د ښځو حقوق

د هرات د معلولو ښځو د باسکېټ بال ټیم خپل تمرین او د پولیو واکسیناسیون کمپاین بیا پیل کړل

د عمر راپور

د هرات د معلولو ښځو د باسکېټ بال ټیم له تمرین او سیالیو څخه له یوه کال څخه د اوږدې مودې له ممانعت څخه وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) له خوا د وړاندې کړای شوي ملاتړ له برکته خپل تمرین بیا پیل کړی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات د معلولو ښځو د باسکېټ بال ټیم له تمرین او سیالیو څخه له یوه کال څخه د اوږدې مودې له ممانعت څخه وروسته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) له خوا د وړاندې کړای شوي ملاتړ له برکته خپل تمرین بیا پیل کړی دی.

یونیسف ژمنه کړې چې دغه ۱۵ کسیز ټیم ته به بشپړ ملاتړ برابر کړي.

د هرات د پارالیمپیک فدراسیون رییس نادرشاه حیدري وویل، یونیسف د ټیم له غړو سره د ۱۵ معیاري ویلچیرونو مرسته وکړه او یو کوچ یې مقرر کړی چې هغوی ته روزنه ورکړي.

هغه وویل، «د یونیسف ادارې په هرات کې یو جمنازیوم کرایه کړی ترڅو لوبغاړي وروزي. دا اداره به هر لوبغاړي ته د میاشتې ۱۰۰ ډالر (۸۷۰۰ افغانۍ) خرڅ ورکوي.»

د هرات د معلولو ښځو د باسکېټ بال ټیم د تلې په ۲۳مه په هرات ښار کې په یوه جمنازیوم کې تمرین کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات د معلولو ښځو د باسکېټ بال ټیم د تلې په ۲۳مه په هرات ښار کې په یوه جمنازیوم کې تمرین کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «هر ویلچیر له ۱۰۰۰ ډالرو (۸۷۰۰۰ افغانیو) څخه ډېر قیمت لري او د لوبغاړو لپاره ډېر مناسب دی. د یونیسف پر وخت مداخلې زموږ د معلولو ښځو د باسکېټ بال ټیم له خرابېدلو څخه وژغوره.»

حیدري وویل، دوه لوبغاړې د افغانستان د پارالمپیک د ملي ټیم غړې دي او نورې د هرات په پریمیر لیګ کې لوبه کوي.

د ټیم یوې غړې بس ګل موسوي چې ۱۵ کاله عمر لري، وویل هغه ډېره خوشحاله شوه چې ټیم یې لوبه کول بیا پیل کړل او بیا یې روحیه او انګېزه واخیستله.

هغې وویل، «زه هغه وخت ډېره زیاته خفه وم چې موږ نشوای کولی رقابتي لوبې وکړو. لوبغاړو تر تقریبا یوه کال پورې نشوای کولی چې سره وګوري او ګډ تمرین وکړي ځکه موږ مجبور شوي وو چې په کورونو کې پاتې شو.»

هغې زیاته کړه، «اوس چې موږ کولی شو بېرته د تمرین او سیالۍ کولو لپاره لاړې شو، زه ډېر د ویاړ او خوښۍ احساس کوم.‌ زه هیله لرم چې موږ وکولی شو لوبه وکړو او د خپلو ځانونو لپاره یو بهتر راتلونکی جوړ کړو.»

موسوي وویل، «دا حقیقت دی چې موږ معلولې یو، لاکن موږ ثابته کړه چې موږ عین هغسې وړتیاوې لرو چې روغ خلک یې لري.‌ هیڅوک هم نشي کولی چې زموږ وړتیا او ځواک ته په ټیټه سترګه وګوري.»

موسوي زیاته کړه چې هغې د یوه کال په ترڅ کې په کور کې د پاتې کېدلو په ترڅ کې خپله هیله له لاسه ورکړې وه خو اوس د یوه بهتر راتلونکي هیله لري.

بیا هیله ترلاسه کول

د دغه ټیم غړې وایي چې د هغوی معلولیت هغوی له لوبې کولو څخه نه ایساروي او دا چې دا کار د دې مخه نیسي چې هغوی د خپلو کورنیو په اوږو بار شي.

د ټیم یوې بلې غړې ریحاني رضایي چې ۲۴ کاله عمر لري، وویل چې هغه د تېر کال په ترڅ کې چې په کور پاتې کېدلو باندې مجبوره شوې وه، په پرېشانۍ او اضطراب باندې اخته شوې وه، چې ورسره د هغې معلولیت له بد نه بدتر شوی و.

هغې وویل، «د انسان بدن تمرین کولو ته اړتیا لري. سپورټ کول زموږ روح او روحیه تازه کوي.‌ کله چې زه له خپلو ملګرو سره سپورټ کوم، موږ له هرې دقیقې څخه خوند اخلو او ډېر مو ساعت تېرېږي.»

نوموړې وویل، «څومره چې په کور کې ما ډېر وخت تېراوه، هومره ډېر ما دا فکر کاوه چې زه کمزورې کېږم او هیله له لاسه ورکوم. ما داسې احساسوله لکه زه چې د دې ټولنې غړې نه یم، او په ما کې د نهیلۍ او بې وسۍ حس وده کړې وه

هغې وویل، له هغه وخته چې هغه باسکېټ بال ته راستنه شوې، داسې احساسوي چې بیا هیله ترلاسه کوي او اوس ډېره زیاته خوشحاله ده.

رضایی وویل هغه په دې خوشحاله ده چې بیا د لوبې کولو فرصت ترلاسه کوي او په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخلي.‌

د افغانستان د پارالمپیک د ملي ټیم غړې او په هرات کې د ښځو د باسکېټ بال ټیم یوې غړې زهرا مؤحد چې ۲۰ کاله عمر لري، وویل چې د باسکېټ بال لوبې کولو د هغې د زړورتیا حس لوړ کړی دی.

هغې زیاته کړه، «که زه باسکېټ بال لوبه ونه کړم، زه داسې احساسوم چې ډېره څنډې ته شوې یم، او ښایی زما معلولیت بدتر شي. کله چې موږ تقریبا یو کال باسکېټ بال لوبه ونه کړه، ما هره ورځ د کمزورۍ احساس کاوه. که موږ تمرین ونه کړو، موږ به ونشو کولی چې مستقلې شو.»

هغې وویل، «له هغې ورځې چې ما لوبه کول بیا پیل کړي دي، زما روغتیا تقریبا ۸۰٪ وده کړې ده.»

هغې وویل، د یوه بهتر چاپېریال په برابرولو او بیا د لوبې کولو فرصت په برابرولو سره، یونیسف هغې او د هغې د ټیم غړو ته د یوه روښانه راتلونکي هیلې ورکړي دي.

خبرتیا زیاتول

په فزیکي روزنې او د باسکېټ لوبې کولو سربېره، د ټیم غړي په اونۍ کې دوه ځلې کور په کور د ګرځېدلو کمپاین ترسره کوي چې د پولیو په هکله د خلکو خبرتیا زیاته کړي.

د دغه ټیم ۱۵ واړه غړې د پولیو له لاسه معلولې شوي دي.

د ټیم یوې غړې فاطمې غلامي وویل، د کمپاین په دایرولو کې د دغه ټیم هدف دا دی چې په افغانستان کې پولیو له منځه وېسي څو افغان ماشومان نور په دغې ناروغۍ باندې اخته نشي.

هغې زیاته کړه، «موږ هڅې کوو کورنۍ دې ته وهڅوو چې روغتیایي مرکزونو ته لاړې شي او خپل ماشومان واکسین کړي څو هغوی هم زموږ په برخلیک باندې اخته نشي. موږ چې هغوی ته ورځو... د هغوی اکثر کسان دې ته چمتو کوو چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

غلامي وویل کله چې هغه خلکو ته ورځي او هغوی دې ته هڅوي چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي، هغه د خوښۍ احساس کوي.

د ټیم یوې بلې غړې صابرې علیزاده چې ۲۲ کاله عمر لري، وویل چې هغه له دې امله په پولیو وایرس ککړه شوه چې په ماشومتوب کې واکسین شوې نه وه.‌

د پولیو د یوې قرباني په توګه، هغې وویل چې هغه به د ماشومانو په خوندي کولو کې هر ډول هڅې وکړي.‌

نوموړې وویل، «زموږ هدف دا دی چې پرې نه ږدو چې هېڅ افغان ماشوم هم په وایرس ککړ او فلج شي. موږ به له خپل هېواد څخه پولیو ورکه کړو. ډېر ځوانان په ساده ډول له دې امله په وایرس اخته کیږي چې واکسین شوي نه دي

هغې وویل، «موږ چې کور په کور ګرځو زموږ پیغام روښانه دی. موږ له دې امله په دغه وایرس باندې ککړې شوې یو چې موږ ته واکسینونه نه وو شوي. موږ افغانان دې ته هڅوو چې روغ ماشومان لوی کړي.»

هغې زیاته کړه، هغوی د کمپاین کولو پر وخت ډېرې ښځې هڅولي او هغوی دا ژمنه ورسره کړې چې هغوی به خپل ماشومان واکسین کړي.

علیزاده وویل، پولیو د هغې ژوند خراب کړ او هغه نه غواړي چې ماشومان یې په عین ډول د مخنیوي وړ ناروغۍ باندې اخته شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

واکسيناسیون له کلونو راهیسې جریان لري. زه حیران یم چې په یوویشتمه پیړۍ کې لا هم موږ له دې ناوړه ناروغۍ څخه خلاص نه یو. د دوی احساسات د ستاینې وړ دي ځکه چې دوی نور هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي او د فلج کیدلو مخه ونیسي. د دې راپور له لوستلو وروسته خفه شوم. زه افسوس څرګندوم چې زموږ هیواد لا تر اوسه نه دی بریالی شوی چې د دې وژونکي ناروغۍ مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

سړی حیران شي چې ۲۱مې پیړۍ ته وګوره او بیا هم موږ د دې بدمرغې ناروغۍ څخه نه خلاصېږو، ایا خپله پام نه کوو که څه مسئله ده؟ کلونه کلونه کېږي چې واکیسنونه ګرځي راګرځي. تېرو دوو لسیزو کې مې له ځینو ملایانو او کلیوالو خلکو اورېدل چې د پولیو واکسین مه کوئ دا د انګرېزانو دسیسه ده نران شنډوي او په دې ډول غواړي چې د مسلمانانو شمېر کم کړي. نو وه د خدای بنده که دا خبره وی ولاکه یو دانه ترې پیدا شوی وی. مګر همدا اوس چې واده وکړي کال ته چې ګورې د یو پر ځای درې بچي ورپسې منډې وهي. فلهذا خبره سپینه ښه وي. د پوهو کسانو خو هېچا ونه منله اوس دې د دغو نجونو په خاطر ومني او خپل ماشومان دې تر دې وروسته په منظم ډول واکسین کړي چې هم د دې ناروغۍ مخه ونیول شي او هم هغه کس چې معلول وي او خپل ژوند کې له ډول ډول کړاوونو سره مخامخ وي وژغورل شي. شته حکومت او بهرني مؤسسات دې دې برخې ته توجه لا زیاته کړي چې په پښو ولاړ انسانان ژوند وکړي نه ګوډ او شل.

ځواب ورکړئ

د دې هیله بخښونکي راپور د خپرولو له امله مننه. تر دې مهاله زما اندېښنه دا وه چې که سږ کال د پولیو کمپاین ترسره نشي نو د افغانانو حال به څه وي، ځکه طالبان او نورې سخت دریځې ډلې له دې کمپاین سره مخالفت کوي او په تېرو کلونو کې یې د پولیو د مخنیوي لپاره پراخې هڅې کړې دي، خو د دې راپور په لوستلو زه هیله من او خوشحال شوم. دې خبر په تدریجي ډول د پولیو څخه د پاک، ښه او سالم راتلونکي لپاره زما هیله راپورته کړه. سربیره پردې، د یونیسف څخه د دې ملي کمپاین د تمویل او تاسیس له امله مننه، او د هغو زړورو نجونو څخه ډیره مننه چې د ټولو ناخوالو سره سره یې د دې کمپاین غوښتنه وکړه او غوښتل یې چې خپل غږ ټولې ټولنې او خلکو ته ورسوي او هغوی وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

ځواب ورکړئ

د دې راپور په لوستلو هم خفه شوم او هم خوشحاله. خفه په دې شوم چې زمونږ وطن لا تر اوسه د داسې یوې وژونکې ناروغۍ په مخنیوی کې بریالی شوی نه دی. خوشحال په دې شوم چې دغو ځوانو نجونو هیله له لاسه نه ده ورکړې او خپل ژوند او فعالیتونو ته دوام ورکوي. حکومت او خارجي موسسې باید له داسې نجونو او هلکانو سره نوره مرسته وکړي چې په علمي ډګر کې پرمختګ وکړي. د دوی له حرکاتو نه ښکاره کیږي چې با استعداده نجونې دي. د دوی احساس هم د قدر وړ دي چې نور خلک دې ته تشویقوي چې خپلو بچیانو ته واکسین ورکړي او د فلج کېدلو مخه یې ونیسي.

ځواب ورکړئ