تروريزم

افغان ځواکونو داعش ته 'ستر ګوزار' ورکړی

اعزازالله

افغان ځواکونه د جولای په ۱۸مه په ننګرهار ولایت کې د داعش اورپکو سره جنګ کوي. چارواکي وايي چې د افغانستان د ملي دفاع امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې داعش ته ماتې ورکړې ده. [د اعزاز الله په مننه]

افغان ځواکونه د جولای په ۱۸مه په ننګرهار ولایت کې د داعش اورپکو سره جنګ کوي. چارواکي وايي چې د افغانستان د ملي دفاع امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې داعش ته ماتې ورکړې ده. [د اعزاز الله په مننه]

کابل -- افغان چارواکیو سلام ټایمز ته وویل چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه په هېواد کې د داعش اورپکو ته په ماتې ورکولو کې ستر پرمختګ کوي.

د اورپکو دغې ډلې ته په یوه میاشت کې د سترو ماتو په لړۍ کې تازه ګوزار په ننګرهار ولایت کې د جولای په ۲۴مه یوه ورځ وروسته له هغه ورکول شو چې د داعش دوو ځانمرګیو بریدګرو په کابل کې لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.

افغان ځواکونو په کوټ ولسوالۍ کې د شپې له لوري عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۲۲ تنه اورپکي ووژل. په دوی کې سعد الاماراتي، چې د داعش د افغانستان- پاکستان بنسټ ایښودونکی غړی و، هم شامل وو. هغه ګڼ شمېر ترورستي بریدونه رهبري کړي ول او د خپلې بې رحمۍ له امله مشهور وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي د الاماراتي مرګ تصدیق کړ.

خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، "هغه په افغانستان کې د داعش د جوړولو مرکزي لوبغاړی وو. د هغه مرګ د دغه ترورستي تنظیم له پاره یو ستر ګوزار دی."

هغه وویل، "د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش خلاف نظامي عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د بریالیتوب کیسه ده؛ د دې مانا داده چې امنیتي ځواکونه د هیواد او خلکو هر دښمن ته د ماتې ورکولو توان لري."

"زمونږ زړورو ځواکونو په ننګرهار کې داعش او طالبانو ته ماتې ورکړې، او اوس هغوی د ټول ولایت د تصفیه کولو له پاره کار کوي."

هغه وویل، "امنیتي ځواکونه جګړه ګټي. په همدې توګه د داعش د ملا تیرمات کړای شوی دی."

امنیتي ځواکونه د خلکو ملاتړ لري

د افغانستان په ختیځ کې د افغان دفاعي امنیتي ځواکونو د کومانډو یونټ مشر غلام حضرت وویل چې افغان ځواکونو داعش له کوټ ولسوالۍ څخه د څلورو ورځو له سختې جګړې څخه وروسته ایستلی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "افغان ځواکونو په دې وروستیو کې په کوټ کې د سعد الاماراتي په ګډون لږ تر لږه ۱۲۲ یاغیان وژلي دي او اوس د ولسوالۍ تصفیه کوي چې خلک خپلو کورونو ته ستانه شي."

هغه وویل چې افغان ځواکونو د کوټ په عملیاتو کې د داعش ۲۲ تنه نور جګړه ماران نیولي هم دي.

هغه په یوه عصري جنګ کې د جنګېدو توان ته په اشارې سره وویل چې، "افغان امنیتي ځواکونه په عصري طریقه جوړ شوي دي. هغوی د خلکو ملاتړ لري. خلک په هغوی باور لري."

د افغان ملي اردو کومانډو سمیع الله سلام ټایمز ته وویل چې افغان ځواکونو د کوټ په جګړه کې ګڼ شمېر داسې ودانۍ چې داعش ترې د صحرايي محکمو په توګه استفاده کوله، روزنیز مرکزونه او دفترونه هم ونیول.

هغه وویل، "افغان امنیتي دفاعي ځواکونه په نورو سیمو کې عملیاتو ته ادامه ورکوي تر څو ولایت له یاغیانو څخه پاک کړي. مونږ به د ننګرهار په هیڅ برخه کې زمونږ د خلکو یو دښمن هم پرې نه ږدو."

د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل چې افغان ځواکونه خلکو ته باور ورکوي چې د کوټ ولسوالۍ نه یې یاغیان اېستلي دي او د ننګرهار له نورو ولسوالیو څخه به د داعش د اېستلو کار ته دوام ورکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "امنیتي او دفاعي ځواکونه به یاغیان پرېنږدي چې بېرته دې ولسوالۍ ته راشي او مشران او دیني عالمان ووژني."

امنیتي همکاري

وزیري وویل چې، په کوټ کې په دغو عملیاتو سره چې د الاماراتي د مرګ سبب وګرځېدل، "مونږ بیا د افغانستان په ختیځ کې د جګړې د عملیاتو پر مهال د یوه ملي امنیتي ځواک په توګه په شریکه د کار کولو توان وښود."

هغه وویل چې د افغانستان دفاعي امنیتي ځواکونو د افغان ملي ملکي نظم د پولیسو، د افغانستان د یونیفورم لرونکیو پولیسو، د افغانستان د محلي پولیسو او د افغانستان د هوايي ځواک سره یو ځای داسې تصفیوي عملیات ترسره کړل چې هدف یې له کوټ ولسوالۍ څخه د داعش او د افغانستان د نورو دښمنانو د شبکې له منځه وړل وو.

وزیري د نورو ځواکونو په هکله وویل، "له اردو سره غټه همکاري کېږي. هغوی سره یوځای کېږي او په ګډه سره پرېکړه کوي چې څه وکړي، او بیا د تر ټولو ښه تاثیر له پاره صحیح وسایل په کار اچوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500