جنګي طياره وګڼله او ويې ويشتله چې 176 بې ګناه مسافر يې په کې ووژل چې 82 په کې ايرانيان وو. بيا يې سهار د مخ وینځلو څخه د مخه دروغ وويل چې طياره پخپله تباه شوې ده. بله ورځ يې بيا اعتراف وکړ چې طياره موږ په خطا سره ويشتلې ده او هغه هم هله چې د کاناډا صدراعظم له حقيقته پرده پورته کړه نو لوستونکو! په دې کيسه کې ټول ټال 135 ايرانيان او نږدې 94 بهرنيان ووژل شول چې 13 په کې زموږ هیوادوال هم وو. خو په ټوله لانجه کې د امريکا يو مږک يا پېشو هم نه دي وژل شوي! نو دې ته قوت وايي، دې عمل ته اِعداد وايي، هغه چې مسلمان هېر کړی دی. دې ته ليډرشپ وايي چې مسلمانان يې نه لري، بلکې مسلمانان په خپلو کې اخته دي، په يوه هېواد کې دننه هم يو بل نه زغمي او د هېوادونو مشران يې بيا نور هېوادونه نه زغمي، ښه ژوند ته يې نه پرېږدي. په مظلومانو کې تر ټولو غوره او څرګند مثال موږ يو چې د کلمه شريک ګاونډيانو له لاسه تر څلوېښتو کالو زيات په اور کې سوزو، حال دا چې موږ به ورته ضرر هم نه وي رسولی. خو اصل وجه دا ده چې موږ پخپله د نورو تبر ته لاستي جوړ شوي يو او د هغو په تبرونو ټوټه ټوټه کېږو، فإلی الله المشتکی و به نستعين. مفتی صیب عبدالولي

ځواب ورکړئ

مرګ په ترهګر ایران. ایران یو ویجاړ شوی هېواد دی، هغه نور له منځه تللی دی.

ځواب ورکړئ

اوښ په خوب کې پوندانه ګوري، ځینې وختونه یې په ډکه خوله خوري او ځینې وختونه یې یوه یوه خوري. (شعر)
خو مطمئن اوسئ چې افغانستان به له ایران څخه مخکې ویجاړ شي، او یو ولایت به هم بل ګاونډی ولایت ونه ویني.

ځواب ورکړئ