امنیت

د داعش له شړل کېدلو څخه وروسته په ننګرهار کې ژوند عادي حالت ته راګرځي

د سلیمان راپور

افغان نجونې د اپریل په ۲۲مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په یوه کلي کې روانې دي. ولایتي چارواکی راپور ورکوي چې د اپریل په ۱۳مه په ننګرهار کې پر داعش د امریکا د ترټولو لوی غیر اتومي بم له غورځولو څخه وروسته ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

افغان نجونې د اپریل په ۲۲مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په یوه کلي کې روانې دي. ولایتي چارواکی راپور ورکوي چې د اپریل په ۱۳مه په ننګرهار کې پر داعش د امریکا د ترټولو لوی غیر اتومي بم له غورځولو څخه وروسته ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

ننګرهار -- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، چې د داعش د خراسان څانګه په ننګرهار ولایت کې له سختې ماتې سره مخامخ شوې ده.

د کوټ ولسوال سعیدالرحمان سلام ټایمز ته وویل، چې «په کوټ کې ټول پنځه کلي -- سیپۍ، بانوک، پوریګي، صاحبان او برشاخېل -- د داعش له خوا کنټرولېدل، چې اوس ټول تصفیه شوي دي... او نور نو خلک د دغې ترهګرې ډلې له خوا نه ګواښل کیږي،»

هغه وویل، «د دغو کلیو اکثر اوسېدونکي خپلو کورونو ته تللي دي،»

هغه وویل، «حکومت به هغه کورونه، چې داعش ویجاړ کړي یا د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې خراب شوي دي، بیا ورغوي،»

سعیدالرحمان وویل، «د کوټ ډېر اوسېدونکي چې د داعش د ظلمونو له وجې د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور شوي ول، په خوشحالۍ سره بېرته خپلو کلیو ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې ډېرې نورې کورنۍ لا هم را روانې دي راستنېږي،»

هغه زیاته کړه، «مونږ داسې اوږدمهاله پلانونه لرو چې د کوټ اوسېدونکو ته امنیت برابر کړو او د هغوی ژوند او ملکیتونه خوندي کړو،»

هغه وویل، «ځایي حکومتي ادارې پرېکړه کړې چې په کوټ کې دوه دایمی امنیتي مرکزونه جوړ کړي. په دغو امنیتي مرکزونو کې به، د افغان ملي اردو او افغان ملي پولیسو ځواکونه او ورسره محلي پولیس په کوټ کې ټولې سیمې ته امنیت برابر کړي.»

هغه وویل، «مونږ به داعش یا نورو غیرقانوني ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه کړو چې بیا په دغو سیمو باندې حاکمیت ترلاسه کړي او د خلکو ژوند او امنیت مختل کړي،»

داعش له 'سختې ماتې' سره مخامخ شو

ځایي چارواکي وایي، د داعش د ځپلو لپاره امنیتي عملیات به تر هغه وخته روان وي چې دغه ډله په بشپړه توګه له منځه وېوړل شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، « داعش د هغوی تر کنټرول لاندې ۹۶٪ سیمو کې سخته ماتې خوړلې ده،»

هغه د اپریل په ۲۷مه سلام ټایمز ته وویل، «یوازې په تېرو دوه اونیو کې، د داعش د لسګونو قوماندانانو په شمول د هغوی خواوشا ۴۰۰ غړي د حمزه عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي،»

حمزه عملیات، چې د مارچ په لومړیو کې پیل شوي، هدف یې دا دی چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې داعش له منځه وېسي.

خوګیاڼي وویل، «د کوټ او اچین ولسوالیو ډېر اوسېدونکي بېرته خپل عادي ژوند ته راستانه شوي دي،»

هغه وویل، «د کوټ ولسوالۍ نژدې ۱۰۰٪ سیمه له داعش نه پاکه شوې ده. مونږ د راستنېدونکیو اوسېدونکیو لپاره د مرستې بېلابېل ډولونه برابر کړي دي چې په هغو کې د هغوی د کورونو بیارغونه، د ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو جوړونه، او، د اړتیا په صورت کې، د زراعت په برخه کې له هغوی سره مرسته شامل دي.»

د کوټ ولسوالۍ د صاحبان کلي یوه بزګر عبدالرؤف وویل، «زه او زما کورنۍ مجبور کړای شوي وو چې خپل کور پرېږدو ځکه چې د داعش جنګیالیو زمونږ له کور نه نظامي سنګرجوړ کړی وو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه ډېر خوشحال یم چې مونږ وکولی شوای چې خپل کور ته بېرته راستانه شو. زه ډېره زراعتي ځمکه لرم، او زه نیت لرم چې بیا هغه کار شروع کړم چې پخوا مې کاوه.»

'خوندي او امن چاپېریال'

د اچین ولسوال حاجي اسماعیل شینواری د امریکا د پوځ هغه لوی بم ستایي چې د اپریل په ۱۳مه په ننګرهار کې وغورځول شو او د داعش پټنځایونه او د تونلونو شبکه یې ویجاړ کړل.

د افغان چارواکو په وینا، یاد بم نږدې ۹۰ تنه اورپکي ووژل. دغه چارواکي وایي چې په یاده بمبارۍ کې ملکي خلکو ته هېڅ تلفات نه دي ور رسېدلي.

شینواري سلام ټایمز ته وویل، «د دغه برید، او ورسره د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په نتیجه کې، په اچین ولسوالۍ کې د اورپکو مهم ستراتیژیک مرکزونه ویجاړ کړای شول،»

هغه وویل، سلګونه اوسېدونکي لا د وخته په اچین ولسوالۍ کې خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.

هغه وویل، «وضعه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده، او په اکثرو سیمو کې چې یو وخت د داعش تر کنټرول لاندې وې، امنیت برابرکړای شوی دی. بزګران په خپلو زراعتي کارونو بوخت دي، ټول دوکانونه بېرته پرانستل شوي دي، او خلک په یوه خوندي چاپېریال کې ژوند کوي.»

هغه زیاته کړه، «اوس یو لوی عملیات تر لاس لاندې دی چې په مومند دره ولسوالۍ کې د داعش پاتې غړي له منځه وېوړل شي،»

اوسېدونکي راستنېږي او بیارغونه کوي

محمد شاکر چې یو دوکاندار او د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وویل، هغه او د هغه کورنۍ خواوشا یو کال مخکې د داعش د ظلمونو له امله له خپل کور او دوکان څخه وتښتېدل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که څه هم چې زما دوکان ویجاړ کړای شو... زه خوښ یم چې نور نو داعش نشته، او له داعش نه وېره او ډار هم له منځه تللي دي. مونږ بېرته خپل کور ته راستانه شوي یو.»

شاکر وویل، «ما پرېکړه کړې چې خپل دوکان بیاورغوم او له پخوا نه یې لا ښکلی کړم. زه د ننګرهار زړورو امنیتي ځواکونو نه مننه کوم.»

د ننګرهار د ولایتي شورا یوه غړي ذبیح الله زمري سلام ټایمز ته وویل، «اوس چې د داعش اورپکي په کوټ، اچین او د ننګرهار په نورو ولسوالیو کې مات کړای شوي او خلک خپلو کورونو ته بېرته ستنېږي، دا د امنیتي ځواکونو لپاره ښه وخت دی چې په دغو سیمو کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي، چې ټول اوسېدونکي... وکولی شي خپلو سیمو ته په ډاډ سره ستانه شي،»

هغه وویل، «سربېره پر دې، مرکزي او ځایي حکومتي ادارې باید په دغو سیمو کې ژر تر ژره ضروري پرمختیایي پروګرامونه ترسره کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش نه د داعش مور ووژنئ داعش او نور مشابه ترهګرې ډلې ټولې به یې په خېټه کې ختمې شي. پاکستان درته یادوم.‌

ځواب ورکړئ