امنیت

شنونکي وايي چې ترهګرې ډلې له بې ثباتۍ څخه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره ګټه اخلي

لیکوال: محمد قاسم

یو افغان بزګر د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۳مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د پایکندره کلي د غنمو په هغه پټي کې ګرځي چې د ناڅاپي سېلاب له امله زیانمن شوی دی. [عاطف آرین/د فرانسې خبري آژانس]

یو افغان بزګر د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۳مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د پایکندره کلي د غنمو په هغه پټي کې ګرځي چې د ناڅاپي سېلاب له امله زیانمن شوی دی. [عاطف آرین/د فرانسې خبري آژانس]

اوږدمهاله بې ثباتي ډېر ځله د افراطي ډلو لپاره فرصتونه برابروي تر څو په زیان منونکو ټولنو کې خپل نفوذ پراخ کړي.

په هغو چاپېریالونو کې چې د جګړې، سیاسي سقوط یا کورنیو بحرانونو تر اغېز لاندې وي، د القاعده په څېر ډلې سیمه ییز جوړښتونه رامنځ ته کوي او ځانونه د مشروع حکومتونو د بدیل په توګه وړاندې کوي.

دغه جوړښتونه په تدریجي ډول سیمه ییزې ټولنې پر ځان متکي کوي، خپلواکې مدني ادارې کمزورې کوي او د وخت په تېرېدو سره مشروع حکومتي نظامونه زیانمنوي.

شعیب رحماني، چې په هالند کې مېشت د ترهګرۍ ضد کارپوه دی، وویل چې دغه ډلې هڅه کوي د محدودو خدمتونو لکه روغتیا، زده کړې او سیمه ییز امنیت له لارې ټولنیز مشروعیت ترلاسه کړي.

خو هغه څرګنده کړه چې دا هڅې د حکومتدارۍ رښتيني نوښتونه نه دي، بلکې محاسبه شوې ستراتیژۍ دي چې د ایډیالوژیک او پوځي نفوذ د پراخولو لپاره طرحه شوي دي.

نوموړي وویل، «هغه څه چې د قدرت له خلا سره مخ سیمو کې لیدل کېږي، د بنسټونو د جوړولو یو ابزاري ماډل دی چې موخه یې د یوه پایداره دولت جوړول نه، بلکې د القاعدې د حضور ټینګول او د هغې د نفوذ پراخول دي.»

د دې ډلو له خوا چمتو شوي خدمات ډیری وختونه مشروط او د افراطي ایډیالوژۍ په منلو او له سخت سازماني ځواک څخه په اطاعت کولو پورې تړلي وي.

تعلیمي سیستمونه د پوهې او نوښتي فکر د ودې پر ځای په اغېزمنو ټولنو کې د افراطي روایتونو د خپرولو وسیلې ګرځي..

قضایي جوړښتونه اکثره د عدالت، حساب ورکونې او قانوني خوندیتوب پر ځای د وېرونې او سزا ورکولو د وسیلو په توګه کار کوي.

کوم امنیتي عملیات چې د دغو ډلو له خوا ترسره کېږي، ډیری د مخالفتونو د چوپولو، د ملکي خلکو د وېرولو او په بې ثباته سیمو کې د سازماني کنټرول د ټینګښت لپاره وي.

تاوتریخوالی مشروعیت کمزوری کوي

د دې ستراتیژۍ له څرګندو تضادونو څخه یو یې هغه وخت راڅرګندېږي کله چې افراطي ډلې هغه ملکي وګړي په نښه کوي چې ادعا کوي ملاتړ او ساتنه یې کوي.

د ملکي خلکو پر وړاندې بریدونه، د اقتصادي فعالیتونو ګډوډول او پراخه ناامني د مشروعیت ادعاوې کمزورې کوي او د سیمه ییزو ټولنو ترمنځ بې باوري زیاتوي.

شنونکي وايي دا تضاد ښيي چې موخه پایداره حکومتداري نه ده، بلکې د بې ثباتۍ او د وېرې پر بنسټ د کنټرول له لارې د نفوذ ساتل دي.

عمر شریفي، چې د ترکیې په انقره کې مېشت افغان سیاسي شنونکی دی، سلام ټایمز ته وویل، «دولت جوړونه دوامداره بنسټونو، د قانون حاکمیت او د خلکو ګډون ته اړتیا لري، حال دا چې هغه جوړښتونه چې دغه ډلې یې رامنځ ته کوي پر کنټرول او جبر ولاړ دي.»

هغه وویل، «دغه ډلې هڅه کوي ځانونه د مشروع بدیل په توګه وړاندې کړي، خو د هغوی مشروعیت زیاتره د قدرت له خلا او د بدیلو ګزینو له نشتوالي څخه راځي.»

د پراختیا لپاره له بې ثباتۍ ګټه اخیستل

د هغو هېوادونو تجربې چې له اوږدمهاله سیاسي بحرانونو سره مخ دي ښيي چې افراطي ډلې ډېری وخت له بې ثباتۍ څخه ګټه اخلي تر څو لا له وړاندې کمزورې دولتي ادارې نورې هم کمزورې کړي.

په ۲۰۰۳ کې پر عراق له یرغل وروسته، د قدرت خلا داسې شرایط برابر کړل چې د القاعدې سیمه ییزې څانګې را څرګندې او خپلې چارې پراخې کړي.

وروسته ورته بڼه د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال هم ولیدل شوه، چېرې چې د القاعدې اړوند ډلو په لانجمنو سیمو کې اداري او خدماتي جوړښتونه رامنځ ته کړل.

شنونکي وايي دغه جوړښتونه تر ډېره د پوځي او ایډیالوژیکو موخو لپاره کارول شوي، نه د اوږدمهاله حکومتدارۍ یا د ټولنې د ریښتیني پرمختګ لپاره.

د القاعده په څېر ډلې له کمزورو حکومتونو څخه په استفادې سره کوښښ کوي نیمه دولتي جوړښتونه رامنځ ته کړي ترڅو په دې سره خپلې افراطي موخې پټې کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500