د ښځو حقوق

د نجونو له خوا جوړ شوی وېب سایټ ښځو ته فرصت ورکوي چې د سولې د پروسې په هکله خپلې اندېښنې په تفصیل سره بیان کړي

د عمر راپور

د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس یو شمېر محصلانو د «ښځې او سوله» په نوم یو وېب سایټ او یو اپلیکېشن جوړ کړي څو افغانو ښځو ته فرصت ورکړي چې په هېواد کې د سولې لپاره د روانو هڅو په هکله خپل نظرونه شریک کړي. [عمر]

هرات -- افغانانې یو نوی پلاټفورم یا آنلاین جرګه ځای لري چې کولی شي په هغه کې د سولې په پروسه کې د خپل رول د پیاوړي کولو، د خپلو حقونو د خوندي کولو او له طالبانو سره د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره د روانو خبرو په هکله خپلې اندېښنې په تفصیل سره بیان کړي.

جوړوونکې وایي، د هرات پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي یو شمېر محصلانو د «ښځې او سوله» په نامه یو وېب سایټ او یو اپلیکېشن جوړ کړي چې په هغو کې هغه ښځې چې انټرنټ ته لاسرسی لري کولی شي له اړوندو مقاماتو سره د سولې د خبرو په هکله خپل نظرونه شریک کړي.

د هرات پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي د لومړي کال محصلې او د یادو خدمتونو یوې جوړونکې مهسا قناویزي چې ۱۹ کاله عمر لري،‌ وویل، «زمونږ پروژه داسې طرحه شوې چې د سولې لپاره د ښځو اواز پورته کوي، او مونږ هڅه کوو چې د سولې پروسه کې د ښځو رول پياوړی کړو.»

هغې زیاته کړه، «زمونږ هدف دا دی چې مطمئنه کړو چې ښځې د سولې په پروسه کې یو رول لري، له دې امله، مونږ یو وېب سایټ‌او یو اپلیکېشن جوړ کړل چې دا به د سولې په پروسه کې د ښځو برخه اخیستنې ته وده ورکړي. دا پروژه به په ټول افغانستان کې کار کوي، او ښځې کولی شي چې له دې خدمت څخه په خپلو عادي او سمارټ فونونو کې کار واخلي.»

په هرات پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو شمېر محصلانې د زمري په ۸ مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې په «ښځې او سوله» وېب سایټ او اپلیکېشن باندې کار کوي چې په هېواد کې سولې ته وده ورکړي. [عمر]

په هرات پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو شمېر محصلانې د زمري په ۸ مه په داسې حال کې لیدل کیږي چې په «ښځې او سوله» وېب سایټ او اپلیکېشن باندې کار کوي چې په هېواد کې سولې ته وده ورکړي. [عمر]

د «ښځې او سوله» اپلیکېشن او وېب سایټ جوړوونکې د زمري په ۸ مه په هرات پوهنتون کې کار کوي. [د هرات پوهنتون]

د «ښځې او سوله» اپلیکېشن او وېب سایټ جوړوونکې د زمري په ۸ مه په هرات پوهنتون کې کار کوي. [د هرات پوهنتون]

د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي کال یوې بلې محصلې مرسل یوسفي وویل، دا سایټ به افغانو ښځو ته فرصت ورکړي چې د سولې د خبرو په هکله په نړۍ واله سطحه اورېدونکو ته خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

هغې وویل، «دا پروژه به له افغانو ښځو سره مرسته وکړي‌ چې خلک یې د نړۍ په هر کونج کې غږونه واوري.»

دغې ۲۰ کلنې محصلې وویل،‌ «د هرې اونۍ په پای کې، مونږ د ښځو نظرونه راټولوو او په وېب سایټ‌ یې خپروو. تر دې چې زمونږ همکاران دا نظرونه سره یوځای کوي او له اړوندو موسساتو سره یې شریکوي.»

د هغوی یوې همصنفۍ سودابې سلیمان خېل چې ۲۱ کاله عمر لري،‌ وویل، «مونږ دا پروژه په خپلو پیسو تطبیق کړې ده، او که له مونږ سره مرسته وشي،‌ مونږ کولی شو چې د افغانو ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره تر دې ښې پروژې تطبیق کړو.»

زما سره کرښه

د زمري په ۱۰مه، د پنځو ولایتونو ښځې د هرات ښار په ملکه ګوهرشاد باغ کې راټولې شوې او غږ یې وکړ چې له طالبانو سره د سولې د هرې هوکړې په لاسلیکولو کې باید د ښځو لاسته راوړنې وساتل شي.

د «زما سره کرښه» په نامه دا کمپاین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې او د افغانستان د ښځو د ګڼ شمېر فعالانو په مرسته په ټول هېواد کې ترسره کیږي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې الیتا مېلر په یوه مرکه کې وویل، «ښځې یو مهم رول لري چې په ټولنه کې یې ولوبوي او د «زما سره کرښه» کمپاین لوی هدف دا دی چې د سولې په څېر ملي پروسو کې د ښځو رول مطمئن کړي چې هغوی وکولی شي د شخړې له طرفونو سره خپلې غوښتنې او اندېښنې شریکې کړي.»

هغې زیاته کړه، «په دې کمپاین کې به مونږ د افغانو ښځو یوه شبکه جوړه کړو چې هغوی به وکولی شي چې په ښارونو، ولسوالیواو کلیو کې په خپلو کې سره مفاهمه وکړي او هره ورځ خپلې غوښتنې او اندېښنې سره شریکې کړي. ملګري ملتونه دې ته ژمن دي‌ چې د افغانو ښځو لاسته راوړنې او ارزښتونه خوندي کړای شي.»

هغې زیاته کړه، «ملګري ملتونه داسې یو چاپېریال جوړوي چې په کې افغانې ښځې کولی شي چې یو له بل سره قوي ارتباطات جوړ کړي او د خپل راتلونکي په هکله پرېکړه وکړي. مونږ له هغوی سره مرسته کوو چې غږ یې واورېدل شي.»

په هرات ولایت کې یوې فعالې ماریا بشیر وویل، دا کمپاین ضروري دی ځکه چې ښځې وارخطا دي چې ښایي هغه لوري چې د سولې په پروسه کې برخه اخلي د خپلو سیاسي لاسته راوړنو لپاره د افغان ښځو حقونه له پامه وغورځوي.

هغې وویل، «دا کمپاین له ښځو سره مرسته کوي چې د سیاسي وضعې او د سولې د پروسې په هکله خپل موقف څرګند کړي او د سولې د پروسې مذاکره کوونکیو لوریو ته خپلې غوښتنې او اړتیاوې وړاندې کړي.»

مېرمن بشیر زیاته کړه، «هغه هېوادونه چې هڅه کوي په افغانستان کې سوله راشي باید د سولې تړون څخه وروسته د څارنې یو قوي سیستم جوړ کړي څو د تاریخ د تکرار مخه ونیسي. مونږ تمه لرو چې ملګري ملتونه جدي څارنه وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې تکرار نشي.»

د طالبانو تیاره دوره

هغه ښځې چې په «زما سره کرښه» کمپاین کې یې برخه اخیستې ده ژمنه کوي چې طالبانو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې په هغوی باندې بیا خپله توره دوره تحمیل کړي.

په هرات پوهنتون کې د ژورنالیزم یوې محصلې نرګس سادات وویل، «د یوې محصلې په توګه زه د سولې د پروسې ملاتړ کوم، خو هغه باید داسې یوه سوله وي چې کولی شي دښځو او نجونو حقونه او د هغوی انساني درنښت تضمین کړي.»

د ننګرهار ولایت یوې اوسېدونکې مقدسې احمدزۍ وویل، « ښځې اندېښنه لري چې هغوی به بیا هغې تورې دورې ته ورستنې شي چې په افغانستان کې جګړه وه، قانون مات شوی وو، حکومت مات وو او هر څه ګډوډ ول.»

هغې زیاته کړه، «داسې اندېښنې موجودې دي چې ښایی مونږ هغه لاسته راوړنې او ارزښتونه چې په تېرو ۱۸ کالو کې مو ترلاسه کړي دي له لاسه ورکړو.»

د هرات یوې اوسېدونکې مونسې سادات ومنله چې د افغان ښځو او په ځانګړې توګه د ځوان نسل لپاره دا د منلو وړ نه ده چې د طالبانو سختې دورې ته بېرته ورستنې شي‌.‌

هغې زیاته کړه، «مونږ، ځوان خلک سولې ته اړتیا لرو او مونږ حق لرو چې په یوه سوله ییز چاپېریال او ارامۍ کې زده کړې وکړو، خو طالبان راستنېږي او هڅه کوي چې خپل پخواني سخت اصول تحمیل کړي. دا په دې معنی چې سوله به نه وي او مونږ نشو کولی چې دا حالت قبول کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ماشاءالله. قوت

ځواب ورکړئ

شه خبره د لا برياوو په هيله

ځواب ورکړئ

تاسو ښکلی اوږد راپور لیکلی دی مننه،‌ خو د ویب سایټ ادرس مو نه دی لیکلی. یو ځل تاسو د کمپیوټري تذکرو په رابطه هم دغسې اوږد راپور لیکلی وو او دا مو په کی تشریح کړی وه چی خلک څنګه کولی شي د ویب سایټ له لاری اپلیکیشن ورکړي یو بل ځل مو فکر کوم چی د روشن که کوم مخابراتي شرکت له خوا د یو څه اسانتیاوو په رابطه راپور لیکلی وو لاکن پخپله ادرس مهم دی چی تاسو یی ذکر کړئ. هر څه په ګوګل کی نه پیدا کیږي. مننه

ځواب ورکړئ