اقتصاد

د برتانیا مرستندوی پروګرام په کندهار کې په زرګونو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړل

د رحیم الله خپلواک راپور

د یو کی ایډ ډایرکټ په نامه برتانوي مرستندویې موسسې د خوړو په مقابل کې کار پروګرام په لړ کې په کندهار ولایت کې یوه پروژه پلې کړې، چې له اړمنو افغان کورنیو سره مرسته کوي. دا پروژه چې «بیارغونه، بیا مېشتونه او له ستونزو څخه وتنه» نومیږي، د تېر کال په اوږدو کې په ټول کندهار ولایت کې پلې شوه، او شاوخوا ۴۵۰۰ خلکو په کې برخه واخیستله. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

کندهار -- د یو کی ایډ ډایرکټ په نامه برتانوي مرستندویې موسسې د خوړو په مقابل کې کار پروګرام په لړ کې په کندهار ولایت کې یوه پروژه پلې کړې، چې له اړمنو افغان کورنیو سره مرسته کوي.

دا پروژه چې «بیارغېدنه، بیا مېشتېدنه او له ستونزو څخه وتنه» نومیږي، د تېر کال په اوږدو کې په ټول کندهار ولایت کې پلې شوه. هغه په کندهار او د هېواد په نورو برخو کې روانه ده.

د یو کی ایډ ډایرکټ په وینا، د کندهار ښار او د دغه ولایت په ولسوالیو کې شاوخوا ۴۵۰۰ خلکو په دې پروژه کې برخه اخیستې ده.

هر برخه وال د کار په بدل کې اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا او مالګه ترلاسه کوي. دا مواد چې میاشت په میاشت وېشل کیږي ۹۰ ډالر ارزښت لري.‌

د کندهار په لسګونو اوسېدونکیو د لړم په ۴مه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې له یو کی ایډ ډایرکټ څخه خوراکي توکي ترلاسه کړل. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

د کندهار په لسګونو اوسېدونکیو د لړم په ۴مه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې له یو کی ایډ ډایرکټ څخه خوراکي توکي ترلاسه کړل. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

یادې موسسې وویل، برخه وال د خوراکي توکو د میاشتنیو کڅوړو په بدل کې د نهرونو په جوړولو او پاکولو، او د سرکونو په پخولو او بیارغولو باندې کار کوي.‌

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکیو د چارو یوه چارواکي فضل الرحمان شېرزاد وویل، د ځینو هغو کډوالو په ګډون چې له ګاونډیو هېوادونو څخه را اېستل شوي دي، بې وظیفې کسان په دې پروژه کې برخه اخلي.

هغه وویل، «کار د خوړو په بدل کې پروګرام په لیرې پرتو او محرومو سیمو کې تطبیق شوی دی.»

هغه وویل، «د دې پروګرام هدف دا دی چې د بې وزلۍ او لوږې پر ضد مبارزه وکړي او د بې کارۍ مخه ونیسي.»

هغه وویل، «د کندهار په ډېرو سیمو کې سرکونه او کانالونه دومره ویجاړ شوي چې حتی له کارولو څخه وتلي ول. د کار د خوړو په بدل کې پروګرام په ملاتړ، دا سرکونه او کانالونه بیارغول شوي چې د ځایي خلکو لپاره یې اسانتیاوې ښې کړي دي.»

هغه وویل، د اقتصادي ننګونو او بحرانونو په اوج کې، د نړۍ والو موسسو مرستې له زرګونو کورنیو سره مرسته کړې چې ګاونډیو هېوادونو ته د کاري فرصتونو لټون پسې تللو پرځای په افغانستان کې پاتې شي.‌

کار او رغونه

د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سربېره، «بیارغونې، بیا مېشتونې او له ستونزو څخه وتنې» په کلیو کې د بېخبناوو په بیاجوړونه کې مرسته کړې ده.‌

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد زمان چې ۲۷ کاله عمر لری، وویل چې هغه له یو کال څخه ډېر وخت راهیسې بې کاره و او اوس خوښ دی چې د کار د خوړو په بدل کې پروګرام په چوکاټ کې کار کوي.‌

هغه وویل، «موږ ډېر خوښ یو چې موږ کولی شو نفقه وګټو او دا چې زموږ په کلي کې بېخبنا انکشاف کوي.»

نوموړي وویل، «موږ به بازارونو او کوڅو کې اخوا دې خوا ګرځېدلو، خو اوس موږ کار کوو او عاید لرو.»

هغه وویل، «لوستي او نالوستي دواړه ډوله خلک بې وظیفې پاتې ول.‌ پخوا زموږ ډېرو لوستو خلکو له حکومت سره کار کاوه، خو اوس هغوی وظیفې نه لري.»

زمان وویل، «موږ په خپله سیمه کې د یو کی ایډ ډایرکټ په مرسته سرکونه او کانالونه بیاورغول، او دا به په را روان ژمي کې تحرک او زراعتي ځمکو ته د اوبو جریان ته وده ورکړي.»

د ډنډ ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي حبیب الله عمر چې ۳۴ کاله عمر لری، وویل له هغه وخته چې هغه د یو کی ایډ ډایرکټ پروژه باندې کار کول پیل کړي، هغه د لوږې په هکله وارخطا نه دی.

هغه د لړم په ۴مه وویل، «دوه میاشتې کېږي چې زه له دې پروژې سره کار کوم. د خوراکي توکو هغه کڅوړه چې زه یې د میاشتې په پای کې ترلاسه کوم زما د کورنۍ د مړولو لپاره کافي ده.»

هغه وویل، «زه له بې کارۍ څخه ستړی وم او هیله مې له لاسه ورکړې وه. اوس زه ډېر خوښ یم چې کولی شم کار وکړم او خپلې کورنۍ ته نفقه وګټم.»

هغه وویل، «موږ خپلې سیمې ته سرک چې په ډېر بد حال کې و، بیا ورغاوه.‌ دغه راز، موږ په خپله سیمه کې لوی کانال وکینده او پاک کړ چې د هغه له لارې اوس زراعتي پټیو ته په اسانۍ سره اوبه تېرېږي.»

هغه وویل، «په وروستیو کالونو کې هیچا هم دغه کانال پاک کړی نه و، او اوبه به کورونو ته ور بهېدلې.»

عمر زیاته کړه، دې پروژې د سیمې ډېر ځوان اوسېدونکي ایران یا پاکستان ته له کډه کولو څخه وژغورل.

بې وزلي کمول

په کندهار کې قومي مشرانو او نورو ځایي سپین ږیرو وویل، د نړۍ والو موسساتو له خوا تطبیق شویو پروژو خلک له فقر او لوږې څخه ساتلي دي.‌

په کندهار ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال نظام الدین قیام وویل، «نړۍ والې مرستې د افغانانو ژوند او اقتصاد له سقوط څخه وژغوره. که دا مرسته نه وای، ډېرو افغانانو به دومره څه نه لرلی چې ویې خوري.»

هغه وویل، «د خوراکي توکو په وېش سربېره، موږ وینو چې پرمختیایي پروژې تطبیقیږي. په زرګونو افغانان په هغو پروژو باندې چې نړۍ والې مرستندویې موسسې یې تمویلوي، په کار کولو بوخت دي او عاید ترې لري.»

هغه وویل، په هېواد کې د تېر کال بدلونونو ته په پام سره چې په افغانستان کې یې اقتصادي او د کار بحران رامنځته کړ، نړۍ واله ټولنه باید له افغانانو سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي.

په کندهار ښار کې یوه قومي مشر محمد موسی نورزي وویل، که نړۍ واله مرسته نه وای، په زرګونو کورنۍ به مجبورې شوې وای چې ګاونډیو هېوادونو ته کډې وکړي.‌

هغه وویل، «نړۍ والې مرستې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی دی.»

هغه وویل، «په هغو سختو شرايطو کې که نړۍ واله مرسته نه وای، کېدای شوای چې د لوږې له لاسه یو بشري بحران رامنځته شي. افغانانو خپل عواید له لاسه ورکړي او نشي کولی چې خپلو ځانونو او کورنیو ته نفقه پیدا کړي.»

هغه زیاته کړه، «وچکالۍ او سېلاوونو په تېر کال کې اکثرې خصوصي زراعتي ځمکې ویجاړې کړي دي.»

په ورته وخت کې، افغانانو «د بې کارۍ او اقتصادي بحران له امله عواید له لاسه ورکړي دي.»

نورزي وویل، «هغې نړۍ والې مرستې چې هره میاشت وېشل کیږي ... بې وزلي کمه کړې،» او زیاتوي چې د ژمي په بهیر کې ډېرې مرستې ته اړتیا ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا صحیح ده چې هرکله چې د افغانستان دولتي نظام بدل شي، د افغانستان خلک له ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ کېږي. زموږ ګاونډي هېوادونه چې مسلمانان هم دي، د دې پر ځای چې له موږ سره مرسته وکړي، پر موږ ظلم کوي. دوی زموږ پر مخ سرکونه بندوي. د افغانستان بې وزله خلک نه پرېږدي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره دغو هېوادونو ته ولېږدوي. مالي مرستې هم د اروپايي او امریکايي هیوادونو څخه راځي. زموږ ګاونډیو هېوادونو تل افغانان په بدو حالاتو کې یوازې پرېښي دي. زموږ ګاونډیو هېوادونو د افغانستان په ورانولو کې رول لوبولی دی.

ځواب ورکړئ

په کندهار ولايت کې د لویې بريتانيا له خوا د خوراکي توکو د کار پروژه يو ستر کار دى. د دې ولایت ډېری سړکونه، کانالونه او پلونه د څو کلنو جګړو پر مهال ویجاړ شوي او دا پروګرام کولی شي چې هلته بیا رغونه وکړي او د دې ولایت بې وزلو او بې روزګارو خلکو ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي. دا کار د ۲۵۰۰ کسانو لپاره نه دی، بلکې د ۲۵۰۰ کورنیو لپاره دی.

ځواب ورکړئ

زمونږ خلک باید له شرق او غرب سره په دوستۍ او روابطو کې دې ته متوجه اوسي چې شرق (روسیې، چین، ایران، پاکستان، عربو...) مونږ ته په سختۍ کې د مرستې لاس نه دی راکړی. بلکې روسانو زمونږ په هیواد باندې یرغل وکړ او تر نن ورځې پورې چې مونږ څومره کړاوونه او دردونه وینو دا هماغه د روسانو د یرغل عواقب دي. بلې خواته، له دې سره سره چې مونږ درې ځلې برتانیا ته داسې ماتې ورکړي چې د سپیو په څېر یې چیغې وهلې او تښتېدلي لاکن بیا هم زمونږ له خلکو سره مرستې کوي. امریکایانو هم په افغانستان باندې ناحق او ظالمانه یرغل وکړ لاکن د خپل کبر سزا یې ولیدله. د هغوی یرغل هم امریکا وشرموله او هم یې په لسګونو زره افغانان ووژل. په دې کې دواړه لوري ملامت ول. ۲۱ کاله مخکې طالبان دومره احمقان ول لکه خره. او بش دومره مغرور و لکه داړونکی سپی. هغه دومره احمق و چې هم یې د امریکا عزت او عظمت خراب کړ او هم یې افغانان خراب کړل. زه د امریکایانو یرغل ته له دې امله هم ناحق وایم چې کله د هغوی دښمن اسامه په پاکستان کې پیدا شو، امریکا پاکستان ته دومره هم ونه ویل چې ولې یې شپږ کاله ساتلی و؟ اوس تاسو دا مقایسه کړئ چې امریکا یا په نامه نړۍ والې ټولنې افغانستان ته د اسامه د ساتلو په مقابل کې څه سزا ورکړه او پاکستان ته یې څه سزا ورکړه؟ افغانان یې په لسګونو زره ووژل خو پاکستان ته یې د ټرمپ د وینا مطابق ۳۰ میلیارده ډالر ورکړل. په هر حال، که مونږ بیرته وګورو امریکا په دا تېرو ۱۵ میاشتو کې له افغانستان سره تقریبا ۱۲ سوه میلیونه ډالر مرسته کړې ده. افغانان د امریکا د مرستو هرکلی کوي او غواړي چې امریکا د توپونو او ټانکونو پر ځای افغانستان ته خپل پانګوونکي،‌ انجنیران،‌ ډاکتران، ټکنالوجستان راولیږي او له مونږ سره دې د دښمنۍ پرځای دوستي وکړي.

ځواب ورکړئ

افغانان اوس تر بل هر وخت په اقتصادي لحاظ اړ دي. مونږ د هر هغه چا بلاعوضه مرستو ته هر کلی وایو چې په دې سخت وخت کې له مونږ سره مرسته کوي. افغانان له تېرو څو لسیزو را پدې خوا له مختلفو مشکلاتو سره مخ دي. په اصل کې افغانان خواریکښ خلک دي خو په هېواد کې له لسېزو را په دې خوا وچکالۍ، جنګونو او د نظامونو چپه کېدو سخت ژوبل کړل. زما په نظر دغه درې اړخونه دي چې افغانان یې دې ته اړ کړي چې خپل هېواد پرېږدي او نور هېوادونو ته په غیر قانوني لارو اروپا او نورو هېوادونو ته لاړ شی. په دا وروستیو کې افغانان په خپل هېواد کې ښه سره راټول شوی ول خو د نظام چپه کېدو بېرته وپاشل. په هر هېواد کې چې جنګ او د نظامونو چپه کېدل وي، وګړي یې مجبورېږي په قانوني او غیر قانوني لارو خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته لاړ شي. دغه وجه ده چې ډېری افغانان کوښښ کوي چې غربي هېوادونو ته پناه یوسي . زما په نظر که پرمخ تللي هېوادونه غواړي چې مهاجر ور نه شي، ښه به دا وي چې له جنګ ځپلو هېوادنو سره مرستې ډېرې کړي تر څو وګړي یې په خپلو هېوادونو کې په کار بوخت شي. دا چې برطانیه هم یو له پرمخ تللیو هېوادونو څخه ده، افغانان یې د مرستو منندوی دي خو دا مرستې به لا هم کافي نه وي. په دې هیله چې برطانیه او نور غربي هېوادنه له افغانستان سره مرستې وکړي، د امن د راتلو هڅې چټکې کړي او افغانان په خپل هېواد کې مصروف کړي.

ځواب ورکړئ