ټولنه

په کابل کې د یوه نوي دود په لړ کې ۱۰۱ جوړو په یوه ډله ییز واده کې نکاح ګانې وتړلې

د حمزه راپور

جوړې د چنګاښ په ۱۶مه په کابل کې په یوه ډله ایز واده کې له خپلو خپلوانو سره خپل ودونه لمانځي. [حمزه/سلام ټایمز]

جوړې د چنګاښ په ۱۶مه په کابل کې په یوه ډله ایز واده کې له خپلو خپلوانو سره خپل ودونه لمانځي. [حمزه/سلام ټایمز]

کابل -- په دې میاشت کې په کابل کې د ډله ییزو ودونو مراسمو ۱۰۱ ځوانو جوړو ته دا فرصت ورکړ چې له کوم لګښت پرته واده وکړي.

دا مراسم د چنګاښ په ۱۶مه د شهدا بنسټ له خوا ترسره کړای شول. دا دریم دا ډول ډله ایز واده دی چې د ۱۴۰۰ لمریز کال له پيل راهیسې د دغې خیریه موسسې لخوا تنظیم شوی دی.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده، چې دودیز ډېر لګښت لرونکي ودونه د ډېرو ځوانانو لپاره سخت شوي دي.

د ډله ییزو ودونو تنظیموونکي وایي، له همدې امله د دغه ډول ودونو د ترسره کېدلو شمېر هم ډېر شوی دی.

ارمانونه پوره کول

۲۷ کلن علي احمد حسني چې د ډله ایزو واده په مراسمو کې یې نوی واده کړی وو، وویل، «ما په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه او ښه عاید مې درلود... په هغه وخت کې مې کوژده وشوه او پریکړه مې وکړه چې واده وکړم او کورنۍ ولرم.»

هغه وويل، «له بده مرغه حالات بدل شول، او ما خپله دنده له لاسه ورکړه. ما د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله واده نه شوای کولای.»

حسني وويل، ډېری ځوانان د واده کولو مالي توان نه لري او مجبور دي چې په ناقانونه توګه ګاونډيو هېوادونو ته د کار موندلو په لټه کې شي.

هغه وویل، «هغوی اکثر په سرحدونو کې نیول کیږي، ټپي کیږي یا وژل کیږي.»

هغه زیاته کړه، «زه ډېر خوښ یم چې نن مې د یوې خیریه موسسې په مرسته د یوه ډله ییز واده په مراسمو کې د لسګونو نورو ځوانانو سره یوځای ارمان پوره شو.»

٢٩ کلن جمعه خان محمدي وويل، یو نیم کال کیږي چې د هغه کوزده شوې ده.

هغه وويل، «ما د اقتصادي ستونزو او په مراسمو باندې د خورا لوړ لګښت له امله نه شوای کولى چې خپل واده په خپله ترسره کړم. زه له شهدا بنسټ څخه مننه کوم چې له ما او نورو ځوانانو سره یې مرسته وکړه چې خپلې کورنۍ پوره کړو.»

محمدي وویل، «د ځوانانو ترمنځ د بې‌کارۍ، د کورنیو اقتصادي ستونزو او په هېواد کې روان اقتصادي بحران ته په پام سره، د ډله ییزو ودونو د مراسمو تنظیمول بې‌وزلو او اړمنو کورنیو ته ګټه رسولی شي.»

هغه له نورو خيريه موسسو او شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې په ټول افغانستان کې د ډله ييزو ودونو په مراسمو کې له نورو ځوانانو سره مرسته وکړي.

په دغو مراسمو کې د فوزیې په نامه یوې ۲۵ کلنې ناوې وویل، اقتصادي ستونزې او «د ودونو غیرمنطقي دودونه» د ډېرو ځوانانو مخه نیسي چې ودونه وکړي او خپل ګ‌‌‌‌‌‌ډ ژوند پیل کړي.

فوزیې وويل، هغه له شاوخوا درې کالونو راهیسې کوژده شوې وه او د همدې دلايلو له امله يې واده نه شواى کولاى.

هغې وویل، «څومره چې وخت تېرېده، په هماغه اندازه زموږ لپاره د واده د مراسمو توان سختېده. له نېکه مرغه دلته زموږ د واده مراسم ترسره شول، زه او زما مېړه د شهدا بنسټ د نوښت ستاینه او هرکلی کوو.»

فوزيې يادونه وکړه چې، «افغانستان د نړۍ له بې وزلو هېوادونو څخه دى او زموږ خلک د نړۍ والې ټولنې په بشري او اقتصادي مرستو متکي دي.»

هغې وويل، «زه په کورنيو باندې غږ کوم چې د ودونو د شاندارو مراسمو له ترسره کولو ډډه وکړي او د خپلو لوڼو او زامنو د راتلونکي په هکله فکر وکړي.»

د پیسو او ژوند خوندي کول

د شهدا بنسټ له خوا د ترسره شوي پروګرام یوه تنظیموونکي محمد مختار د ډله ییزو ودونو ګټې او ځینو هغو ټولنیزو فشارونو په هکله معلومات ورکړل چې مجللو ودونو پورې تړلي دي.

هغه وويل، «زموږ موخه دا ده چې له يوې خوا د بې وزلو ځوانانو د ودونو په مراسمو کې اسانتيا رامنځته کړو او له بلې خوا هغه ستر او غټ لګښتونه کم کړو چې بې وزله کورنۍ يې په غاړه لري. سربیره پردې، موږ غواړو چې د واده د هغو ناوړو دودونو او رواجونو پر ضد چې په ټولنه کې موجود دي، مبارزه وکړو.»

هغه وويل، «زه يو زيات شمېر ځوانان پېژنم چې د بېکارۍ، بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله په ناقانونه توګه ګاونډيو هېوادونو ته د تګ پرېکړه کوي. هغوی هلته ډیر شاقه کارونه کوي څو پیسې وسپموي او د واده لګښتونه پوره کړي.»

مختار وویل، «له بده مرغه، ځینې یې د سفر پر مهال بندي یا وژل کېږي.»

هغه وویل، د بنسټ له غټو هدفونو څخه یو دا دی چې د ناقانونه مهاجرت او د ګاونډیو هیوادونو په پولو کې د هیواد د ځوانانو د له لاسه ورکولو مخه ونیسي.

نوموړي وویل، «زموږ په هېواد کې د واده تر ټولو ټیټ لګښت ۳۰۰۰۰۰ – ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ [۳۵۰۰ – ۵۸۰۰ ډالر] دی.»

مختار وویل، «زه له کورنیو څخه غواړم چې د واده د ناسمو دودونو له تعقیبولو څخه ډډه وکړي. د داسې قیمتي او مجلل واده د مراسمو ترسره کول کولی شي چې د هغوی مالي حالت بدتر کړي.»

د ډله ییز واده په مراسمو کې د یوې ځوانې جوړې لګښت یواځې ۴۲۰۰۰ افغانۍ [۴۹۰ ډالر] و چې شهدا بنسټ تادیه کړ.

د کم لګښت ودونه

یوه دیني عالم سید علي رضا هاشمي وویل، په اسلام کې د متواضع ودونو د مراسمو د ترسره کولو مثال شته.

هغه وويل، «په اسلام کې واده سنت دی. هغه سوله، کمال او پخلاینه راولي. هغه د کورنیو او ټولنې پیوستون او هوساینې تضمینوي.»

هاشمي يادونه وکړه، «زموږ هېواد له اقتصادي بحران او بېوزلۍ سره مخامخ دی،» او زياته یې کړه چې، «اسلام د ودونو د قېمتي مراسمو ترسره کول چې کورنۍ نوره هم په بې وزلۍ کې ډوبوي، منع کړي دي».

هغه وویل، «زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي دي، غوره ښځې هغه دي چې د مهر او د واده لګښتونه یې کم وي.»

هغه وويل، اسلام په یوه دليل د کم لګښت په ودونو باندې ټينګار کړی، چې په بې وزلو کورنيو او ټولنو کې په زيات لګښت سره ودونه خطرناکې ټولنيزې پايلې لکه اخلاقي فساد، غلا او جرم لري.

هاشمي وویل، «کېدی شي دغه پیښې غیرقانوني مهاجرت یا د ټولنیز نظم ګډوډۍ ته لاره هواره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ډله ییزو ودونو کې اکثریت د هغو جوړو ودونه کېږي چې پخوا کوژدن شوې وې او د واده کولو وس ونه لري. ډله ییز بنسټونه چې کوم بنسټونه تنظیموي او چارې یې مخته وړي وايي، مالي لګښت یې ملي سوداګر او بهر مېشتي افغانان ورکوي. په یو ډله ییز واده کې چې زه یې هم ګډونوال وم، دوه تنه زومانو، چې د خپلو ناوې ګانو ترڅنګ ناست وو او تورې دریشي ګانې یې اغوستې وې، د دغو مراسمو له جوړوونکو مننه وکړه او له نورو خلکو یې وغوښتل، چې په ودونو کې له حده زیات لګښت ونه کړي. یو تن دیني عالم سید هم د خبرو پر مهال وویل چې اسلام په هر کار کې خپل پیروان له اصرافه منع کړي او په وينا يې، د دوو ځوانانو د شرعي نکاح لپاره زمینه برابرول د اسلام له نظره ډېر ثواب لري.نو هغه کسان، چې په ودونو کې لوی لګښت کوي یعني په اوسنیو حالاتو کې پر ځای د ډې چې په مفشنو هوټلونو کې ودونو وکړي، هغه پیسې دې د ځوانانو پر زده کړو او د هغوی لپاره پر کار موندنې ولګوي. د بېلابېلو بنسټونو د سروې ګانو له مخې، اوسمهال له ۷۰ سلنه زیات افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، خو ښه اقتصاد لرونكي كسان بيا په لویو او مجللو هوټلونو کې په يوه شپه كې پر ودونو ميليونونه افغانۍ لګوي، چې دغه کار د ډېرى افغانانو او آن د اسلام له نظره اصراف بلل کېږي. که عادي واده وکړي (په کور کې یې وکړي) مصرف به کم راشي او شاید دغه پیسو باندې ډېرو نورو ته د کار زمینه برابره شي.

ځواب ورکړئ

دا ډېر ښه کار شوی دی. له غریبو خلکو سره مرسته کول اجر او ثواب لري. لاکن دا ځوانان او ناوې ګانې هم باید یو مشخص فیصد پیسې په کې واچوي. له ۱٪ نه نیولې تر ۹۹٪ پورې هر څومره چې وس لري هغومره پيسې باید واچوي. که د واده جوړې په مالي مرسته کې هېڅ برخه وانه خلي، په دې ډول به هغوی د خیرات غوښتلو او سوالګرۍ کار ته مخه کړي. یعنې هېڅ چاته باید هېڅ شی هم مفت ور نه کول شي.‌ زه یو مثال وایم، یوه نجلۍ ده چې هغه له دولسم نه فارغه شوې خو غریبه ده،‌ هغه باید لږ تر لږه یوه میاشت یو خیریه کار وکړي. مثلا څو ماشومانو ته تدریس وکړي.‌ دغه راز، یو هلک چې خیریه موسسه ورته واده کوي،‌ که هغه پیسې نه لري، باید بل داسې کار وکړي چې له خیریه موسسې یا له ټولنې سره د یو ډول مرستې بڼه ولري.‌ بیا وایم، هېڅ چاته باید هېڅ‌ شی هم مفت ور نه کول شي. په احترام محمد

ځواب ورکړئ

ډله ایز ودونه، چې په دې وروستیو کې د خیریه ټیمونو له لارې یو دود ګرځیدلی، یو ډیر مناسب عمل دی. د بېکارۍ، زیات معاش او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله اکثره نجونې د پلرونو په کورونو کې پاتې کېږي. په دې برخه کې د کورنیو مشرانو ته لازمه ده چې د واده د لګښت لپاره مبارزه وکړي، څو ځوانان په اسانه او د محمدي شریعت له مخې واده وکړي او د اسلام د مبارک دین له بنسټونو څخه سرغړونه ونه کړي. حکومت هم باید په دې برخه کې جدي شي او د دې کار لپاره ځانګړي اصول او قوانین جوړ کړي تر څو بې وزله خلک په اسانۍ سره واده وکړي.

ځواب ورکړئ

زه خپله د داسې ډله ییزو ودونو خلاف یم. هغه بنسټونه چې د ځوانانو ډله ییز ودونه کوي جداً ترې هیله کوو چې نور خپل دغه فعالیت بند کړي. دا بنسټونه د همدې ودونو کولو له وجې بهر مېشتو افغانانو نه میلیونونه پیسې اخلي یعني خپل تجارت یې روان کړی دی. خو دلته په وطن کې د ګڼ شمې هغو ځوانانو او پېغلو ودونه کوي چې وس یې نه لري. زه دا وایم چې یو څوک په واده کې د دوه سوه زره افغانیو وس ونه لري نو هغه به بچي څنګه په سم ډول رالوی کړي. همدغه جوړې بله ورځ یوه یوه ډله بچي زېږوي چې هم خپله ورسره په تکلیف وي او هم یې ټولنه له شره نه خلاصیږي. داسې والدین بیا نه د خپلو اولادونو زده کړو ته رسیدنه کولی شي، نه نوراک ته او نه پوښاک ته. بلاخره لارو او کوڅو کې په سوال، بدماشیو، لوچکۍ او لوفرۍ سر شي چې بیا یې کنټورل هم سخت وي.

ځواب ورکړئ