امنیت

افغان چارواکي په طالبانو باندې د 'بشپړې بریا' وړاندوینه کوي

د سلیمان له خوا

د افغان ملي اردو یوهوایي تاکتیکي کنترولر د اکتوبر په ۱۸ مه په لوګر ولایت کې د روزنې په یو مشن کې د نا لیدونکي افغان پیلوټ سره مخابره کوي. [وکیل کوهسار/ ای ایف پي]

د افغان ملي اردو یوهوایي تاکتیکي کنترولر د اکتوبر په ۱۸ مه په لوګر ولایت کې د روزنې په یو مشن کې د نا لیدونکي افغان پیلوټ سره مخابره کوي. [وکیل کوهسار/ ای ایف پي]

کابل -- افغان چارواکي هیله مند دي چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه (ای اين ډي ايس ايف) به په راتلونکي کال کې په طالبانو باندې 'بشپړه بریا' ترلاسه کړي.

د ملي امنیت د شورا په یوه بیانیه کې د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت مشاور، محمد حنیف اتمر د دسمبر په ۲۸ مه وویل، "[لمریز] کال ۱۳۹۶ [مارچ ۲۰۱۷- مارچ ۲۰۱۸] به د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د طالبانو او نورو هغه ترهګریز ډلو چې د افغانستان د ولس او دولت پرضد کار کوي، خلاف د بشپړې بریا کال وي.

په دغه بیانیه کې وویل شو، "په راتلونکي کال کې به د افغانستان دښمنانو ته په بشپړه توګه ماتې ورکړل شي او وروسته له هغې به په هیواد کې د خوشحالۍ، سولې، پرمختګ او اصلاح اساسي پروګرامونه پیل شي.

'د طالبانو د له منځه وړلو پلانونه'

د دفاع وزارت هم راتلونکی کال د طالبانو د شکست کال وبللو.

"د دغه وزارت ویاند جنرال محمد رادمنیش وایي، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه (ای اين ډي ايس ايف) د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ستر پلانونه لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "مونږ ته په دې ورستیو وختونو کې د پام وړ استخباراتي تکنالوژۍ راکړل شوي دي." په دې تکنالوژۍ سره به زمونږ د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه (ای اين ډي ايس ايف) د طالبانو فعالیتونه معلوموي او له منځه وړي.

رادمنیش طالبانو ته په شکست ورکولو کې د افغان د هوایي ځوک رول څرګند کړو.

هغه وویل، "هغه افغان پیلوټان چې اوسمهال په چیک جمهوریت، یونایټیډ عرب اماراتو او متحده ایالتونو کې زده کړې ترلاسه کوي، به ژر د افغان هوایي ځواک په صفونو کې شامل کړل شي."

هغه وویل، "د دې پیلوټانو په شاملیدو سره به زمونږ نړیوال ملاتړي زمونږ هوایي ځواک ته ۲۰ سپر ټوکنو جنګي الوتکې او ۵۰ جنګي هیلي کوپترې ورکوي.

هغه وویل، په دغه تجهیزاتو او روزنې سره به "زمونږ هوایي ځواک وتوانیږي چې په اسانۍ سره د طالبانو د کمانډ او کنټرول مرکزونه او کمانډران له منځه ویسي."

رادمنیش وویل، "د طالبانو خلاف به عسکري فعالیتونه او بریدونه لا نور هم زیات شي." "د افغانستان ملي اردو ځانګړي ځواکونه به د شپې له خوا د طالبانو د کمانډ او کنټرول مرکزونو خلاف خپل بریدونه سخت کړي."

هغه وویل، "سترې هیډکواټرې به د جګړې ډګرونه ته بدل کړی شي او له دغه ځایونو څخه به مونږ د طالبانو د له منځه وړلو عملیات پیل کړو." "د طالبانو د خوندي پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره به مونږ ستره استخباراتي تکنالوژي کاروو او هغه سیمو ته به زیات ځواکونه واستول شي کوم ځای چې طالبان شتون لري او کله چې هم مونږ طالبان مومو، په هغوی به سختې هوایي او ځمکي بریدونه کوو."

هغه وویل، د ناټو د پریکنده مرستې د پروګرام د لاندې هم د افغان اردو روزنه کامیابه ده.

طالبان د مالي بحران او په خپلو کې د بیلیدو سره مخ دي

همداډول، رادمنیش وویل، "مالي بحران طالبان تر دې حده کمذوري کړي دي چې هغوی ته په اسانۍ سره د جګړې په ساحه کې ماتې ورکول کیږي.."

هغه وویل، "[دغه حالت] په دې حقیقت کې لیدل کیدی شي چې حتی د هلمند ولایت په شان سیمې چې مخکې د طالبانو مرکزي ځای ګڼل کیدو، اوس هلته هم هغوی د خپلو مخکیني فعالیتونو ترسره کولو وړ نه دي."

هغه وویل، "د افغان حکومت له خوا د ستر ستراتیژیکي عسکري پلانونو په عملي کولو سره په راتلونکي کال کې د طالبانو شکست نږدې دی.

په کابل کې میشت د جګړې او اردو کارپوه، اسدالله والولجي هم د طالبانو د ختمیدو وړاندوینه وکړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "کله چې طالبان د مالي ستونزو سره مخامخ شو، د هغوی شکست ډیر احتمالي دی."

"په راتلونکي کال یا کلونو کې د هغوی د شکست دوهم علت د هغوی په خپلو کې تقسیمیدل دي، "هغه وویل. "لکه څنګه چې اوسمهال طالبان بیل بیل مشران لري، دوی پخپلو کې په ګڼ شمیر برخو کې تقسیم شوي دي او له یو بل سره دښمني کوي. مونږ په هلمند، زابل، اروزګان، هرات، فریاب او بادغیس ولایتونو کې د هغوی پخپلو کې شخړې او وژنې لیدلې دي."

والولجي وویل، "کوم فکتور چې د طالبانو د له منځه وړلو سبب جوړیږي، هغه د خپلو پرسونلو له لاسه ورکول دي، [ځکه چې دې ګروپ] ته ډیر زیان او تلفات رسیدلي دي."

د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو (ای اين ډي ايس ايف) سرچینې او ملاتړ زیاتیږي

د هیواد د امنیت او دفاع په برخه کې د مشرانو د جرګې د غړي ګل احمد اعظمي له مخې، د طالبانو مالي سرچینې د سخت بحران سره مخ دي، په داسې حال کې چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو (ای اين ډي ايس ايف) سرچینې زیاتیږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "د هرې ورځ په تیریدو د طالبانو شکست نور هم نږدې ښکاري."

هغه وویل، د طالبانو ملاتړو هغوی ته مالي او عسکري مرسته ورکول پريښودې دي، په داسې حال کې چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو (ای اين ډي ايس ايف) مرسته په ټولو نړیوالو غونډو کې زیاتیږي.

اعظمي وویل، "د وارسا [د جولای] په ورستۍ غونډه کې د افغانستان نړیوالو ملاتړو ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۰ پورې به ۵ بلیونه امریکایي ډالره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو (ای اين ډي ايس ايف) د مرستې لپاره ورکوي." په دې سره به د طالبانو شکست او د امنیتي ځواکونو پریکنده بریا یقیني شي."

د هلمند ولایت د والي پخواني مرستیال محمد جان رسول یار وویل، " [په مۍ کې] د ملا اختر محمد منصور له مړینې او د دغه ډلې د مالي کمذورۍ وروسته طالبان د خپلې جګړې کولو محرک له لاسه ورکړی."

هغه سلام ټایمز ته وویل، "شواهد ښیي چې ډیر وخت مخکې طالبان د جګړې په میدان کې ډیر کمذوري شوي وو." هغه زیاته کړه، یاده ډله د ستر عملیاتو او بریدونو کولو توان اوس نه لري.

هغه وویل، "طالبان یو تقسیم شوی ګروپ دی چې مالي ملاتړ نه لري." "په دې کې هیڅ شک نشته چې دوی به ماتې وخوري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500