امنیت

افغانانو د داعش د مشر د نیولو له امله د ملي امنیت اداره وستایله

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د ملي امنیت ریاست له یوې ویډیو څخه اخیستی دی د داعش د افغانستان څانګې مشر اسلم فاروقي لیدل کیږي. د ملي امنیت ریاست نوموړی تېره اونۍ په کندهار ولایت کې ونیو.

په دې عکس کې چې د ملي امنیت ریاست له یوې ویډیو څخه اخیستی دی د داعش د افغانستان څانګې مشر اسلم فاروقي لیدل کیږي. د ملي امنیت ریاست نوموړی تېره اونۍ په کندهار ولایت کې ونیو.

کابل -- افغانانو د ملي امنیت اداره وروسته له هغه وستایله چې ځانګړیو ځواکونو یې د یوه پټ عملیات په ترڅ کې په افغانستان کې د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي ونیو.

د ملي امنیت ریاست د وري په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې وویل، افغان ځواکونو فاروقي، چې د عبدالله اورکزي په نامه هم مشهور دی، د داعش له ۱۹ نورو جنګیالیو سره یوځای تېره اونۍ په کندهار ولایت کې د یو لړ «پېچلیو عملیاتو» په ترڅ کې ونیو.‌

د ملي امنیت ریاست وویل، «قاري زاهد، چې د معاض په نامه هم مشهور او د داعش د نظامي عملیاتو مسؤل دی، او سیف الله چې د ابوطلحه پاکستاني په نامه مشهور او په ننګرهار ولایت کې د یادې ډلې د استخدام مسؤل دی، د نیول شویو کسانو په ډله کې شامل ول.»

د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، فاروقي روانه میاشت په کابل کې د سیکانو په یوه عبادتځای د داعش له خوا د ادعا شوي برید تر شا چې لږ تر لږه ۲۵ کسان یې ووژل، د طراح په توګه رول درلود.‌

د داعش خراسان څانګه په وروستیو میاشتو کې د افغان او ایتلافي ځواکونو له ترسره شویو عملیاتو څخه وروسته له ماتې سره مخامخ شوې وه.‌

د لړم په میاشت کې، افغان چارواکو وویل چې د داعش خراسان څانګې ته په ننګرهار کې ماتې ورکول شوې ده. دا یو له هغو مهمو ولایتونو څخه وو چې یادې ډلې په پیل کې په ۱۳۹۴ کې هلته د خپل مرکز د جوړولو هڅې کولې.

له هغه کال راهیسې، یادې ډلې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د یو لړ وحشیانه بریدونو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وویل، فاروقي اعتراف وکړ چې له «سیمه ییزو استخباراتي ادارو» سره اړیکې لري.

د ملي امنیت ریاست د ځواکونو ستاینه

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي او د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال متقاعد جنرال هادي خالد وویل، د فاروقي نیونه کېدی شي په افغانستان کې د داعش لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضربه وي.‌

خالد وویل، «داعش یو له هغو ترهګرو ډلو څخه دی چې سخته هڅه یې وکړه څو افغانستان خپل د خراسان څانګې مرکز جوړ کړي، خو له نېکه مرغه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغوی پلانونه شنډ کړل او یادې ډلې ته یې ماتې ورکړه.»

هغه وویل، «په وروستیو لسیزو کې، بېلابېلو ترهګرو ډلو لکه القاعدې په افغانستان کې ځالې جوړې کړې چې په اسانۍ سره یې کولی شوای چې نړۍ ته ګواښونه جوړ کړي.»

خالد وویل، «خو نن ورځ، له نېکه مرغه، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه -- د نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو په مرسته -- داسې تمویل او تجهیز شوي دي چې اوس کولی شي د هر هغه ګروپ مخه ونیسي چې له افغانستان څخه نړۍ ته ګواښ کوي.»

په ولسي جرګه کې د غور ولایت یوه استازي عبدالظاهر تمیم وویل، د داعش پاتې شوني اوس هم هڅه کوي چې په افغانستان کې خوندي پټنځای ومومي.

هغه وویل، «که څه هم چې افغان او نړۍ والو امنیتي ځواکونو په افغانستان کې داعش ته ماتې ورکړې ده، دغه ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل د پښې اېښودنې ځای له لاسه ورنه کړي.»

تمیم وویل، «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د داعش د مشر او د یادې ډلې د نورو مهمو غړو نیول یادې ډلې ته یو لوی ټکان او د داعش پر ضد جنګ کې افغان ځواکونو ته یوه غټه لاسته راوړنه ده.»

هغه وویل، «داعش تل ملکي خلک، مذهبي ځایونه، ښځې او ماشومان په نښه کړي دي. په پارلمان کې د خلکو د یوه استازي په توګه، زه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د داعش د مشر نیول ستایم.»

پېچلي،‌ دقیق، بریالي

طلوع نیوز د وري په ۱۷مه راپور ورکړ چې، د دغو عملیاتو مشري د ملي امنیت ریاست د ځانګړیو ځواکونو د یوه ۲۶ کلن قوماندان احمد پر غاړه وه. د عملیاتو په ترڅ کې فاروقي او د داعش نور غړي ونیول شول.

هغه وویل، دا د هغه د اوه کلن ماموریت په ترڅ کې تر ټولو ډېر پېچلي او دقیق عملیات وو چې ترسره یې کړل.

هغه وویل، «زموږ عملیاتو شپږ ورځې او شپې دوام وکړ، او موږ ۱۲ عملیات ترسره کړل. موږ عملیات په ورو ورو ترسره کړل ځکه چې دښمن د ملکي خلکو سیمو ته ورغلی وو.»

هغه وویل، «د جنوبي ولایتونو له ډلې څخه په یوه کې د ښار په څلورو یا پنځو برخو کې عملیات ترسره شول، او اسلم فاروقي په یوه ناحیه کې وو چې موږ ونیو.»

احمد وویل، د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو اصلا یو عملیات د دې لپاره ترسره کړ چې د شاه ولی په نامه د داعش یو غړی چې په کندهار کې د داعش د چاودېدونکو موادو او وسلو مسؤل وو، ونیسي، او زیاته یې کړه چې د ولي نیولو په کندهار کې نورو عملیاتو ته لاره هواره کړه.‌

په کابل کې یوه دیني عالم او د پوهنتون استاد محمد سالم حسني وویل، داعش به هېڅکله هم ونه توانېږي چې په افغانستان کې بریالی شي.

هغه وویل، «د داعش ایډیالوژي د افغانانو له مذهبي او کلتوري عقایدو سره په ټکر کې ده، له دې امله دغه ډله نشي کولی چې په افغانستان کې نفوذ وکړي یا له افغانستان څخه خپل د خراسان څانګې پلازمېنه جوړه کړي.»

حسني په افغانستان کې د داعش د ماتې دوه فکټورونه یاد کړل.

هغه وویل، «یو دا دی چې داعش یو افراطي ګروپ دی او په دین باندې صحیح نه دی پوه شوی چې دا د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی؛ له دې امله هغه ونه توانېد چې افغانان داسې استخدام کړي لکه څنګه یې چې په سوریه او عراق کې خلک استخدام کړي ول.»

«دویم، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ښو پلان شویو عملیاتو له لارې د هغوی مشران له منځه وېوړل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خدای لحاظ وکړئ،‌ نه داعش شته نه ماعش، دا ټول د پاکستان شیطاني استخبارات دي چې د یوه او بل ګروپ په نامه افغانان وژني. نه یوازې افغانان بلکه د افغانانو امریکایي او اروپایي دوستان هم وژني. په دې کې شک نشته چې امریکا او اروپا د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په څېر قوي ادارې، چې پاکستاني او ایراني استخباراتو د تش په نامه مجاهدینو په لاس ویجاړې کړې وې، بېرته ورغولې چې مونږ ټول افغانان د امریکا او اروپا د دغو دوستانه مرستو له امله د زړه له تله مننه کوو لاکن نړۍ باید په ګډه لاس په کار شي او د پاکستان په نامه ترهګر سټیټ او د هغه شیطاني استخبارات او پوځ منحل کړي او له منځه یې وېسي، پاکستان د پښتونستان، بلوچستان، پنجاب او سند په څلورو هېوادونو ووېشي که نه یو ځل بیا به داسې ترهګر وروزي چې دا ځل به نه یوازې امریکا بلکې نورو هېوادونو ته هم ترهګري صادره کړي.

ځواب ورکړئ

په وروستیو میاشتو کې،‌ داعش ډلې په افغانستان کې خپل پراخ حضور ښودلی دی.‌ تر اوسه پورې، دغې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د ډېرو ترهګریزو بریدونو او فعالیتونو مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی. د اسلم فاروقي په نیولو سره به دغه ډله ماته شي او د افغانستان په ښارونو کې به یې بریدونه کم شي.

ځواب ورکړئ

اسلم فاروقي د هغو کسانو په ډله کې شامل دی چې په کابل کې د افغان سکانو په درمسال باندې برید کې ښکېل ول. دغه ترهګریز برید لږ تر لږه ۲۵ تنه افغان سکان ووژل، او برید د بېلابېلو هېوادونو بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

ځواب ورکړئ

د هېواد د ملي امنیت ریاست دا کار واقعاً د ستاینې وړ دی.‌ اسلم فاروقي د افغنستان او سیمې لپاره یو خطرناک شخص دی، او د هغه نیول به په افغانستان کې د دغې ډلې مورال کمزوری کړي. داعش په افغانستان کې ماتیږي، او د داعش پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې د لمس وړ دي، خو دغو ځواکونو د داعش پر ضد کومې لاسته راوړنې نه دي لرلې.‌ له متحده ایالاتو سره د سولې تړون څخه وروسته، طالبان د افغانستان د حکومت پر ضد یو ډېرغټ خطر بلل کیږي، او وېره شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له پوره وتلو څخه وروسته به طالبان موجود حکومت نسکور کړي. افغان ځواکونه باید په دې پسرلي کې د طالبانو پر ضد خپل عملیات زیات کړي څو دغه ګروپ داسې فرصت ترلاسه نه کړي چې د افغانستان ښارونه ونیسي.

ځواب ورکړئ