امنیت

د ننګرهار په برید کې پېژندل شوی جاپانی ډاکتر او ۵ افغانان ووژل شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

د روغتون کارکونکو جاپانی ډاکتر تېتسو ناکامورا د لیندۍ په ۱۳مه په جلال اباد کې په یوه برید کې له ټپي کېدلو څخه وروسته د درملنې لپاره په ځولۍ کې انتقالوي. هغه په همدې ورځ ساه ورکړه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د روغتون کارکونکو جاپانی ډاکتر تېتسو ناکامورا د لیندۍ په ۱۳مه په جلال اباد کې په یوه برید کې له ټپي کېدلو څخه وروسته د درملنې لپاره په ځولۍ کې انتقالوي. هغه په همدې ورځ ساه ورکړه. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل چې د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۳مه/ په ننګرهار ولایت کې په یوه برید کې د ۶ وژل شویو کسانو په ډله کې یو جاپانی ډاکتر چې له ډېر وخت راهیسې یې د افغانستان ځینې ډېرو بې وزلو خلکو سره مرستې کولې هم شامل دی.

په جلال اباد کې شوی دغه وسله وال برید په وروستیو ورځو کې دویم داسې وژونکی برید دی چې مرستندوی کارکوونکي یې په نښه کړل او افغانان او بهرنیان دواړه یې په ورته ډول پرېشان کړل.

۷۳ کلن تېتسو ناکامورا د پیس جاپان میډیکل سروېسز په نامه -- چې په جاپاني کې په پیشور کای مشهوره ده -- موسسې رییس وو او له ۱۳۶۰مو کالونو راهیسې چې د پاکستان په پېښور ښار کې یې د پيس د ناروغانو درملنه پیل کړه، په سیمه کې کار کاوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، ناکامورا چې په سینه ویشتل شوی وو له کابل سره نژدې په بګرام کې یوه روغتون ته په لاره مړ شو.

ډاکتر تېتسو ناکامورا په یوه بې نېټې عکس کې په ننګرهار کې لیدل کیږي. [آرشیف]

ډاکتر تېتسو ناکامورا په یوه بې نېټې عکس کې په ننګرهار کې لیدل کیږي. [آرشیف]

خوګیاڼي وویل، پنځه تنه افغانان؛ درې د ناکامورا ساتونکي، یو موټروان او یو بل همکار یې ووژل شول.

د جلال اباد یوه اوسېدونکي‌ اعوذبالله ای اېف پي ته وویل چې هغه په ځایي وخت د سهار ۸ بجې ډزې واورېدلې.

هغه وویل، «ما ولیدل چې وسله والو سړيو په یوه جاپاني سړي او د هغه په امنیتی ساتونکو باندې برید کاوه.‌ بیا وسله والو سړيو د یوې وړې کوڅې له لارې سیمه پرېښودله.»

له صحنې څخه اخیستل شویو عکسونو یو سپین پیک آپ موټر چې یو لوی کابین یې درلود ښوده.‌ د هغه د اړخ کړکۍ داسې لیدل کېدې چې ګولۍ پرې لګېدلي او د مخې په شیشه لږ تر لږه د درې ګولیو سوري لیدل کیدل.

طالبانو په پېښه کې له لاس لرلو څخه انکار وکړ او ادعا یې وکړه چې هغوی «له هغو موسسو سره چې د افغانستان په بیارغونه کې یې مرسته کړې ده ښې اړیکې لري.»

طالبانو د غوایي په میاشت کې په کاونټرپارټ انټرنېشنل چې یوه غیر انتفاعي موسسه ده او له محرومو افغانانو سره کار کوي برید وکړ. په هغه برید کې ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د تاوتریخوالي یو بې شعوره کار

دا برید په داسې حال کې کېږي چې د بشري مرستو ادارې څو ورځې وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی په کابل کې په یوه بمي برید کې ووژل شو، په اضطراری حالت کې دي.‌

انیل راج، امریکایي وګړی، چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) سره کار کاوه هغه وخت ووژل شو چې موټر یې په کابل کې په نښه کړای شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه اعلامیه کې چې د چارشنبې د ورځې پېښه یې په کې غندلې وه د ناکامورا په وژنه خفګان څرګند کړ.

یوناما وویل، دا «د یوه داسې سړي پر ضد چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د افغانستان د ډېرو بې وزلو خلکو مرستې کولو ته وقف کړې وه یو بې شعوره عمل دی.»

د ناکامورا د موسسې یوه چارواکي میتسوجي فوکوموټو په ټوکیو کې وویل چې د دغې پېښې انګېزه معلومه نه ده.‌

فوکوموټو وویل، «موږ نه پوهېږو چې د دغه برید ترلامل څه وو، آیا هغه یوه ساده غلا وه که د ګټو ټکروو».

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، «د یوه سوکاله او باثباته افغانستان دښمنانو خپلو بیرحمو ترهګریزو کړنو او جنایتونو ته دوام ورکړاو ډاکتر ناکامورا او د هغه ملګري یې ووژل.»

ټویټ زیاتوي چې، ولسمشر اشرف غني «اړوندو مقاماتو ته حکم وکړ چې د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. همدارنګه، هغه د ډاکتر ناکامورا د همکارانو کورنیو ته چې عزیزانو یې په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی، تسلیت وویل.»

د غني یوه ویاند ناکامورا «د افغانستان یو له ډېرو نږدې دوستانو څخه» وباله.

ویاند صدیق صدیقي وویل، هغه «خپل ژوند زموږ له خلکو سره مرستې او همکارۍ ته وقف کړی وو.»

ناکامورا په جاپان کې د هغه د مرستندویو کارونو له امله چې لسیزې پخوا یې پیل کړي وو مشهور وو.

پيشور کای موسسه د ناکامورا د ملګرو له خوا چې له ۱۳۶۳ راهیسې یې په افغانستان او پاکستان کې کار او ژوند کاوه، جوړه شوې وه.‌

ناکامورا چې اصلا د فوکواکا اوسېدونکی وو، په ۱۳۸۲ کال کې د فلیپین د رامون مګساسای د سولې او نړۍ وال پوهاوي جایزه ترلاسه کړه. دغې جایزې ته ډېر وخت د اسیا نوبل جایزه ویل کیږي.

ناکامورا د خپلې برښناپاڼې په یوه زاړه پوست کې د څاګانو او اوبولګولو لښتیو او همدارنګه د روغتیایي خدمتونو په ګډون له افغانانو سره د خپلې موسسې د یو شمېر پروژو په هکله معلومات ورکړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

برښناپاڼه څه شی ده؟

ځواب ورکړئ