کابل -- افغان امنیتي ځواکونو تیره میاشت په یو شمیر ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې دوه غړي ووژل او یو شمیر نور یې ونیول.
د کابل ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې په ۹مه په خپله اېکسپاڼه وویل، امنیتي ځواکونو دغه عملیات په کابل، ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې ترسره کړل.
هغه وویل، هغوی د داعش داسې «مهم غړي» چې د وروستیو بریدونو مسؤول دي، ونیول. په نیول شویو کې هغه کسان هم شامل دي چې د وږي په ۱۲مه یې په کابل کې د اوسنیو واکمنو د څارنوالۍ مقاماتو باندې برید، په کابل کې په نورو بریدونو او دغه راز په بامیان ولایت کې په بهرنیو سیلانیانو باندې یوه برید کې لاس درلود.
مجاهد وویل، «د دغو عملیاتو په ترڅ کې، یو تاجک تبعه د برید د طراح په پټنځای کې نیول شوی دی. دغه کس پلان درلود چې یو ځانمرګی برید وکړي.»
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ، دوه ميله وسله او مهمات هم ونیول.
مجاهد وویل، «په کابل او فاریاب کې د پرله پسې عملیاتو په نتیجه کې دوه یاغیان ووژل شول او یو شمېر نور یې ونیول شول،»
د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو» د وږي په ۲۳مه راپور ورکړ، چې د ۱۴۰۰ لمریز د زمري میاشتې راهیسې د داعش خراسان په بریدونو کې تر ۷۰۰ زیات افغان شیعه ګان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د عدالت غوښتنې
په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالوکیل رسا چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې شتون د نه انکار وړ دی.
رسا د داعش خراسان څانګې هغو غړو ته د سزا په نشتوالي نیوکه وکړه چې مخکې نیول شوي دي.
هغه وویل، «موږ اکثره اورو چې د داعش خراسان څانګې غړي د هیواد په بیلابیلو برخو کې پیژندل شوي او نیول کیږي، خو عدالت نه پلي کیږي چې نورو ته د عبرت درس وګرځي؟»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګه نه یواځې د شیعه مسلمانانو دښمنه ده، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو دښمنه ده. که د هغوی پر ضد قانون پلی شي، نور به له دې ډلې سره د یوځای کېدلو جرات ونه کړي.»
د ترکیې په انقره کې مېشت افغان سیاسي شنونکي، عبدالحفیظ ثاقب وویل، هغو کسانو سره چې په خلکو باندې ظلمونه کوي، باید حساب کتاب وشي.
هغه وویل، «له بده مرغه، د داعش خراسان څانګې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره د تړاو لرونکو کسانو برخلیک چې مخکې نیول شوي دي یو راز پاتې دی. خلک نه پوهېږي چې له دغو کسانو سره څه وړ چلند شوی او ولې تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان خلک تمه لري چې دغه جنایتکارې ډلې ته، چې په زرګونو کورنۍ یې د خپلو عزیزانو په غم کې پریښي دي، سخته سزا ورکړل شي. که نه نو، دا ډول نیول د خلکو له غولولو پرته بل څه نه دي.»
هغه وویل، «په افغانستان کې د داعش پر وړاندې مبارزه یو قوي پوځي ځواک ته اړتیا لري چې د هغوی پر پټنځایونو برید وکړي. څو چې په هېواد کې د دغې ډلې خوندي پټنځایونه ویجاړ نشي، د هغوی د خونړیو بریدونو مخنیوی سخت دی.»
![افغان شیعه ماتم کوونکي د وږي په ۲۳مه، یوه ورځ وروسته له هغې چې د داعش وسله والو د دایکندي ولایت په سنګ تخت ولسوالۍ کې ملکي کسان ووژل، د جنازې لمونځ اداء کوي. [ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2024/10/08/47795-afp__2024091-585_329.jpg)
ډا یو ښه کار دی.
ځواب ورکړئ2 تبصره
د "حماسه میډیا" په نوم یوې رسنۍ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو اړوند المرساد ویب پاڼه وايي چې داعش په پاکستان کې د منظور پشتین او ماهرنګ بلوچ د وژلو پلان لري. المرساد لیکي چې داعش ډلې یو نوملړ خپور کړی چې پکې د منظور پشتین او مهرنګ بلوچ نومونه هم شامل دي. المرساد د خپلو سرچینو په حواله وايي چې دا لیست د پاکستان له خوا داعش ته سپارل شوی دی. المرساد همدا راز زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، په سند کې د دغه غورځنګ مشر نورالله ترین، په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نور باچا او د یوه غړي ذکیم خان نومونه په دغه نوملړ کې شامل دي. د دغه غورځنګ په نوملړ کې قاسم اچکزی، لطیف وزیري، بادشاه پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ پخوانی غړی محسن داوړ شامل دي. پورتني کسان د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د بې ګناه خلکو د وژلو پر ضد مبارزه کوي. له دې څخه څرګندېږي چې په سیمه کې د داعش پروژه د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له خوا پرمخ وړل کېږي.
ځواب ورکړئ2 تبصره