شنونکي وايي چې افراطي ډلې له ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو څخه ناوړه ګټه اخلي تر څو په بحران ځپلو سیمو کې خپل نفوذ ټینګ کړي.
دا تکتیک په ځانګړي ډول د افغانستان او ورته هېوادونو په کلیوالو او قبیلوي سیمو کې ډېر عام دی.
له دغو لارو چارو څخه یو هم جبري واده دی، چې فردي حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، تر پښو لاندې کوي..
دا کار همدارنګه مصنوعي قبیلوي اړیکې رامنځته کوي چې له افراطي ډلو سره د سیمه ییزو استخباراتي شبکو په جوړولو کې مرسته کوي.
دغه اړیکې وسله وال په دې توانوي ترڅو دولتي ځواکونه ښه تر څار لاندې ونیسي او د ځایي ټولنو مقاومت تر ډیره کم کړي.
په پاریس کې مېشت د نړیوالو چارو شنونکي محمود سلیمي وویل چېالقاعده په پراخه کچه پر دې تګلارې تکیه کوي.
نوموړي زیاته کړه چې جبري ودونه د ځایي ټولنو د نفوذ لپاره یوه ارزانه خو اغېزمنه لاره ده.
په ځایي کورنیو کې د ودونو له لارې، دغه ډله خپل حضور عادي کوي او په هغو سیمو کې چې فعالیت کوي، چوپتیا حاکموي.
نوموړي سلام ټایمز ته وویل، «القاعده د ګواښونو له لارې او یا له فقر او ناامنۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره کورنۍ دې ته اړ باسي څو دا ډول ودونه ومني، او بیا یې له پایلو څخه د خپل دریځ د ټینګولو لپاره کار اخلي.»
هغه زیاته کړه، «په ډېرو مواردو کې، مستقیم ګواښونه، رواني فشار یا د مالي او امنیتي مرستو ژمنې کورنۍ داسې حالت ته رسوي چې د مقاومت وړتیا ونه لري.»
سلیمي همدارنګه وویل، «کله چې د القاعدې یو غړی له یوې ځایي کورنۍ سره واده کوي، هماغه کورنۍ په ناغوښتې توګه د دې ډلې د ملاتړ د شبکې برخه ګرځي او القاعدې ته د ځایي مالوماتو لاسرسی برابروي.»
نوموړي همدارنګه وویل، «د دغو تحمیلي اړیکو له لارې د مشروعیت یو ناسم احساس رامنځته کېږي چې ټولنیز مخالفت کموي او په ځایي ټولنو کې د یادې ډلې د نفوذ او فعالیتونو د پراخېدو لپاره لار هواروي.»
لنډمهاله لاسته راوړنې، اوږدمهاله مقاومت
په انقره کې مېشت سیاسي شنونکي سید منصور صمدي وویل چې دغه تګلاره په اوږدمهال کې جدي خطرونه ځان سره لري.
د نوموړي په وینا، جبري ودونه کېدای شي د ډلې نفوذ پراخ کړي، خو په عین حال کې په زیانمن شوو ټولنو کې ژوره او دوامداره کرکه او غوسه هم راپاروي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «که حکومتونه او مدني بنسټونه د کلتوري حساسېتونو مطابق تګلارې، د کورنیو اقتصادي ملاتړ او حقوقي پوهاوی پیاوړی کړي، نو دا ډول نفوذ به ورو ورو کمزوری شي.»
هغه زیاته کړه،«د ښځو پیاوړتیا او د کورنیو لپاره د خوندي بدیلو لارو رامنځته کول د دې افراطي تکتیک پر وړاندې د مبارزې له اغېزمنو لارو څخه دي.»
صمدي وویل چې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو کرکه او نارضایتي د وخت په تېرېدو او د زیان او رواني ټپونو په دوام سره لا پسې زیاتېږي.
له بشري حقونو څخه سرغړونه
په جرمني کې مېشت د بشري حقونو څېړونکي محمد طاهر قیومي وویل چې جبري ودونه له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
نوموړي وویل، «هغه جبري ودونه چې د القاعدې له لوري تحمیل کېږي، د ښځو پر وړاندې د جوړښتي تاوتریخوالي له تر ټولو سختو بڼو څخه دي.»
هغه زیاته کړه، «ځایي نجونې هېڅ ډول واک او د انتخاب حق نه لري او د سیاسي وسیلو په توګه کارول کېږي. قربانیان له اوږدمهاله رواني، ټولنیزو او آن فزیکي زیانونو سره مخ کېږي او ډېری وخت له ټولنیز ملاتړ څخه بې برخې پاتې کېږي.»
قیومي دا عمل له انساني کرامت او بنسټیزو بشري حقونو څخه ښکاره او جدي سرغړونه وبلله.
هغه وویل، «د جبري ودونو له لارې د القاعدې نفوذ دا ښيي چې دا ډله یوازې له پوځي تاوتریخوالي کار نه اخلي، بلکې د ټولنیزو او اقتصادي زیانمنیو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره سیمه ییز جوړښتونه هم په خپله ګټه کاروي.»
![یوه ځوانه پاکستانۍ نجلۍ چې له یوه جبري واده څخه تښتېدلې ده، د پاکستان په شمال لوېدیځ سوات کې د مدین په دره کې یوه سیمه ییزه لوبه کوي. [عامر قریشي/AFP]](/cnmi_st/images/2025/12/30/53249-afp__20140212-585_329.jpg)