امنیت

استخباراتي راپورونه ښیي چې تهران په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی، امریکایي عسکر د بګرام هوایي ډګر کې د څرخکو تر څنګ په موټر کې روان دي. [جیویل صمد/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۱۲مه اخیستل شوی، امریکایي عسکر د بګرام هوایي ډګر کې د څرخکو تر څنګ په موټر کې روان دي. [جیویل صمد/ای اېف پي]

کابل -- سي اېن اېن د دوشنبې په ورځ /د زمري ۲۷مه/ د متحده ایالاتو د استخباراتو له قوله راپور ورکړ چې ایرانی رژیم، هغسې چې د ادعاوو له مخې کریملېن کړي وو، طالبانو ته د انعامونو وړاندیز کړی وو چې په افغانستان کې په امریکایي او ایتلافي عسکرو باندې بریدونه ترسره کړي.

سي اېن اېن وویل، متحده ایالاتو د لیندۍ په میاشت کې له کابل سره نږدې د بګرام هوایي ډګر څخه بهر په یوه ودانۍ باندې د برید په ګډون تېر کال شپږو حملو پورې تړلي تادیات معلوم کړي دي.

سي اېن اېن وویل، هغه برید چې دوه افغان ملکیان یې ووژل او څلور امریکایان یې ټپیان کړل، د متحده ایالاتو - طالبانو د سولې مذاکرات له لنډمهالي ځنډ سره مخامخ کړل.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د سي اېن اېن دغه راپور نه تایید او نه هم رد کړ.‌

د پنتاګون یوه ویاند جګړن راب لوډیویک وویل، دغه وزارت د استخباراتو په هکله د داخلي بحثونو جزیات نه افشا کوي.

خو هغه زیاته کړه چې دغه وزارت «په مکرره توګه، هم په عام ډول او هم په خصوصي ډول، غوښتنه کړې چې ایران دې په منځني ختیځ او ګرده نړۍ کې له دښمنۍ او بې ثباته کوونکي چلند څخه لاس واخلي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران د دښمني ډوله نفوذ هدف دا دی چې د افغانستان د سولې پروسه کمزورې کړي او تاوتریخوالي او دښمنۍ ته دوام ورکړي.»

د غبرګولي په میاشت کې، امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې استخباراتي معلومات ښیي چې د روسیې رژیم طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو په سر د انعامونو وړاندیز کړی وو.

د ایران په رژیم باندې تور دی چې د دوه مخالفو ډلو -- طالبانو او فاطمیون لوا -- حمایت کوي ترڅو په افغانستان کې بې ثباتي او ګډوډي رامنځته کړي.

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي امین الله شارق وویل، «له طالبانو او د فاطمیون جنګیالیو څخه، چې په سیاسي، مذهبي او ایډیالوژیک ډول یو د بل مخالف دي، د ایران ملاتړ ښیي چې ایران په افغانستان کې د انارشیزم او بحران پالیسي تعقیبوي او مدیریت یې کوي ترڅو خپلې امنیتي، اقتصادي او سیاسي موخې ترلاسه کړي.»

فاطمیون لوا داسې یوه ملېشه ده چې له افغانانو څخه تشکیل شوې او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا تمویل، تربیه او تجهیز کیږي.‌

له طالبانو سره په اړیکو اعتراف

په عین وخت کې، تهران له طالبانو سره په اړیکو لرلو او د سولې د پروسې پر وړاندې په مخالفت باندې اعتراف کړی دی.‌

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې چې د چنګاښ په ۲۹مه خپره شوه، وویل، «موږ له طالبانو سره اړیکې لرو، او هغوی له ایران څخه لیدنه وکړه، چې هلته موږ له هغوی سره کتنې درلودلې

هغه زیاته کړه، «موږ له څو کالونو راهیسې د طالبانو په ګډون له بېلابېلو ګروپونو سره اړیکې لرلې، او موږ د بېلابېلو موضوعاتو په هکله له هغوی سره خپل نظرونه شریک کړي دي.»

هغه تایید کړه چې، د هغه حکومت د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ نه کوي.

په کابل کې د سیاسي ګوندونو، ټولنیزو موسساتو او د مدني ټولنې د موسساتو د همغږۍ د ملي پیوستون د کمېسیون رییس ابراهیم رحیمي وویل، «موږ وینو چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په اوپراتیفي او ویجاړوونکیو ګروپونو باندې غټې پانګونې کړي دي، او په فاطمیون او طالبانو دواړو کې له افغانانو څخه استفاده کوي چې په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې پرې خوندي کړي.»

رحیمي وویل، «ایران په تېرو ۴۰ کالونو کې په افغانستان کې په جنګونو کې ښکېلو ګروپونو ته مالي او پوځي ملاتړ برابر کړی دی او هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل ګوډاګی رژیم واک ته ورسوي، او اوس، په یو وخت فاطمیون او طالبانو سره د مرستې کولو له لارې، غواړي چې دغه هدف ترلاسه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو فکر چې زمونږ په خلکو کې غلط روزل شوی وو اوس د تغیر په حال کې دی. زمونږ خلکو به د پاکستان او هندوستان د مقایسې پر وخت فکر کاوه چې پاکستان د اسلام او مسلمانانو وطن دی او هندوستان د هندوانو وطن دی نو که جنګ او جنجال راځي مونږ باید د پاکستان په لوري ودریږو او ملاتړ یې وکړو، لاکن دا خبره چورلټه غلطه ده ځکه په کوم شمېر مسلمانان چې په پاکستان کې اوسیږي تقریبا همدومره په هندوستان کې هم دي. بله خبره د امریکا او د ایران موضوع ده. زمونږ یو شمېر خلک فکر کوي چې ایران یو اسلامي او امریکا غیر اسلامي هیواد دی لاکن مونږ باید دې ټکي ته متوجه اوسو چې ایران او پاکستان دواړو په شریکه د افغانستان پخوانۍ مجهزه ملي اردو او نور نظامي تاسیسات وران کړل خو امریکا او اروپایي هیوادونو زمونږ ملي اردو، پولیس او نور نظامي تاسیسات بیا جوړ کړل او په ډېر افسران او پیلوټان یې وروزل.

ځواب ورکړئ

دا حیرانوونکې ده چې له تېرو ۱۸ کالو راهیسې، د هرات، فراه، نیمروز او هلمند چارواکو نړۍ او متحده ایالاتو ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې او همدارنګه د امریکایانو او افغان امنیتي ځواکونو د وژلو لپاره د طالبانو د تجهیز او تمویل په هکله خبرې کولې، او د ثبوت لپاره یې د ملي او بین المللي رسنیو له لارې کره او معتبر شواهد وړاندې کول، خو امریکا کڼه او ړنده وه. اوس څه وشول چې متحده ایالات له اتلسو کالو څخه وروسته د افغان امنیتي ځواکونو خبرې تکراروي؟ د متحده ایالاتو حکومت یو ښه دوست نه دی او باید چې باور پرې ونشي. یوازې ملي وحدت کولی شي چې افغان ولس د متحده ایالاتو او نړۍ له احتیاج څخه خلاص کړي.‌

ځواب ورکړئ

دا بلکل واقعیت ده چې ایران طالبانو ته د امریکایی سرتېرو وژلو په بدل کې پیسې ورکوي. ځکه ایران د امریکې دښمن ده او ایران نشي کولی چې امریکا کې خپل دښمن یعنی امریکا نه خپل غچ واخلي. ایران په ډیره ساده ګی کولی شي چې د افغانانو په واسطه امریکا په افغانستان کې کمزورې کړي. د ایران صرف پیسی مصرفیږي. نه یې پوځ وژل کیږي او نه یې ملکی خلک تباه کیږي. که افغانستان کې طالب هم ووژل شي، ایرن په ګټه ده او که امریکایي پوځیان هم ووژل شي ایران پې خوشالیږی.

ځواب ورکړئ

افغانستان د سیمې د هېوادونو د نیابتي جنګونو په ډګر باندې بدل شوی دی. ټول هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې خپلې سیالۍ یا دښمنۍ ترسره کړي. د دې جنګ قربانیان د متحده ایالاتو، روسیې یا ایران خلک نه دي، بلکې د دغو دښمنیو قربانیان د افغانستان غریب خلک دي. په افغانستان کې باید داسې یو قوي حکومت جوړ شي چې د دغو نیابتي جنګونو مخه ونیسي او هیچاته هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه په کوم هېواد یا خلکو باندې برید ترسره کړي.‌

ځواب ورکړئ

دا راپورونه هسې مسخره دي. د تېرو شلو کالو په ترڅ کې د طالبانو جنګ د څه لپاره وو؟ جنګ د امریکایانو پر ضد وو. که ایران یا روسیې طالبانو ته پیسې نه وای ورکړې، آیا هغوی به امریکایي عسکر نه وای وژلي؟‌ د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې، طالبانو هڅه کوله چې په افغانستان کې متحده ایالاتو ته ماتې ورکړي او متحده ایالات له افغانستان څخه وباسي، او بالاخره طالبان بریالي شول چې متحده ایالات له افغانستان څخه وباسي. او وروسته له هغه چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، بیا تر اوسه پورې هغوی هېڅ امریکایي عسکر نه دی وژلی. آیا تاسو فکر کوئ چې که روسیه او ایران اوس طالبانو ته پیسې ورکړي هغوی به امریکایي عسکر ووژني؟‌ البته چې نه. په دې کې شک نشته چې طالبانو د روسیې او ایران په شمول هېوادونو څخه پیسې ترلاسه کړې چې خپلې جنګي سرچینې پرې تمویل کړي.‌ دا پيسې یوازې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره نه وې. دا پیسې د دې لپاره وې چې متحده ایالات مجبور کړي چې له افغانستان څخه وځي ځکه چې د روسیې او ایران په څېر د ځینې هېوادونو ګټو دا ایجابوله چې امریکا له افغانستان څخه وځي، نو د استخباراتي ادارو له خوا د داسې راپورونو خپرول بې اساسه دي او په افغانستان کې به وضعه ډېره خرابه کړي. اوس په افغانستان کې د سولې لپاره یو کوچنی فرصت برابر شوی دی. که چېرې متحده ایالات بیا د طالبانو پر ضد جنګ پیل کړي، د افغانستان وضعیت به د پخوا په نسبت بدتر شي.‌ د افغانستان جنګ پوځي حل نه لري. د سولې د ټینګولو لپاره باید هڅې وشي.‌

ځواب ورکړئ