کابل -- مقاماتو وویل، چې په کابل کې یو څو ساعته اوږد جنګ، چې راکټي بریدونه او پوځي هوایي بریدونه په کې وشول، د سې شنبې په ورځ /د زمري ۳۰ مه/ د دوه اورپکو په مرګ سره پای ته ورسېد.
دا برید هغه وخت وشو، چې ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ، څو ورځې وروسته له هغه چې نوموړي طالبانو ته د یوه درې میاشتني مشروط اوربند وړاندیز وکړ، وینا کوله.
داعش د خپلې رسنۍ، اعماق، له لارې د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.
د کابل ګاردنیزیون قوماندان، جنرال مراد علي مراد، یوه خبري کانفرانس ته وویل، «برید دوه کسانو کړی وو. دښمن د هاوان ګولۍ ورولې،»
![سړي د زمري په ۳۰ مه په جلال اباد کې د لوی اختر لمونځ کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2018/08/21/14131-000_18i1nj-585_329.jpg)
سړي د زمري په ۳۰ مه په جلال اباد کې د لوی اختر لمونځ کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]
هغه وویل، هغوی ووژل شول او لږ تر لږه ۶ ملکي کسان یا د امنیتي ځواک غړي ټپیان شول.
د جګړې په ترڅ کې د افغان پوځ یوه هیلیکوپتر له عیدګاه جومات سره نژدې ورټیټه شوه او د اورپکو موضع یې په یوه راکټ وویشته، چې ګرد ترې پورته شو.
هغو مشتریانو، چې لږ وخت مخکې یې د اختر لپاره مالونه اخیستل،د سرپناه د موندلو لپاره منډې کړې، او موټرونه له جګړې څخه د تېښتې لپاره په سړک کې سره تېروبېر شول.
دغه جومات د ولسمشرۍ ماڼۍ سره، چې غني په کې وینا کوله، نژدې واقع دی. د هغه وینا په فیسبوک ژوندۍ خپرېدله چې برید پیل شو.
ولسمشر په سیمه کې د ګڼو چاودنو په اورېدلو سره، چې د ځینو اواز نژدې وو، وقفه کوي، او بیا وایي، «دا ملت به دغو راکټي بریدونو ته سر ټیټ نه کړي.»
د اوربند وړاندیز
غني د یکشنبې په ورځ ناوخته /د زمري ۲۸ مه/ د خپلواکۍ د ورځې د وینا په ترڅ کې د حکومت له خوا د اوربند وړاندیز څرګند کړ، او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه به له دې اونۍ څخه اوربند مراعت کړي -- خو یوازې په هغه صورت کې چې اورپکي هم ورته عمل وکړي.
طالبانو تر اوسه پورې د غني وړاندیز ته رسمي ځواب نه دی ویلی.
د اوربند وړاندیز د غبرګولي په میاشت کې له یوه ابتدایي درې ورځني اوربند څخه وروسته هغه وخت شو چې، په زرګونو یاغیان چې لمانځنې ته لېوال ول، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ښارونو رامات شول، آیس کریم یې وخوړل او له امنیتي ځواکونو سره یې سېلفي عکسونه واخیستل.