کابل -- شنونکي خبرداری ورکوي چې که د داعش خراسان څانګه پرېښودل شي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، دا ډله به ډېر ژر د افغانستان په ډېرو سیمو باندې واکمنه شي.
هغوی وویل، د داعش خراسان څانګې سملاسي هدف دا دی چې په افغانستان کې دننه کنټرول تر لاسه کړي او له هیواد څخه بهر د عملیاتو لپاره ترې د یوې اډې په توګه کار واخلي.
په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي محمد رسول خدایداد وویل، د یادې ترهګرې ډلې عملیاتي وړتیا په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې، او دې ته یې فرصت برابر کړی چې نور بریدونه ترسره کړي او د دې ډلې وده په ګوته کوي.
هغه خبرداری ورکړ چې، «که په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې عملیاتي وړتیاوې همداسې دوام ومومي، په لږ وخت کې به دغه ډله د ولایتونو او حتی ټول هېواد کنټرول ترلاسه کړي،»
خدايداد وويل، د داعش خراسان څانګه افغانستان ته د یوه داسې مرکز په توګه ګوري چې غواړي په ګاونډیو هېوادونو او په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره ترې کار واخلي.
هغه وویل، په افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر تروریستي ډلو په ځای پرځای کېدلو سره به دغه هېواد په سیمه کې د بې ثباتۍ سرچینه پاتې شي.
د افغان ملي اردو پخواني ډګروال صبغت الله محمدي، چې اوس په اسلام اباد کې ژوند کوي، وویل، ترهګرې ډلې افغانستان ته د یوې «ملګرې سیمې» په سترګه ګوري، او یو علت یې دا دی چې په ډېرو ولایتونو کې له دغو ډلو سره د جګړې اراده نشته.
هغه وویل، دې وضعیت ترهګرو ته دا توان ورکړی چې ګاونډیو هېوادونو ته خپل نفوذ پراخ کړي.
محمدي، چې د ۱۴۰۰ لمریز تر نیمايي پورې یې د ملي اردو د ځانګړیو عملیاتو په قوماندانۍ کې دنده ترسره کړې، وویل، «په افغانستان کې ترهګرې ډلې، په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګه او القاعده، که څه هم چې ځانونه ټیټ ښیي، خو پرمختګ ته دوام ورکوي،»
هغه وویل، د داعش خراسان څانګې د افغانستان په شمال کې خپل حضور پیاوړی کړی، د تاجک او ازبک ټولنو تر منځ یې استخدام ګړندی کړی او په غرنیو سیمو کې یې وسلې ذخیره کړی دی.
فرقه ييزې جګړې ته لمنه وهل
خلک وايي، که څه هم چې د داعش خراسان څانګه سیمه ییز هدفونه لري، لاکن دغه ترهګره ډله په افغانستان کې دننه فرقه ییزه شخړه جاري ساتي.
د کابل د دشت برچي سیمې یوه اوسېدونکي جمعه الدین نظري، چې ۵۰ کاله عمر لري، وویل، د داعش خراسان څانګه په مشخص ډول شیعه مسلمانان، او په تېره بیا هزاره ګان په نښه کوي، او د هغوی پر ضد ترهګریز بریدونه ترسره کوي.
هغه وویل، «له بده مرغه، په تېرو څو کلونو کې ... په افغانستان کې د داعش د بریدونو ډیری قربانیان د شیعه ټولنو څخه دي،»
نظري وویل، «ما د تېر کال د مرغومي په ۱۷مه د کابل په دشت برچي کې د دغې وحشي ډلې له خوا په یوه بمي چاودنه کې دوه خپلوان له لاسه ورکړل. افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باید د دغې ډلې پر وړاندې چټک اقدام وکړي.»
هغه زیاته کړه، «په وروستیو کلونو کې، د داعش خراسان څانګې په تدریجي ډول خپل ظرفیت ته وده ورکړې ترڅو له افغانستان څخه بهر تهدید رامنځته کړي،»
نظري وویل، «د داعش لومړنۍ اډه اوس هم په افغانستان کې ده، او د دغې ډلې پیچلو بریدونو د افغانانو اندېښنې زیاتې کړي دي،»
هغه وویل، «موږ وېره لرو چې په راتلونکي کې ښایي هغوی د افغانستان ټوله خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي.»
امید
ځواب ورکړئ1 تبصره