کابل -- افغان کتونکي وایي، ایراني چارواکي د افغانستان له ناوړو اقتصادي شرایطو څخه په استفادې سره په کابل باندې فشار اچوي ترڅو د هلمند سیند اوبه ترلاسه کړي.
تهران ټایمز راپور ورکړ چې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د زمري په ۶مه مه وویل، تهران ته د خپلو اوبو د حقونو د کارولو اجازه ورکول به د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان له خوا په خپلو وعدو باندې درېدلو په برخه کې د یوه لازمي شاخص په توګه رول ولوبوي.
امیر عبداللهیان دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې افغانستان په هلمند سیند باندې د ۱۰۰ میګاواټو په ظرفیت کجکي بند دویم فېز پرانست.
هغه یادونه وکړه چې، د ایران په جنوب ختیځ کې پروت سیستان او بلوچستان ایالت د هلمند سیند په اوبو باندې متکي دی، او خبرداری یې ورکړ چې د دې مسئلې په عاجله اصلاح کې پاتې راتلل کولی شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په نورو برخو کې همکارۍ ته زیان ور ورسوي.
هغه وویل، د ایران د انرژۍ وزارت یو لوړپوړی هیئت به له افغانستان څخه لیدنه وکړي څو په هرو هغو پاتې خنډونو باندې کار وکړي چې له سیند څخه نېغ په نېغه د اوبو د ترلاسه کولو په برخه کې د ایران مخه نیسي.
د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند د اوبو په هکله د ۱۳۵۲ تر تړون لاندې، ایران حق لري چې په ثانیه کې ۲۶ مکعب متره اوبه له دغه سیند څخه ترلاسه کړي.
له لسیزو راهیسې، ایران په وړیا توګه اوبه ترلاسه کولې چې د هغې اندازې څخه چې په تړون کې ذکر شوي دي په بیلیونونو مکعب متره زیاتې وې، لاکن اوس د افغانستان بندونو په افغانستان کې دننه د اوبو ذخیره کول پیل کړي دي.
د ایراني چارواکو دې هڅو چې ځانونه قربانيان ښيي افغان کتونکي په قهر کړي دي.
د کابل پوهنتون یوه استاد او د اوبو د مسایلو څېړونکي نجیب اقا فهیم وویل، «د اقلیم بدلون او په وروستیو کالونو کې متواترو وچکالیو په هلمند سیند کې د اوبو کچې ټیټې کړي دي. په داسې مواردو کې، د ایران او افغانستان تر منځ د هوکړې په اساس، د ایران د اوبو حقونه هم کم شوي دي.»
فهیم چې پخوا یې د پېښو د مدیریت په برخه کې د دولت وزیر او د بهرنیو چارو وزارت د تړونونو د چارو رییس په توګه کار کړی، وویل، «له دې امله، ایرانیان د هېڅ شکایت حق نه لري.»
هغه وویل، «دا چې افغانستان په متواتره توګه وچکالیو ځپلی او د اوبو کچې ښکته شوي دي، د اوبو د حقونو په برخه کې د ایراني مقاماتو نوی موقف او غوښتنې له تړون څخه سرغړونه ده.»
فهیم وویل، «ایران په منظمه توګه له هغې اندازې څخه ډېر ځلې ډېرې اوبه ترلاسه کړي چې دواړو لوریو ۴۰ کاله مخکې پرې هوکړه کړې وه.»
هغه وویل، «په افغانستان کې له روانې ګډوډۍ او بې ثباتۍ، ناوړو اقتصادي شرایطو او بې کارۍ څخه په استفادې سره، ایراني مقامات هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو هدفونو او غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېل فشارونه واچوي.»
په کابل باندې فشار اچول
فهیم وویل، «له تړون څخه په سرغړونې سره په وړیا توګه د اوبو ترلاسه کول د ایران له اصلي هدفونو څخه دی.»
نوموړي وویل، «ایران له افغانستان څخه د هر څاڅکي اوبو ترلاسه کولو ته سخته اړتیا لري. لکه څنګه چې موږ په وروستیو میاشتو کې ډېر داسې اعتراضونه ولیدل چې ایرانیانو په کې په خپل حکومت باندې د بې کفایتۍ او د اوبو او چاپېریال د ناسم مدیریت تورونه لګول، د ایران حکومت د خپلو وګړو له سخت فشار سره مخامخ دی.»
هغه وویل، «د ایران حکومت خپلو وګړو ته هېڅ ځواب نه لري، له دې امله، هغه په خپل غریب ګاونډي باندې چې له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخامخ دی د اوبو تړون د نه مراعتولو تورونه لګوي څو په دې توګه عام خلک وغولوي او د ایراني حکومت بې کفایتي او ناسم مدیریت پټ کړي.»
فهیم زیاته کړه، «د ایراني مقاماتو له خوا د ایران د اوبو د حقونو په هکله نیول شوی وروستی موقف سیاسي انګېزې لري.»
هغه وویل، «یو طرف ته، هغوی غواړي چې په سیستان او بلوچستان سیمه کې د وچکالۍ پړه پر افغانانو ور واچوي، بل طرف ته، هڅه کوي چې په افغان لوري باندې فشار واچوي څو له افغانستان څخه ایران ته د اوبو د بهیر په هکله ډاډ ورکړي.»
هغه وویل، «ایراني مقامات په افغان لوري باندې تور لګوي چې هغوی ته له کوم دلیل پرته د هغوی د اوبو پوره حق نه ورکوي، لاکن حقیقت دا دی چې د هلمند سیند په اوبو سربېره، ایرانیان په فراه او نورو سیمو کې له درې یا څلورو نورو سیندونو څخه د ایران خاورې ته ورتلونکیو اوبو څخه استفاده کوي.»
فهیم وویل، «په افغانستان باندې د فشار اچولو له لارې، د ایران حکومت هڅه کوي چې ټولې هغه پرمختایي او اقتصادي پروژې ودروي چې افغانستان یې د خپلو اوبو اړوند پلې کوي.»
هغه وویل، «مثلا، ایرانیان غواړي چې د کجکي، بخش اباد او سلما بندونو پورې اړوندې پروژې ودروي څو هغوی وکولی شي چې د افغانستان له اوبو څخه په غیر معینه توګه استفاده وکړي چې دا تړون خلاف کار دی.»
شخړې ته لمن وهل
په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي سلیم پیګیر وویل، «د ایران حکومت په افغانستان باندې د فشار اچولو لپاره له بېلابېلو وسایلو څخه کار اخلي.»
هغه وویل، «د کډوالو شکنجه کول او را اېستل، افغانستان ته د راصادرېدونکیو تجارتي توکو د قیمتونو لوړول، د قومي او مذهبي شخړو ګرمول او حتی په افغانستان کې د بېلابېلو جنګي ډلو ملاتړ کول هغه وسیلې دي چې تهران یې د اضافي اوبو د ترلاسه کولو لپاره په کار اچوي.»
پیګیر وویل، «په تېرو ۴۰ کالونو کې په افغانستان کې د داخلي جنګونو په پیلولو سره، ایران د افغانستان اقتصاد ته غټه ضربه ور ورسوله، زموږ هېواد یې بې ثباته کړ او په میلیونونو افغانان یې مجبور کړل چې کډې وکړي او هغوی له تړون څخه په سرغړونې سره ډېرې اوبه ترلاسه کړي.»
هغه وویل، «خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې هغوی د دې ټولو قیمت ورکړي.»
په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عمر نهضت وویل، «له بده مرغه چې د افغانستان ګاونډیان او په تېره بیا ایران په تاریخ کې د افغانانو ښه ګاونډیان نه دي.»
هغه وویل، «ایرانیانو تل هڅه کړې چې په افغانستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران رامنځته کړي او خپل هدفونه او ګټې ترلاسه کړي.»
نهضت وویل، «د دې پر ځای چې د یوه اسلامي او د یوې ګډې ژبې لرونکي هېواد په توګه له افغانانو سره مرسته وکړي... ایرانیان هڅه کوي چې وضعیت لا پسې بدتر کړي او د ډېرو اوبو د ترلاسه کولو لپاره ترې کار واخلي.»
ایرانیان د افغانانو سر سخته دوښمنان دي. دوی همېشه د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کړي او لا کوي یې. لسېزې کېږي چې ایران له موقع نه په استفادې سره د افغانستان د حکومتونو په نسکورېدو کې ونډه لرلې او افغانستان یې لوټلی. په افغانستان کې د سیاسي حالاتو بدلون سره جوخت ایران ته یو ځل بیا موقع په لاس ورغله چې خپلو اهدافو ته د کومو لپاره یې چې په افغانستان کې جګړه کوله (د حکومت نسکورېدل) ځان ورسوي. د سلما د بند په جوړېدا سره د ایران په پارلمان کې د وکیلانو له خوا هم سخت غبرګون ښودل شوی و. دا چې تر دې وړاندې دسلما د بند د تخریب او نه جوړېدو لپاره ایران څومره کوښښونه وکړل، هر چا ته معلومه ده. اوس چې په افغانستان کې نوې ادارې ته واک په لاس ورغلی، ایرانیان د دوی له مجبوریت نه په استفادې سره غواړي چې د افغانسان د اوبو محاسبه دې ورسره و نه شي. که چېرې نوي واکمن له ایران سره د اوبو محاسبه و نه کړي، دا به له افغان ملت سره یوه لویه جفا وي په ځانګړې توګه له هغو افغان ځوانانو سره چې په دا وروستیو کې ایرانیانو د ایران په خاوره کې تر غوږونه غوڅ او ژوندی یې تر ډبرو لاندې کړل.
ځواب ورکړئ3 تبصره
څه عجیبه نظام دی. هلته په ایران کې ایرانیان افغان کډوال وژني، غوږونه یې پرې کوي، اعداموي یې او په سیند کې یې ډوبوي. د دې پر ځای چې له ایران سره حساب وکړي، د طالبانو غیر مسوول او بې وجدانه حکومت هغوی ته د افغانستان پاکې او رڼې اوبه ورخوشې کوي. طالبان د واک د ساتلو لپاره د افغانستان د ګاونډیو او دښمنانو هر ډول شرطونو منلو ته چمتو دي. دا ډله د پاکستان او ایران هر حکم مني. دوی د افغانستان کانونه او طبیعي زیرمې پاکستان او چین ته لیلام کړي او پاکستان به ډېر ژر افغانستان لوټ کړي. خدای دې افغانستان او افغانان له دې جاهل او غدار ګروپ څخه وژغوري.
ځواب ورکړئ3 تبصره
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې له ایرانه د هلمند د سیند د اوبو د حق غوښتنه کړې وه. ښاغلي امیر عبداللهیان وویل، طالبان باید د ایران د اوبو د حقونو مسلې ته په درناوي سره دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ د ټینګولو په یوه عامل باندې بدل کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې امیر عبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته په ټینګار سره ویلي، چې موږ جدي غوښتنه کوو، چې د افغانستان حکومت باید د لازمو او جدي همکاریو له لارې د ایران د اوبو او سرحدي اوبو د حقوقو په برخه کی د دواړو هیوادونو ترمنځ د موافقتنامې په اجرا کی خپل دوه اړخیز مکلفیتونه پوره کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي امیر خان متقي په دې خبرو کې د ایران د انرژۍ د وزارت د کارپوهانو د پلاوي د استولو په اړه د دوه اړخیزو مشورو د دوام هرکلی وکړ چې د دغه هېواد د اوبو د حقوقو په اړه یې تعقیب کړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د سازمان شویو جرمونو، د انسان او نشه یي توکو له قاچاق او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې کړې دي. تر دې دمه ایران او طالبانو د دغه هېواد د اوبو د حقونو او سرحدي لانجو د هواري په موخه څو ځلې خبرې کړې او د یو بل هېوادونو ته یې ګڼ پلاوي استولي دي. ایران تل له افغانستان څخه د اوبو د حق په غوښتلو ټینګار کړی دی. کله چې طالبانو د کمال خان بند د اوبو یوه برخه خوشې کړه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې طالبانو د ایران د اوبو حق په رسمیت پېژندلی، که څه هم اسلامي جمهوریت د طالبانو له واکمنۍ خوښ نه دی. ښاغلي امیر عبداللهی
ځواب ورکړئ3 تبصره