ټولنه

بې وزلۍ ۷۰ افغان جوړې مجبورې کړې چې په ډله ییز ډول واده وکړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په لسګونو افغانانې چې په ډبلو زرغونو شالونو کې پټې وې د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې په یوه ساده ډله ییز واده کې چې په مراسمو کې یې په سلګونو مېلمنو برخه اخیستې وه، واده شوې. واده په ډېر بې وزلي افغانستان کې چې په دودیز ډول غټ جېزونه، قېمتي سوغاتونه او مجللې مېلمستیاوې په کې شاملې وي، یوه قېمتي چاره ده. [عارف کریمي/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- په لسګونو افغانانې چې په ډبلو زرغونو شالونو کې پټې وې د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۳مه/ په کابل کې په یوه ساده ډله ییز واده کې چې په مراسمو کې یې په سلګونو مېلمنو برخه اخیستې وه، واده شوې.

واده په ډېر بې وزلي افغانستان کې چې په دودیز ډول غټ جېزونه، قېمتي سوغاتونه او مجللې مېلمستیاوې په کې شاملې وي، یوه قېمتي چاره ده.

تېر ته په کتو، د هغو کورنیو اړوندو جوړو چې نه یې شوای کولی د خپلو ودونو لګښتونه پوره کړي خپل امکانات سره یوځای کول او په لږو لګښتونو یې څو ودونه کول.‌

د دوشنبې ورځې مراسم چې ۷۰ جوړې په کې واده شوې یو له هغو لویو مراسمو څخه وو چې په وروستیو کې په افغانستان کې چې دا وخت له اقتصادي پلوه په ستونزو کې ګېر دی، ترسره ول.

یوه افغانه جوړه د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې له یوه ډله ییز واده څخه وروسته د ودونو له یوه تالار څخه بهر روانه ده. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه افغانه جوړه د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې له یوه ډله ییز واده څخه وروسته د ودونو له یوه تالار څخه بهر روانه ده. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

ناوې ګانې د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده د پیلېدلو لپاره د انتظار پر وخت د ودونو په یوه تالار کې دننه ولاړې دي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

ناوې ګانې د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده د پیلېدلو لپاره د انتظار پر وخت د ودونو په یوه تالار کې دننه ولاړې دي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده د پیلېدلو لپاره د انتظار پر وخت د ودونو په یوه تالار کې دننه ناست دي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

زومان د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده د پیلېدلو لپاره د انتظار پر وخت د ودونو په یوه تالار کې دننه ناست دي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو زوم د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده په ترڅ کې د ودونو یوه تالار ته دننه ور رسیږي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو زوم د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده په ترڅ کې د ودونو یوه تالار ته دننه ور رسیږي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه ناوې (چپ طرف) د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده لپاره په موټر کې د ودونو تالار ته رسېږي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه ناوې (چپ طرف) د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده لپاره په موټر کې د ودونو تالار ته رسېږي. [ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه افغانه جوړه د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې له یوه ډله ییز واده څخه وروسته د ودونو له تالار څخه وځي. [ساحل ارمان/ایل اېف پي]

یوه افغانه جوړه د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې له یوه ډله ییز واده څخه وروسته د ودونو له تالار څخه وځي. [ساحل ارمان/ایل اېف پي]

ګلپوش موټرونه د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې له یوه ډله ییز واده څخه وروسته د ودونو تالار څخه روانېږي. [ساحل ارمان/ایل اېف پي]

ګلپوش موټرونه د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې له یوه ډله ییز واده څخه وروسته د ودونو تالار څخه روانېږي. [ساحل ارمان/ایل اېف پي]

زومان د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده د پيلېدلو لپاره د انتظار پر وخت د ودونو په یوه تالار کې دننه ناست دي. [ساحل ارمان/ایل اېف پي]

زومان د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده د پيلېدلو لپاره د انتظار پر وخت د ودونو په یوه تالار کې دننه ناست دي. [ساحل ارمان/ایل اېف پي]

زومان د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده په ترڅ کې د ودونو له یوه تالار څخه بهر له سوغاتونو سره ولاړ دي.

زومان د غبرګولي په ۲۳مه په کابل کې د یوه ډله ییز واده په ترڅ کې د ودونو له یوه تالار څخه بهر له سوغاتونو سره ولاړ دي.

د نړۍ وال بانک د یوې سروې په اساس چې د کب په ۲۴مه خپره شوه، بې کاري په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ، له تېر زمري میاشتې راهیسې زیاته شوې، په داسې حال کې چې له دوه پر درې څخه د ډېرو کارګرانو اجورې «په ډراماتیک ډول» کمې شوي دي.

د نږدې ۵۰۰۰ افغان کورنیو یوه سروې د ۱۴۰۰ د تلې او لیندۍ تر منځ د ټیلیفون له لارې وشوه.‌

په راپور کې راغلي، د سروې شویو کورنیو له ډلې څخه ۷۰٪ وویل چې هغوی ونشوای کولی چې خوړو او نورو اړتیاوړ توکو ته خپلې اساسي اړتیاوې پوره کړي.‌

په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو او نورو نړۍ والو مرستندویو ادارو ویلي چې، د افغانستان د ۳۸ میلیونو وګړو له جملې څخه له نیمایي ډېر له لوږې سره مخامخ دي.

د خوښۍ رڼاګانې

د بې وزلۍ او د راتلونکي په هکله د بې باورۍ په زیاتېدلو سره،د دوشنبې ورځې ډله ییز واده کوزده شویو کسانو ته خوښۍ ور په برخه کړلې.

د عبادالله نیازي په نامه یوه زوم چې اته کاله یې واده ته په انتظار کړي وو، وویل، «نن ورځ، هېڅ ځوان هم نه غواړي چې د واده لګښت پر غاړه واخلي.»

هغه وویل، «د افغانستان وضعیت هر چاته معلوم دی. خواوشا ۹۸٪ خلک د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي. دا ډېره سخته ده چې دا لګښتونه پوره کړای شي.»

۲۲ کلن زوم عصمت الله بشردوست چې د اقلیت هزاره ټولنې غړی دی، وویل، «زه وظیفه نه لرم. موږ پیسې نه لرلې، له دې امله موږ پرېکړه وکړه چې په یوه ډله ییز واده کې واده وکړو.»

بشردوست چې یوه دودیزه افغاني خولۍ یې په سر ده، وویل چې د هغه واده ښایي د هغه د ژوند «تر ټولو ډېره خوشحاله ورځ» وي.

خو دغه لمانځنې په ټولنیز ژوند باندې د سختو محدودیتونو د لګېدا له امله په ډراماتیک ډول تتې وې.

پخوا په افغانستان کې ودونه ډېر له شور نه ډک او رنګارنګ مراسم وو چې په ترڅ کې به یې سندرې ویل کېدلې، نڅاګانې کېدلې او تر یوه حده به سړي او ښځې په کې سره ګډ خوځېدل.

سخته جلاوالی

د دوشنبې د ورځې په مراسمو کې له سر نه تر پایه ناوې ګانې او زومان سره جلا وساتل شول.‌

نارینه او ښځینه مېلمانه له لسو څخه د ډېرو امنیتي منسوبینو له خوا سره جلا شوي ول چې له وسلو سره به یې ګزمې پرې کولې، او یوازنۍ ساعت تېري په کې شعرونه ویل او د پروګرام د منتظمینو له خوا خبرې کول وو.‌

ژورنالستانو ته اجازه نه وه چې له ناوې ګانو سره، چې تر غټو شالونو لاندې یې ښایسته سپین اوږده کمیسونه اغوستي ول، خبرې وکړي، خو دا اجازه ورکول شوې وه چې د هغوی عکسونه او فلمونه واخلي.‌

د هرې جوړې لپاره یو سور او سپین د واده کېک تیار شوی وو خو یواځې د سړیو په مخ کې اېښودل شوی وو. هغوی دودیز سپین کمیسونه او پرتوګونه اغوستي ول.‌

پروګرام داسې پای ته ورسېد چې زومانو، چې هر زوم د خپل نوم پلاستیکي بیج لګولی وو، خپلې ناوې ګانې روانې کړې او ځای یې په داسې موټرونو کې چې په ګلانو او پټیو باندې پوښل شوی وو، پرېښود.

د کابل د ودونو په یوه تالار کې د یوې ورځې لګښت د ۱۰۰۰۰ او ۲۰۰۰۰ ډالرو تر منځ دی، او د دغه پروګرام منتظم او د سېلاب خیریه موسسې رییس سید احمد سېلاب وویل چې ځینو کوزده شویو جوړو د لګښتونو له امله «له کالونو راهیسې انتظار» کاوه.‌

هغه وویل، «د خرابو رواجونو (مجللو مېلمستیاوو، جېزونو، ډېر شمېر مېلمنو)‌، ډېرو لګښتونو او سختو غوښتنو له امله هغوی نشي کولی چې یو په یو ودونه وکړي.»

سېلاب وویل، هغوی ټولو «له کالونو راهیسې انتظار کاوه چې پیسې وګټي او یو څه سپماوې ولري څو وکولی شي چې ودونه وکړي. له دې امله، موږ دا ډله ییز واده تنظیم کړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بده مرغه ځينې ټولنيز ارزښتونه تش په نامه شرم او غیرت په ټولنه کې د بېلابېلو ستونزو لامل شوي دي. ډېری افغان ځوانان له یوې خوا د ودونو د لګښت له امله تر فشار لاندې دي، له بلې خوا د شرم او غیرت له امله نه غواړي په ډله ییزو ودونو کې واده وکړي. په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ډله ییزو ودونو مراسم خورا مشهور شوي دي. په تیرو وختونو کې، دا ډول ودونه عام نه وو، او د ډیرو لپاره، د خیریه موسسو په مرسته واده کول شرم ګڼل کیده. شرم په افغاني کلتور کې یو له مهمو مسلو څخه دی چې په ډیری مواردو کې د ټولنیزو او شخصي ستونزو لامل کیږي. په هرصورت، په دې وروستیو کې د خیریه موسسو ملاتړ او بې وزلو ته د دوی پاملرنه د دې لامل شوې چې د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې ډیری خلک دا ډول ودونه وکړي. زه د یوې افغانې نجلۍ په توګه د سید احمد سېلاب خیریه بنسټ دغه کړنه ستایم، خدای دې نور هم بریالي کړي. مننه. شیرین علیزۍ

ځواب ورکړئ

ناوړه دودونه او رواجونه په حقیقت کې په ټولنه کې د تباهۍ او فتنې لامل ګرځي. زه ډېر داسې کسان پېژنم چې له څو کلونو راهیسې عربي هېوادونو ته د ولور د ګټلو په موخه تللي او خپله ځواني چې باید له خپلو مېرمنو سره یې تېره کړې وای، په نورو هېوادونو کې تېروي. کله چې دوی ولورونه ترلاسه کړي، د دوی نیم ژوند تیر شوی وي او په زاړه عمر کې واده کوي. دا حالت باید بدل شي ځکه چې دا په ټولنه کې د فتنې او انحطاط لامل کیږي. زموږ خلک باید پوه شي چې د خپلو لورګانو واده د دوی دیني مسؤلیت دی او دوی باید خپلې لوڼې د خپل مادي مال په توګه ونه پلوري. دیني عالمان په ځانګړې توګه د جوماتونو امامان د دې ستونزې په هواري کې مهم رول لوبوي. له بده مرغه تر اوسه يې په دې برخه کې هېڅ نه دي کړي او که يې کړي هم وي، په افغاني ټولنه کې د دې ستونزې د پراخوالي او ژورتيا له امله يې د پام وړ اغېز نه دی لرلی.

ځواب ورکړئ

زه ډېر زیات خوښ شوم چې زمونږ د هیواد ۷۰ ځوانان او ۷۰ نجونې په خیر سره واده شول. ډېر زیات پرې خوشحال شوم. له تاسو مننه چې داسې د خوښۍ خبرونه تر مونږ پورې را رسوئ. ژوند

ځواب ورکړئ