بلخ -- د څښلو اوبو ته په لاسرسي کې د دوو لسیزو له ستونزو څخه وروسته، د بلخ ولایت د چمتال او چاربولک ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې ۳۱۴ کورنۍ اوس د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی لري.
د څښلو د پاکو اوبو دا دوه پروژې د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد) د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) په مالي مرسته تطبیق کړې.
د بلخ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس یارمحمد شبیر وویل، په یادو دوو پروژو باندې کار د لیندۍ په میاشت کې پیل شو او د کب په ۸مه په رسمي توګه پرانستل شوې.
هغه وویل، په ټولیز ډول په دغو پروژو باندې له ۱۱ میلیونو افغانیو (۱۲۳۰۰۰ ډالرو) څخه ډېر لګښت راغلی دی.
هغه وویل، «د چمتال ولسوالۍ په شورابي کلي کې، د اوبو رسولو لومړۍ شبکه ۲۶۸۰ متره اوږده ده او یوه ۱۲۰ متره ژوره څاه، د اوبو یوه کانکرېټي ذخیره چې ۲۳ مکعب متره ظرفیت لري، ۴۱ د اوبو نلونه، یوه ۱۰ متره لوړه د اوبو اوسپنیزه ټانکۍ، ۲۰ لمریزې تختې او نور تجهیزات په کې شامل دي.»
هغه وویل، «دویمه شبکه چې د چاربولک ولسوالۍ په جنګوره کلي کې تطبیق شوې ده، ۵۱۲۸ متره اوږده ده، یوه ۱۲ متره د اوبو کانکرېټي ذخیره چې ۲۳ مکعب متره ظرفیت لري، ۷۰ د اوبو نلونه، یوه ۱۵۰ متره ژوره څاه او ۳۶ لمریزې تختې په کې شامل دي.»
شبیر وویل، د داسې پروژو تطبیقول د خلکو د اړتیاوو په حلولو کې ډېر مؤثر دي، او په ځایي خلکو باندې یې غږ وکړ چې د اوبو رسولو شبکو څخه سمه استفاده وکړي او په ساتنه کې یې خپل رول ولوبوي.
د چمتال ولسوال نورالله محمد وویل، «د یادو سیمو اوسېدونکي د څښلو د اوبو له نشتوالي سره مخامخ ول، خو د دې دوو پروژو تطبیق د سلګونو کورنیو لپاره د څښلو اوبو ته لاسرسی برابر کړی دی.»
هغه وویل، «د دویم ګام په توګه، موږ پلان لرو چې د سرکونو او روغتیایي کلینیکونو په برخه کې د خلکو اړتیاوې پوره کړو، او په دې هکله له مرستندویانو سره هم خبرې ترسره شوي دي.»
هغه وویل، «له نېکه مرغه، اوس زموږ خلک د دې پروژې له برکته د څښلو اوبو ته لاسرسی لري.»
یوه تلپاتې حللاره
د شورابي او جنګوره کلیو اوسېدونکیو خپلو کورونو ته د څښلو د اوبو د رسیدو هرکلی کړی دی.
ننګیالي امیري چې ۳۶ کاله عمر لري او په شورابي کلي کې ژوند کوي، وویل چې د هغه د کلي اوسېدونکیو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د څښلو اوبو ته لاسرسی نه درلود.
هغه وویل، د سیمې اوسېدونکي مجبور ول چې د یوه خوړ اوبه، چې له څو کلیو څخه تېرېږي، استفاده کړي، خو د وچکالیو له امله د اوبو کچه ښکته شوې ده.
هغه وویل، «د خوړ اوبه پاکې نه دي او د خېټې او پښتورګو د ستونزو او د ماشومانو تر منځ د ناروغیو سبب شوي دي، لاکن خلکو بله لاره نه لرله.»
هغه زیاته کړه، «په دې کلي کې خلک غریب دي او د ځایي او نړۍ والو ادارو له ملاتړ څخه پرته به نه وای توانېدلي چې د اوبو رسولو یو سیستم جوړ کړي.»
د جنګوره کلي یوه اوسېدونکي علي اکبر چې ۵۲ کاله عمر لري، وویل چې د هغه د کلي او څو نورو نږدې کلیو اوسېدونکیو له یوې لیرې څاه څخه اوبه ترلاسه کولې.
هغه وویل، «ماشومان او ښځې د اوړي په ګرمۍ او د ژمي په یخنۍ کې له لاس ګاډو یا خرو څخه په استفادې سره یا په لاسونو کې د اوبو د بوشکو په لېږدولو سره له ډېرو ستونزو سره مخامخ ول.»
هغه وویل، «موږ ډېرځلې غوښتنه وکړه چې چارواکي د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه کړي، خو هیچا هم زموږ خبرې ته غوږ ونه نیو.»
هغه وویل، «اوس، موږ خوښ یو چې یوه مرستندویه اداره راغله او زموږ ستونزه یې د تل لپاره حل کړه او اوس موږ د څښلو اوبو ته لاسرسی لرو.»
حیاتي مرسته
په مزارشریف کې د کوچنیانو د ناروغیو یوه متخصص نورالدین حیدري د هغې مرستې هرکلی وکړ چې په افغانستان کې د نړۍ والو مرستندویو ادارو له خوا وړاندې کېږي، او د هغوی کار یې «مهم» وباله.
هغه وویل، «په خفګان سره چې، هر کال د څښلو د پاکو اوبو د نشتوالي له امله په سلګونو اوسېدونکي په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي.»
هغه وویل، «له بده مرغه چې د ناپاکو اوبو څښل په ماشومانو کې د نس ناستي او په لویانو کې د خېټې د درد او د پښتورګي د تیږې سبب کیږي.»
د مزارشریف یوه اوسېدونکي علي احمد محمدي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، نړۍ والو موسسو په وروستیو میاشتو کې خپل فعالیتونه زیات کړي چې د خلکو ستونزې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې حل کړي.
هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې موږ په خپلو سترګو لیدلي چې نړۍ والې موسسې او مرستندویې ادارې د څښلو د پاکو اوبو او د زراعت د اوبو او دغه راز د کانالونو او د هغو د استنادي دېوالونو، سرکونو، ښوونځيو او روغتیایي کلینیکونو د جوړولو په څېر بېلابېلو پروژو باندې په کار بوختې دي.»
هغه وویل، «موږ په نړۍ والو موسساتو باندې غږ کوو چې د افغانستان او بلخ خلک یواځې پرې نه ږدي. دوی نشي کولی چې دا ټولې ننګونې په یواځې سر حل کړي.»
د ملګرو ملتونو مرستې په اوسني حالت کې ډېرې ګټورې دي او د افغانستان د بې وزلو خلکو لپاره ډېر زیات ارزښت لري. په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو او بهرنیو موسسو د افغانستان بې وزلو خلکو ته پاملرنه زیاته کړې او د افغانستان په هر ولایت کې یې بشري مرستې رسولي چې تر ډېره یې د افغانستان د خلکو ستونزې هوارې کړې دي. د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د څښاک د اوبو د پروژو، د اوبو د زیرمو جوړولو، د کانالونو پاکولو، د روغتیایی کلینیکونو جوړولو او د پلونو د جوړولو په شمول مهمې پروژې ترسره کړي دي. د بهرنیو سازمانونو دا ټول کارونه حیاتي ارزښت لري. د څښاک د اوبو د دې ذخیرې په جوړولو سره د بلخ ولایت د چمتال او چهاربولک ولسوالیو د خلکو ستونزې هوارې شوې او د دغو دوو ولسوالیو خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی. له څو کلونو راهیسې افغان حکومت د دغو دوو ولسوالیو د خلکو ستونزه حل نه کړه، خو نن ملګرو ملتونو د دغو دوو ولسوالیو د بې وزلو خلکو ستونزه حل کړه. د دغو دوو ولسوالیو خلک له ملګرو ملتونو خوښي څرګندوي.
ځواب ورکړئ3 تبصره
اوبه د ژونديو موجوداتو لپاره حیاتي ارزښت لري؛ په تېره بیا د خوراک او څښاک اوبه، خو زموږ په سیاره کې ډېره کمه سلنه جوړوي، یوه برخه یې د ځمکې تر سطحې لاندې ده، چې د ښکته کېدو او کمېدو مخه يې باید ونيول شي او د تغذيې ساحه یې خوندي وساتل شي، چې متاسفان خوندي نه ساتل کېږي. په جنوبي ولایتونو کې خو یې ورته سولرې لګولي او بې درېغه د څښاک اوبه چې د کروندو د استعمال لپاره نه دي مصرفوي. په دومره اندازه د ځمکې لاندې اوبه په کروندو کې مصرفول واقعاً ظلم دی. دا چې اوس مهال د سیندونو اوبه ځمکو ته نه شي رسېدلي (امکانات برابر نه دي) نو بزګران هم باید د سولرو اسعتمال سره احتیاط وکړي او آن په کورونو کې دې لویان خپله او ماشومانو ته سپارښتنه وکړي چې د اوبو له استعمال سره احتیاط وکړي.
ځواب ورکړئ3 تبصره
راپور مې سر تر پایه ولوست او څنګه چې د ځایي کلیو اوسېدونکي د اوبو د شبکو په جوړولو خوښ شوي داسې یې زه خوشاله کړم. د داسې لیکنو په خوند هغه څوک پوهېږي چې یو وخت یې پاکو اوبو نشتون درک کړی وي. د داسې ورځې په هیله چې هر کور ته د ړورو اسانتیاوو ترڅنګ د پاکو او صحي اوبو نلونه ورسیږي او د ډنډونو او ویالو اوبو پر ځای له پاکو اوبو استفاده وشي.
ځواب ورکړئ3 تبصره