امنیت

شنونکي: افراطي ډلې د سرچينو له بحرانونو څخه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره ګټه اخلي

لیکوال: محمد قاسم

افغان کروندګر د ۲۰۲۵ کال د مۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه د بدخشان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په څنډه کې په یوه کرنیزه ځمکه کې غنم راټولوي. [ابرار/د فرانسې خبري آژانس]

افغان کروندګر د ۲۰۲۵ کال د مۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه د بدخشان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په څنډه کې په یوه کرنیزه ځمکه کې غنم راټولوي. [ابرار/د فرانسې خبري آژانس]

القاعده په افغانستان کې په کليوالو سيمو او د افريقا په هغو برخو کې چې حکومتي واکمني کمزورې ده، د طبيعي سرچينو پر سر له شخړو څخه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره ګټه اخلي.

په هغو سيمو کې چې د اوبو، کرنيزې ځمکې او څړځايونو پر سر سيالي زياته شوې او د دولت حضور محدود دی، دا ډله له موجودو تشو څخه د خپل ځان په ګټه استفاده کوي.

دا ډله معمولا هغه مهال مداخله کوي چې شخړې خپل اوج ته ورسيږي او ټولنې له سختو کمښتونو او پراخو ټولنيزو او اقتصادي فشارونو سره مخ شي.

په افغانستان کې هم ورته بېلګې ليدل کېږي،چېرته چې کمزوري دولتي جوړښتونه او سياسي تشې د دې زمينه برابروي چې دا ډله په غير مستقيم ډول په ځايي شخړو کې لاسوهنه وکړي.

په دې ډول حالاتو کې، دا ډله ځان د منځګړي په توګه وړاندې کوي، خو په حقيقت کې د اوږدمهاله نفوذ او د مهمو سرچينو پر تدريجي کنټرول پسې وي.

په هسپانيه کې مېشت امنيتي کارپوه محمد حنيف زاهدي وايي چې القاعده په قصدي ډول له ځايي شخړو څخه د نفوذ د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

هغه وايي، «دا ډله په پيل کې د خلکو تر منځ یوڅه باور رامنځ ته کوي ترڅو خپل موقف پياوړی کړي، خو وروسته د سرچينو د وېش په بهير کې د لاسوهنې له لارې په ځايي جوړښتونو کې په خپله ګټه بدلونونه راولي.»

هغه خبرداری ورکړ چې دا تګلاره نه يوازې دا چې ستونزې نه حلوي، بلکې ډېری وخت شخړې لا پسې زياتوي او د عمومي بې ثباتۍ کچه لوړوي.

منځګړيتوب د يوې تاکتيکي وسيلې په توګه

که څه هم القاعده ځان د عدالت يا ثبات د راوستو د ځواک په توګه ښيي، خو د هغې کړنې څرګندوي چې خپلو ګټو ته له ځاي خلکو څخه لومړیتوب ورکوي.

کله چې د دې ډلې نفوذ ټينګ شي، نو اساسي سرچينو ته لاسرسیمحدودېږي او دا سرچينې د عملياتو د تمويل او د داخلي قدرت د جوړښتونو د پياوړتيا لپاره کارول کېږي.

په پايله کې، ټولنې له اقتصادي فشار، ناامنۍ او اوږدمهاله بې ثباتۍ سره مخ کېږي، چې د هغوی ورځنی ژوند او ځايي اقتصادي سيستمونه سخت زيانمنوي.

د ترکیې په انقره کې مېشت د ترهګرۍ ضد څېړونکی ميرویس حکيمي وايي چې له القاعدط سره تړلې ډلې له منځګړیتوب څخه د یوې تاکتیکې وسیلې په توګه استفاده کوي.

هغه سلام ټايمز ته وويل، «دا ډلې په پيل کې د شخړو د حل د ادعا په بهانه مداخله کوي، خو کله چې خپل حضور ټینګ کړي، بيا سرچينې او اقتصادي لارې تر خپل کنترول لاندې راولي او د ځان د تمويل لپاره يې کاروي.»

هغه زياته کړه چې دا ډلې ډېری وخت خپلې ژمنې نه پوره کوي او پر هغو ټولنو، چې د ملاتړ ادعا يې کوي، فشار راولي.

اوږدمهاله پايلې

د مالي هېواد شواهد ښيي چې دا بېلګه په بېلابېلو وختونو او حالاتو کې تکرار شوې، چې پکې د سرچينو پر سر شخړې او اقتصادي استثمار شامل دي.

د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ په موپتي سيمه کې، اړونده ډلو د مالدارانو او کروندګرو تر منځله شخړو څخه په استفادې سره د خپل نفوذ د پراختیا په موخه ګټه اخیسته.

وروسته يې پر څړځايونو او د مالدارۍ پر لارو ماليه ولګوله او په عملي ډول يې سرچينې کنټرول کړې او د ځايي خلکو په زيان يې عوايد ترلاسه کړل.

د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د مالي په شمال کې، دغو ډلو مهمې سيمې ونيولې او سوداګريزې لارې او ځايي سرچينې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

دغه کنټرول د پام وړ عوايد رامنځ ته کړل، خو په ورته وخت کې يې ځايي اقتصادونه سخت زيانمن کړل او د اغېزمنو ټولنو ژوند یې کمزوری کړ.

په يمن کې، د حضرموت ولايت په مکلا ښار کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ، القاعدې د عرب ټاپووزمې مهمې اقتصادي زيربناوې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

دې ډلې د بندر د چارو او سوداګريزو بهيرونو په مديريت سره د پام وړ مالي سرچينې ترلاسه کړې، چې ډېری يې پوځي فعاليتونو ته ځانګړې شوې.

دغه کنترول اقتصادي فشار زيات کړ، ناامني يې لوړه کړه او پر هغو ملکي وګړو يې سخت محدوديتونه ولګولچې په اغېزمنو سيمو کې ژوند کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500