د ښځو حقوق

متحدو ایالاتو د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د مبارزې د چټکولو لپاره استازې وټاکله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

چادري په سر ښځې د لیندۍ په ۲۷مه د کندهار په یوه سړک باندې په یوه موټر کې سفر کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

چادري په سر ښځې د لیندۍ په ۲۷مه د کندهار په یوه سړک باندې په یوه موټر کې سفر کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

واشنګټن -- متحدو ایالاتو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۸مه/ یوه استازې وټاکله ترڅو د افغان ښځو د حقونو دفاع وکړي او د یوه مهم لومړیتوب په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین وویل، افغان الاصله امریکایۍ پوهه او د منځګړتوب د چارو متخصصه رینا امیري چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ پر وخت یې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه، د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو لپاره د یوې ځانګړې استازې رول پر غاړه ولري.

څو میاشتې وروسته له هغه چې متحدو ایالاتو په افغانستان کې خپله ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، بلینکېن وویل چې امیري به داسې مسایل چې «ما او د ولسمشر جو بایډن نورې ادارې ته ډېر اهمیت لري» رسیدګي وکړي‌.

بلینکین په یوه اعلامیه کې وویل، «موږ غواړو داسې یو امن، باثباته او خوندي افغانستان ولرو چې ټول افغانان په کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې شامل وي او په کې وغوړېږي.»

رینا امیري د ۱۳۹۲ د غبرګولي په ۹مه په نیویارک ښار کې د افغان ښځو د حقونو د لمانځنې په یوه پروګرام کې برخه اخلي. [امریکاغږ]

رینا امیري د ۱۳۹۲ د غبرګولي په ۹مه په نیویارک ښار کې د افغان ښځو د حقونو د لمانځنې په یوه پروګرام کې برخه اخلي. [امریکاغږ]

د زمري میاشتې په وروستیو کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، ډېرې ښځې کارونو ته له تګ څخه ایسارې شوې، او نجونې تر ډېره ثانوي ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې.

د یکشنبې په ورځ، د کابل واکمنو وویل چې ښځې به اجازه ونه لري چې د نارینه محرم له شتون څخه پرته اوږده سفرونه وکړي.

د افغانستان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې له تلوېزیوني چینلونو څخه غوښتي وو چې د داسې ډرامو خپرول ودروي چې ښځینه لوبغاړي ښیي او په داسې حال کې چې د تلویزیون ښځینه ژورنالستانې یې له کاره نه وې منع کړې، لاکن غوښتنه یې ترې وکړه چې ټیکري په سر کړي.

افغانو ښځو د خورو ورو عامه اعتراضونو د ترسره کولو په ګډون، د مخالفت غږ پورته کو.

له نویو افغان واکمنو سره د اصولو په اساس تعامل

امیري کوچنۍ وه چې له افغانستان څخه ووتله او له خپلې کورنۍ سره یو ځای په کلیفورنیا کې دېره شوه. هغې په توفتس پوهنتون کې قانون او دیپلوماسي ولوستل او په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو په هکله غږ پورته کړ.‌

هغه مخکې لاړه او د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالاتو د پخواني دیپلومات ریچارډ هولبروک سلاکاره وټاکل شوه. دغه راز، هغې له ملګرو ملتونو سره هم کار کړی دی. هولبروک په ۱۳۸۹ کې مړ شو.‌

په یوه وروستۍ لیکنه کې، امیري له نوي حکومت سره «د اصولو په اساس البته عملي دیپلوماتیک تعامل» غوښتنه وکړه، خو ویې ویل چې په رسمیت لا باید ونه پېژندل شي.‌

هغې وویل، سیمه ییزو لوبغاړو لکه پاکستان له نویو افغان واکمنو څخه په خپلو غوښتنو کې د ښځو حقونه په کافي اندازه نه دي شامل کړي څو هغوی لا ډېر ټولشموله وګرځي.

هغې همدا راز به دې اړه شک څرګند کړ چې افغانان، چې ډېری یې د افغانستان د تاریخ له ۱۳۷۵-۱۳۸۰ دورې څخه وورسته زېږېدلي دي، د ښځو پر وړاندې د پخواني چلند منلو ته ور وګرځي او ټینګار یې وکړ چې هېواد «د تېرو ۲۰ کالونو پرمختګ او کلتوري بدلونونه منلي دي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500