ځوانان

په کابل کې ځوانان د بدن جوړونې جیمونو ته مخه کوي

ای اېف پي او سلام ټایمز

په داسې حال کې چې له لوډسپیکرونو څخه هندي موزیک راوځي، په لسګونو افغان سړي د پوزې خرار وباسي او په خوله شوي حالت کې تمرین ته دوام ورکوي. د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو راهیسې، د کابل په دغه جیم کې موجوده صحنه په ټوله پلازمېنه کې، په بېلابېلو ځایونو کې، چې بدن جوړونه په کې عامه شوې ده، تکرارېږي. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې له لوډسپیکرونو څخه د بالي ووډ فلمونو هندي موزیک راوځي، په لسګونو سړي د پوزې خرار وباسي او په خوله شوي حالت کې، په دېوال د آرنولډ شوارزینیګر تر لګېدلي عکس لاندې چې عضلات یې راځوړند ښکاري، تمرینونه کوي.

په کابل کې په جیمونو کې دننه صحنه په ټوله پلازمېنه کې په داسې کارځایونو کې، چې بدن جوړونه په کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدلو راهیسې عامه شوې ده، تکراریږي.

سپورټ په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې دود دی او حتی د طالبانو رژیم د هغوی د ۱۹۹۶ - ۲۰۰۱ د واکمنۍ پر وخت زغملی وو، خو په دې شرط چې سړیو باید د وزن جیګولو پر وخت اوږده پرتوګونه اغوستي وای.

خو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او داعش له خوا ترسره شوی تاوتریخوالی چې د فشار، تراوما او زیانونو په سبب له بد نه بدتر شو،ډېرو او لا ډېرو سړیو د علاج د یوه مېکانېزم په توګه جیم ته مخه کړه.

بدن جوړوونکی حارث محمدي، چې ۲۵ کاله عمر لري، د اپریل په ۱۸مه په کابل کې د بدن جوړونې او فېټنېس د سیالۍ په ترڅ کې مصنوعي خورمایي رنګ اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بدن جوړوونکی حارث محمدي، چې ۲۵ کاله عمر لري، د اپریل په ۱۸مه په کابل کې د بدن جوړونې او فېټنېس د سیالۍ په ترڅ کې مصنوعي خورمایي رنګ اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بدن جوړوونکي د اپریل په ۱۶مه د کابل په یوه جیم کې تمرین کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بدن جوړوونکي د اپریل په ۱۶مه د کابل په یوه جیم کې تمرین کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د حقوقو او سیاسي علومو یوه محصل، حارث محمدي، چې د بدن جوړونې لپاره کمپاین کوي او په کابل کې په یوه محلي جیم کې روزونکی هم دی، وویل،‌ «په افغانستان کې هر کس او هر چېرې، غواړي چې د بدن ښه بڼه ولري، او دا سپورټ د هر ځوان لپاره په زړه پورې سپورټ دی،»

دا ۲۵ کلن سړی، چې خړ لباس یې پر تن دی، په بېلابېلو بڼو ځان ښیي او خپل ښه جوړ شوي عضلات ښیي او د بدن جوړونې له یوې سیمه ییزې سیالۍ څخه مخکې خپله سینه او اوږې تودوي.

محمدي وویل، د بمي بریدونو او ځانمرګو بریدونو له یوې څپې سره سره، ژوند روان دی، او زیاته یې کړه چې ځوان افغانان غواړي چې خپل ځانونه صحتمند وساتي. یوه لاره یې په سپورټونو کې ځان ښکېلول دي چې دلته په کابل کې د بریا ډېرې کیسې لري.

ځوان افغانان، په شوارزینیګر سربېره، د سیلویسټر سټالون او سلمان خان په شمول د هاليووډ او باليووډ د فلمونو ډېرو نورو ستورو ته د بدن جوړونې د رول موډلونو په سترګه ګوري.

په کابل کې محلي جیمونه په ساعتونو ساعتونو مصروف وي، او په داسې حال کې چې سړي وزنونه پورته کوي او خپل بدنونه جوړوي، موزیک چالان او ملګرتیا پالنې په کې روانې وي.‌

پخوانۍ ورځې

په پخوا وختونو کې، بدن جوړونه په کابل کې تل یو مشهور سپورټ نه وو.

مشهور افغان بدن جوړونکی عزیز آریزو د یوه نوي ځوان وزن پورته کوونکي په توګه د خپل وخت کیسه کوي او وایي چې په پلازمېنه کې «ډېر کم خلک» د دې سپورټ په هکله پوهېدل.

هغه پخپله دې کار ته وروسته له هغه مخه وکړه چې داسې فلمونه او پوسټرونه یې ولیدل چې د شوارزینیګر په څېر خارجیان یې ښودل.‌

هغه وویل، «آرنولډ زما رول ماډل وو،» او د هغه وخت په وریادولو موسکی شو چې د هالیووډ د ستورو پسټ کارډونه څومره قېمته ول.

په کابل کې په خپل کوچني جیم کې د وزنونو د جیګولو تر منځ وخت کې له ای اېف پي سره د خبرو کولو پر وخت، آریزو وویل -- د هغه بدن هغسې نه دی چې د بدن جوړونې په تېر وخت کې وو -- او د ستاینو هغه اوږد لست یې وښود چې د نورو تر څنګ هغه په کې په ۱۹۷۰مو کلونو کې د هېواد د اولمپیک کمېټې له خوا د افغانستان د بدن جوړونې د لومړني استاد په توګه نومول شوی وو.

هغه یو اوږد، او ځینې وختونه، یوازنی مسیر دی.

که څه هم چې اوس پخپله یو روزونکی دی، چې په سلګونو افغان ځوانانو ته د وزن جیګولو او خېټې د کنټرول حرکتونه ورښيي، هغه پخپله د هېڅ چا له خوا نه دی روزل شوی.

څو کاله مخکې هغه د موټرونو له اضافي پرزو څخه وسایل او د پورته کولو لپاره وزنونه جوړ کړل ځکه چې په بازار کې هېڅ ځای نه خرڅېدل.

هغه وویل، «زه پخپله د خپل ځان استاد یم،» او زیاته یې کړه چې د هغه د پورته کولو وزنونه «د خارجي وزنونو په نسبت ډېر مستریح دي».

د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، هغه څلور میاشتې په کابل کې کار وکړ او بیا وتښتېد، ځکه د بدن جوړونې په هکله د هغوی له نسبتاً زغموونکیو نظریاتو سره سره هغه د هغوی له قیودو څخه وېرېده.

هغه وویل، «اوس، د ښار په هرځای کې د بدن جوړونې کلبونه موجود دي، او هر چا ځان ته خپل جیم جوړ کړی دی،»

هغه د خپل کار په بهیر کې په سلګونو بدن جوړونکي روزلي دي خو هغه د هغو نویو میتودونو په هکله، چې ډېر ځوان افغانان یې کاروي او د هغوی د وړتیاوو د زیاتولو لپاره د پروټیني موادو اخیستل شامل دي، بد ګومان دی.

د مضرو جانبي عوارضو په هکله د خبرداري په ورکولو سره، هغه وویل، «زه باور لرم چې که تاسو طبیعي سپورټ یا تمرین وکړئ، هغه له پروټینو څخه بهتر دی،»

هغه وویل، «ما له تمرین څخه مخکې، د ګازرو او کېلې جوس څښلو، او له تمرین څخه وروسته، ما دوه هګۍ، درې ګیلاسه شیدې، یوه کاسه لوبیا او دال خوړل، او دا زما ورځنی خوراک وو،»

«د نن ورځې بدن جوړونه طبیعي نه ده.»

فشار او خفګان

په کابل پوهنتون کې د ارواپوهنې یوه پروفیسر، علي فطرت، وویل، د میتود له پام کې نیولو څخه پرته، سپورټ کولی شي چې د نژدې څلورو لسیزو د جګړې د رواني ضربې په ارامولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، په افغانانو باندې ټولنیز، کلتوري، مالي او سیاسي فشار موجود دی، او ویې ویل چې جګړه، نا امني او کمزوري اقتصادي شرایط د دغه حالت ځینې فکټورونه دي.

هغه وویل، د بدن جوړونې په څېر سپورټونه کولی شي چې په دې برخه کې یو «حیاتي رول» ولوبوي.

خو د محمدي په څېر، هغه هم وویل چې ځوانان په ځانګړې قوي اراده لري چې له نورو خلکو څخه جلا معلوم شي.

هغه وویل، «هغوی غواړي چې خپل بدنونه وښیي، هغوی غواړي چې د خلکو توجه ورجلب کړي او هغوی غواړي چې بل ډول ښکاره شي او له نورو څخه مختلف معلوم شي،»

خو ډېر وېرېدونکي خلک اوس خپل حرکتونه د تاوتریخوالي د زیاتېدا له امله محدودوي. آریزو وویل چې د هغه د جیم مراجعین کم شوي دي.‌

هغه وویل، «په دې ورځو کې خلک د سپورټ کولو پر ځای د هېواد د پرېښودلو په هکله فکر کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام ټایمز په داسې موضوعاتو لیکنې کوي چې د نورو خبري منابعو ورته بیخي‌ پام نه وي. د سلام ټایمز لیکنې واقعا په زړه پورې دي. خو دوه عیبونه په کې شته یو دا چې د منظور پښتون د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو او بل په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد هیڅ نه لیکي. مننه

ځواب ورکړئ