شنونکو سلام ټایمز ته وویل، القاعده تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې، د ناوړه ګټه اخیستنې د یوه سیسټم له لارې له ښځو څخه ناوړه ګټه پورته کوي چې په کې د جنګیالیو سره د هغوی جبري ودونه او د جاسوسانو، مستخدمینو او حتی ځان مرګو په توګه خدمتونه ترسره کول شامل دي.
د ملګرو ملتونو موندنې یو ډیر حشتناک انځور ښیي چې څنګه افراطي ډلې، چې القاعدې سره تړلې ډي اود افریقا په ساحل سیمه کېد ترهګرۍ او ډار اچونې قوي مرکزونه لري، د ښځو رول په دوامدار ډول نظامي کړی دی.
نړۍ والو موسساتو له جنګیالیو سره په سلګونو جبري ودونه مستند کړي، چې ډېری وختونه تر ۱۲ کلنو پورې کوچنۍ نجونې په کې شاملې دي. ژوندي پاتې شوي کسان د رواني روغتیا ملاتړ یا قانوني خوندیتوب ته د نه لاسرسي له امله سخته صدمه زغمي.
مثلا، په مالي او بورکینا فاسو کې، القاعده د ښځو په ورځني ژوند سخت کنټرولونه پلي کوي، د هغوی حرکت، ښوونه او روزنه او کاري فرصتونه په کلکه محدودوي.
په انقره کې مېشت د بشري حقونو فعال ذوفنون احمدي سلام ټایمز ته وویل، «ښځې د جګړې د وسیلو په توګه کارول کیږي -- د جنسي جهاد، جنسي غلامۍ، او حتی د جاسوسۍ ماموریتونو لپاره کارول کیږي،»
هغه وویل، «په هغو سیمو کې چې د القاعدې په څېر ډلو له خوا اداره کیږي، ښځې په مؤثره توګه له ټولو بشري حقونو څخه محرومې دي،»
نوموړي وویل، «دا ډلې د سړيواکۍ، قبیلوي او استبدادي جوړښتونو سره کار کوي چې په کې ښځې یواځې د نسل تولید یا د جنګیالیو د خدمت کولو لپاره ارزښت لري.»
احمدي وویل، «په هغو سیمو کې چې دا ډله واکمنه ده، ښځو ته د دغې ډلې د مشرانو له اوامرو څخه د سرغړونې په بدل کې د سنګسار، درو وهلو یا مرګ په ګډون سختې سزاګانې ورکول کیږي.»
ناوړه ګټه اخیستنه ټولنې زیانمنوي
په هسپانیه کې مېشت د افریقا کارپوه عبدالخلیل مصطفوي سلام ټایمز ته وویل، «دا ناوړه ګټه اخیستنه د دې ګواښ رامنځته کوي چې راتلونکو نسلونو ته زیان ورسېږي،»
هغه وویل، «د قانوني سیستم سقوط، د بې طرفه محکمو نشتوالي، د مدني ادارو له منځه تللو، او د غچ اخیستلو دوامدارې وېرې د ښځینه قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه ناممکنه کړې ده،»
مصطفوي زیاته کړه، «د قضایي سیستمونو بیارغونې او رواني او ټولنیز ملاتړ شبکو له پیاوړتیا پرته به افریقایي ټولنې له زیاتیدونکي بې عدالتۍ او نسلي بحرانونو سره مخامخ شي،»
په انقره کې مېشت د اسلامي مطالعاتو څېړونکي روح الله حق نظر سلام ټایمز ته وویل، «القاعده په اسلامي ټولنه کې د ښځو له تاوتریخوالي ډکو رولونو ته د ودې ورکولو لپاره د واده، جهاد او سرپرستۍ په څېر مفکورې تحریفوي،»
هغه وویل، «په دې چوکاټ کې، ښځې فعال ټولنیز رول نه لري او یواځې هغه وخت ارزښت ورکول کیږي چې هغوی د ډلې ګټو ته خدمت وکړي،»
هغه وویل، خو دا د اسلام اساسي اصولو سره، چې د ښځو لپاره د عدالت، وقار او درناوي غوښتنه کوي، په ټکر کې ده.