امنیت

د طالبانو د تېر وخت کړنې د دیپلوماتیکو ماموریتونو د خوندیتوب په ژمنو باندې شکونه راپورته کوي

د سلیمان راپور

یو ساتونکی د غبرګولي په ۴مه، هغه اونۍ چې استرالیا په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې د امنیتي اندېښنو له امله په افغانستان کې خپل سفارت تړي، د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې د استرالیا سفارت سره نږدې د یوې دروازې ساتنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو ساتونکی د غبرګولي په ۴مه، هغه اونۍ چې استرالیا په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې د امنیتي اندېښنو له امله په افغانستان کې خپل سفارت تړي، د کابل په دپلوماتیکه سیمه کې د استرالیا سفارت سره نږدې د یوې دروازې ساتنه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- کتونکي وایي، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او ماتو شویو وعدو تېر تاریخ د دغې ډلې له خوا د بهرنیو دیپلوماتانو او په دیپلوماتیکو ماموریتونو کې د نړۍ والو مرستندویو کارکوونکیو لپاره د یوه خوندي چاپېریال د برابرولو په هکله د ډاډ ورکولو ژمنې کمزورې کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د غبرګولي په ۵مه ټولو بهرنیو دیپلوماتانو او د بشري مرستو د ادارو کارکوونکیو ته اطمینان ورکړ چې طالبان به هغوی ته هېڅ ګواښ پیښ نه کړي.‌

خو طالبان له دیپلوماتانو او په افغانستان کې له بهرنیو مرستندویو کارکوونکیو سره د چلند یوه د اندیښنې وړ تاریخچه لري، او د غبرګولي په ۷مه استرالیا د امنیتي اندېښنو له امله اعلان وکړ چې دغه هېواد خپل سفارت تړي.

داسې نښې نښانې شته چې نور هېوادونه به هم د دغه هېواد لاره تعقیب کړي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عین الدین بیک وویل، «دغه هېوادونه فکر کوي چې ...هغوی به په نښه کړای شي او له خطر سره مخامخ دي،» او زیاته یې کړه چې د طالبانو ژمنې یواځې یو مانور ده چې غواړي مشروعیت پرې ترلاسه کړي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه بل شنونکي سرور ماموند وویل، طالبان له تېرو دوو لسیزو راهیسې په قصدي توګه بهرني مرستندوی کارکوونکي، بهرني ډاکتران او بهرني خبریالان په نښه کوي.

هغه د ۱۳۹۸ د لیندۍ په میاشت کې د طالبانو له خوا د یوه جاپاني ډاکتر تیتسو ناکامورا چې خپل ژوند یې په افغانستان کې خدمت کولو ته وقف کړی وو، وژنې، او د ۱۳۹۵ د زمري په میاشت کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دوو استادانو امریکایي کیلوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس تښتونې ته چې د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې خلاص شول، اشاره وکړه.

هغه وویل، دغه ډول پېښې د بهرنیانو په مقابل کې د طالبانو د دښمنۍ ښکاره بېلګې دي، او د هغه څه تر منځ چې طالبان یې وایي او کوي ډېر توپیر دی.

ماموند وویل، په دې برخه کې د طالبانو ګرمې وعدې چې د بهرنیو دیپلوماتانو لپاره یو خوندي چاپېریال برابروي هم یواځې پروپاګند او د هغوی د ستراتیژیکو اړیکو د کمپاین برخه ده چې غواړي هغو بهرنيو هېوادونو ته چې په افغانستان کې سیاسي استازولۍ لري، چاپلوسي وکړي.

په طالبانو باندې باور نشي کېدلی

د افغانستان د دیموکراسۍ د مطالعاتو مرکز رییس امام محمد وریماچ وویل، طالبان د اعتماد وړ نه دي او هیڅوک هم په هغوی باندې هېڅ باور نشي کولی.

هغه وویل، «له دې سره سره چې طالبانو د وروستي اختر په رخصتیو کې اوربند اعلان کړ، هغوی د هېواد په بېلابېلو برخو کې بریدونه وکړل، او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر غړي او ملکي کسان یې ووژل.»

وریماچ وویل، «طالبان باید پوه شي چې هغوی به ونشي کولی چې د زور له لارې قدرت ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، که طالبان پرېکړه وکړي چې د سولې خبرې ترسره نه کړي او پرځای یې هڅه وکړي چې په زور سره قدرت ترلاسه کړي، هغوی باید پوه شي چې نه افغانان او نه هم د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍ واله ټولنه به د هغوی مشروعیت په رسمیت وپېژني.»

د کاپیسا ولایت په کوهستان کې د البیروني پوهنتون د سیاسي علومو استاد آرش شهیرپور وویل، که طالبان غواړي چې د افغانانو او نړۍ والې ټولنې باور ترلاسه کړي، هغوی باید د مذاکراتو او د سولې د خبرو له لارې شخړه پای ته ورسوي.‌

هغه وویل، که نه، نړۍ واله ټولنه به د تېر په څېر طالبان د ترهګرو په توګه وپېژني او هغوی به په نړۍ واله کچه منزوي شي.

شهیر پور وویل، «طالبان باید د روان تاوتریخوالي په غندلو او د بې ګناه افغانانو د وژلو په درولو سره د یوه سوله ییز افغانستان د جوړولو پر وړاندې خپله ژمنتیا ثابته کړي.»

د لاسته راوړنو خوندي کول

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل محمد سهراب چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې افغانانو ډېر څه لاسته راوړي دي چې هېڅکله به پرې ناوړه جوړجاړی ونه کړي.‌

هغه د بیان ازادي، ولسواکي، د رایې ورکولو حق، بشري حقونه، تعلیم، او له نړۍ سره په سیاسي او کلتوري اړیکو کې پرمختګونه د دغو لاسته راوړنو د بېلګو په توګه یاد کړل.

هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې روانو خبرو سره په یوځای کېدلو او بالاخره د یوه پراخ حکومت په جوړولو سره د دغه تاریخي پرمختګ د له لاسه ورکولو مخه ونیسي.‌

شهیرپور طالبانو ته په خطاب کې وویل چې اوس د دې وخت دی ترڅو ثابته کړي چې هغوی افغانان دي او کولی شي چې خپل هېواد او افغانانو ته ثبات او ښېرازي راوړي.

شهیرپور په دوستو هېوادونو باندې ټینګار وکړ چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او په افغانستان کې خپل سفارتونه ونه تړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې لپاره چې نړۍ واله ټولنه خوشحاله کړي یا نړۍ هغوی په رسمیت وپېژني اوهغوی ته ترهګره ډله ونه وایي، طالبان هڅه کوي چې بهرنیان په نښه نه کړي او په افغانستان کې د هغوی امنیت خوندي کړي، په داسې حال کې چې د افغان امنیتي ځواکونو وژلو، چاودنو او هدفي بریدونو ته دوام ورکوي. که طالبان په ریښتیا یوه ترهګره ډله نه وي، هغوی باید د افغانانو پر ضد جنګ ودروي او خبرو کولو او د مذاکراتو له لارې د افغانستان د مسئلې حلولو ته چمتو شي، ځکه چې د زور له لارې قدرت ترلاسه کول ښه کار نه دی، لاکن په دې ورځو کې طالبان خپلې ټولې هڅې کوي چې د افغانستان ښارونو ته سقوط ورکړي او بالاخره د کابل حکومت رانسکور کړي.

ځواب ورکړئ