تروريزم

داعش د وحشتونو له ترسره کولو څخه وروسته د ننګرهار په کوټ کې ویجاړ شو

سلیمان

افغان سرتېري په جولای کې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي. [له سلیمان څخه په مننې]

افغان سرتېري په جولای کې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي. [له سلیمان څخه په مننې]

کوټ، افغانستان -- افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې داعش له منځه وېووړ.

دغه ترهګره ډله وروسته له هغې له سختې ماتې سره مخامخ شوه چې افغان عسکرو هوایي او ځمکنۍ حملې شروع کړې چې دغه اورپکي چې د ملکي خلکو پر ضد یې وحشیانه عملونه ترسره کول له منځه وېسي.

عسکرو چې د اردو کمانډو هم په کې شامل ول په ټوله ولسوالۍ کې د داعش سنګرونه له منځه وېوړل.

د افغان ملي اردو د کمانډو د ۱ کنډک قوماندان غلام حضرت سلام ټایمز ته وویل چې، «مونږ د داعش په لسګونو ترهګر ووژل. مونږ ډېر داسې اسناد ونیول چې د دغې ډلې د ترهګرۍ او وحشت سطحه ثابتوي.»

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل چې، «مونږ په نازیان، اچین، سپین غر او هسکه مېنه ولسوالیو کې یو عملیات روان کړی دی او هدف دا دی چې داعش له منځه وېسو. په تر ټولو وروستي عملیات کې... مونږ په ننګرهار کې د داعش ۲۷ مرکزونه ویجاړ کړل او د داعش په سلګونو تنه غړي مو ووژل یا ټپیان کړل.»

د دفاع وزارت په وینا، د دوو اونیو په بهیر کې افغان ځواکونو د داعش ۱۴ قوماندانان وژلي دي.

د داعش وحشتونه

ځایي خلک هغه ترخه وحشتونو یادوي چې داعش په دغې ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.

د کوټ اوسیدونکی شاه ولي وروسته له هغه خپلې سیمې ته راستون شوی چې عسکرو د هغوی له سیمې څخه داعش پسې واخیست، سلام ټایمز ته وویل چې، «د داعش غړو زمونږ په ولسوالۍ کې زما په مخ کې د یو شمېر خلکو سرونه پرې کړل.»

خو د هغه په نه موجودیت کې، «داعش زما کور ته اور وراچولی دی. داعش زما ټول شیان یا سوزولي او یا یې غلا کړي دي.»

د کوټ یو اوسېدونکی چې د داعش په موجودیت کې یې په دغې ولسوالۍ کې یو کال وخت تېر کړی دی خپل ترخه یادونه لري.

دغه اوسېدونکي چې د نوم د نه خپرولو غوښتنه یې وکړه سلام ټایمز ته وویل، «د هغه کال په بهیر کې... داعش د شکنجه کولو، کړولو او د خلکو د مهارولو ګڼ عملونه ترسره کړل. هغه وویل چې د داعش په فجیع جرمونو کې د کوټ د ګڼ شمېر اوسېدونکیو اعدامول، په زور سره د خلکو کورونو ته ننوتل، د خلکو د خواړو او پیسو په زور ترلاسه کول، د ښځو تښتول، د ښوونځیو بندول او د ځانمرګو بریدونو ترسره کولو له پاره د ماشومانو روزل شامل ول.»

هغه وویل چې په سلګونو کورنۍ مجبورې شوې چې وتښتي.

حضرت وویل، «هغوی ملکي خلک او د هغوی کورونه د سپرونو په توګه استعمال کړل. همدارنګه، هغوی ماشومان د دې له پاره تربیه کړل چې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.»

خوښ اوسېدونکي

د کوټ اوسېدونکي په دې خوشحال دي چې د داعش ماتې ګوري او د ثبات هیله لري.

د کوټ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل، «د داعش تر ترهګرۍ او ګواښونو لاندې له یوه کال ژوند کولو څخه وروسته زه اوس ډېر د ازادۍ احساس کوم.»

حضرت وویل، «زمونږ د عملیاتو راتلونکې مرحله به دا وي چې...په کوټ ولسوالۍ کې امنیت او ثبات بیا پرځای کړو.»

وزیري وویل، «زمونږ عملیات به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې مونږ د داعش وروستی غړی هم له منځه وېسو.»

د کوټ اوسېدونکي په حکومت باندې فشار اچوي چې ټوله ولسوالي امن کړي چې داعش ونشي کولی چې کومه ورځ نور وحشتونه ترسره کړي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «د ننګرهار خلکو، او په ځانګړې توګه د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکیو ته زموږ وعده دا ده چې مونږ به وروسته له هغه امنیت برابروو چې مونږ په سیمه کې نظامي عملیات بشپړ کړو.»

د ملي امنیت د شورا د جولای د ۲۹ مې په یوه غونډه کې، غني امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په ننګرهار کې خپلو عملیاتو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې هغوی داعش له منځه وېسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دولسمشر می داغشتنه ده چی ژر. ترژر دهلمند. اوقندهار لویه لاره خلاص کی ؟

ځواب ورکړئ

داعش مسلمانان ندي

ځواب ورکړئ

د دې لیکنې په هکله، باید دا ولیکل شي چې د دې لیکنې محتویات یو تریخ حقیقت څرګندوي، چې نشي کېدلی پټ پاتې شي. سربېره پر دې، دا په مونږ ټولو باندې فرض ده چې حقیقت څرګند کړو. په ځانګړې توګه رسنۍ باید حقیقتونه خپاره کړي، چې خلک د هغه ظلم په هکله خبر شي چې د هېوادوالو په مقابل کې یې ترسره کیږي.

ځواب ورکړئ