کابل -- په تیرو څو کالو کې افغانستان په تدریجي توګه د زعفرانو تولید په دې هیله زیات کړی چې د افیونو تولید کم کړي، د نشه یي توکو د قاچاق څخه د طالبانو د عایداتو مخنیوی وکړي او افغان بزګرانو ته د ښه عایداتو لپاره لار برابر کړي.
حکومت وایي، زعفران چې د نړۍ ترټولو ګران بیه مساله ده، د افیونو د ځای نیولو پوتانسیال لري او د طالبانو سوداګرۍ ته د پای ټکی کيښودلی شي.
د لندن تیلي ګراف له مخې، په ۲۰۱۴ کې په بریتانیه کې د زعفرانو د یو ګرام قیمت ۵.۲ ډالر (۴۲۶.۲ افغانۍ) وو.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت (ايم ای آی ايل)، د دغه قیمتونو څخه په تشویقیدو د غیرقانوني افیونو پر ځای د بدیل په توګه د زعفرانو د تولیدو ترغیب ورکوي..
دغه وزارت د ډسمبر په ۱۹ مه په خپل یو بیان کې وویل، په تیر شوي ۱۵ کالو کې بزګرانو هر کال ۱۰۲۰ هیکتاره زعفران کرلي.
د کرنې وزیر، اسدالله ضمیر په یوه خبري کانفرانس کې په کابل کې په دې وروستیو کې وویل، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت (ايم ای آی ايل) له طرف نه افغان بزګرانو ته د ورکړل شوي تخنیکي، مالي او روزنیز مرستې له کبله یوازې په ۲۰۱۶ کې د زعفرانو تولید د دوه چنده نه هم زیات شوی.
هغه وویل، اوس په کومه ځمکه چې زعفران کرل کیږي، هغه ۲۸۱۱ هیکتاره ده -- چې په دې کې۲۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی.
هغه وویل، ۱۷۹۱ هیکتاره نوي کرنه "ثابتوي چې اوس افغان بزګران د مخکې وختونو په پرتله زیات قانوني تولیدات کري."
هغه وویل، "حکومت غواړي چې د بزګرانو سره د زعفرانو د کرنې او ریبنې په برخه کې مرسته وکړي." "په دې سره به په راتلونکي کلونو کې د زعفرانو په مقدار او کیفیت کې زیاتوالی راشي."
ضمیر وویل، د زعفرانو زیاته کرنه به بزګران د افیونو د کرلو څخه وساتي.
بزګرانو ته د مستقیماً خطاب کولو په وخت ضمیر وویل،"د قانوني فصل په کرلو سره به تاسو زیاتې پیسې او دولتي مرسته ترلاسه کړئ او پرته له قانوني پلي کوونکو ادارو له ویرې به په خپله ځمکه کار کوئ."
هغه وویل، دغه وزارت ژمن دی چې بزګران به حمایه کوي او د هغوی سره به د مالي مرستې، یخ ګودام، تخمونو، روزنې د اسانتیاو او نوي طریقو د پروسه کولو په برخه کې مرسته کوي.
هغه وویل، دغه دوامداره مرسته به بزګرانو ته د خپلو تولیداتو صادرولو لپاره لاره هواره کړي.
دا د بزګرانو او امنیت دواړو لپاره ښه دی
د کابل پوهنتون ښوونکی او د اقتصاد کار پوه تاج محمد اکبر سلام ټایمز ته وویل، "افغان حکومت او بزګران زعفران د افیون يو ښه بدیل ګڼي او په دې وروستي کلونو کې بزګران په بریالۍ سره د افیونو څخه زعفرانو کرلو ته اوړیدلي دي.
اکبر وایي چې هغه د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت (ايم ای آی ايل) د هڅو ستاینه کوي چې د افغانستان هیواد د کوکنارو څخه نجات ورکړي او په ولس یې غږ وکړ چې له حکومت سره په دې مقصد پوره کولو کې مرسته وکړئ.
اکبر وویل، د زعفرانو په تولید کې ډیر زیاتوالی یوازې یو ستر اقتصادي او کرنیز بریا نه ده بلکې دا د پام وړ امنیتي اغیزې هم لري.
هغه وویل، د کوکنارو څخه د افغانستان خلاصون به یاغیان له منځه ویسي او هیواد ته به ثبات راوړي، ځکه چې طالبان او نور اورپکي ګروپونه زیاتره د افیون او نور غیرقانوني تولیدانو څخه په ترلاسه شوي فنډونو تکیه کوي.
د دفاع وزارت (ايم او ډي) وویل، د زعفرانو په کرنې سره به افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه (ای اين ډي ايس ايف) وتوانیږي چې په نورو برخو کې په خپلو هلو ځلو تمرکز وکړي او د افغانستان دښمنان د عوایدو ترلاسه کولو د یوې سترې سرچینې څخه محرومه کړي.
د دفاع د وزارت (ايم او ډي) ویاند، بریګیډیر جنرل دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه (ای اين ډي ايس ايف) د کرنې په برخو کې د امنیت راوستلو لپاره کار کوي چې د زعفران د تولید لپاره بزګرانو ته یو خوندي چاپیریال یقیني کړي.
هغه وویل، "موږ په دې یقیني یو چې که زمونږ بزګران زعفران تولیدوي، یاغیان او طالبان به د کوکنانو څخه د ترلاسه کیدونکي عوایدو څخه محرومه شي.
یوه ممکنه اقتصادي مرسته
د افغان حکومت د اجراییه ريیس عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوزون وویل، د زعفرانو تولید زیاتې مځکې او کارګرانو ته اړتیا لري.
هغه وویل، د دې له کبله د زعفرانو په تولید کې زیاتوالی "د لسګونو زرګونو افغانانو لپاره د کار فرصت برابرولی شي." هغه زیاته یې کړه چې ښایي چې زعفران هغه "فصل به وي چې د افغانستان کمذور اقتصاد ته قوت ورکړي او د کوکنارو د بدیل په توګه وکارول شي."
په کابل کې میشت انجنیر نورالحق حاکیمي چې د حکومت سره د کرنې د متخصص په توګه کار کوي، وایي، هغه بزګرانو ته ښایي چې څرنګه به د اعلی کیفیت زعفران کري.
هغه وړاندوینه وکړه، "که خلکو ته د زعفرانو د [مالي] ګټو پته وای، هرې کورنۍ به زعفران کرل.
د ای ایف پي له مخې، دوه کاله مخکې په هرات ولایت کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو -- چې ۴۰۰۰ یې ښځې وې-- په ۳۲۵ هیکتاره ځمکه کې د زعفرانو په کرنه کې کار کولو، چې د دغه کرنې تولید به هندوستان، اروپا، متحده ایالاتو او نورو ځایونو ته صادریدلو.
د هرات ولایت اوسیدونکی، حاجي رحمت الله چې مخکې به یې کوکنار کرل، اوس د زعفرانو په کرنې خوښ دی.
هغه یادوي، کله چې به مې کوکنار کرل، تل به مې له قانون او مقاماتو څخه سرغړونه کوله او په ډیرو موقعو خپلو فصلونو پريښودو ته مجبوره شوی وم.
هغه سلام ټایمز ته وویل، په تیر شوي دوو کلونو کې "د زعفرانو په کرنه کې مې هم هغه هومره پیسې وګټلې کومې چې به مې په کوکنارو کې ګټلې."
هغه په موسکا وویل، "د کله نه چې مې ۱۵ کاله مخکې زعفران کرل شروع کړي دي، زه د ملي کچې یو تاجر شوم." "زه [د زعفرانو په کرنې سره] دومره مالدار شوم چې په سعودي عربستان کې مې حج وکړو او [د نورو زعفرانو د کرلو لپاره مې] نورې ځمکې ونیولې.