https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2017/01/20/feature-02
د ښځو حقوق |

د افغانستان لومړنۍ ښځینه آرکسترا په ډاوس کې ترسره شوه

د ای اېف پي لپاره د ان چاون راپور

image

افغان موزیک زده کوونکي د جنورۍ په ۸ مه په کابل کې تمرین کوي. په پام کې ده چې دغه ډله د جنورۍ په ۱۹-۲۰مه د سویتزرلنډ په ډاوس ښار کې د نړۍ په اقتصادي فورم کې د نړۍ د سټېج په سر د خپل هنر ننداره وړاندې کړي.

کابل -- د مرګ له ګواښونو او دې تورونو سره سره چې هغوی په زړورتیا سره اجرأت کوي او په دې توګه خپلو کورنیو ته سپکاوی وراړوي، د افغانستان لومړنی ټول ښځینه آرکستر د موزیک له لارې د خپلو ځانونو لپاره یو نوی هدف جوړوي.

په پام کې ده چې دغه هنري ډله د سویتزرلنډ په ډاوس ښار کې د نړۍ په اقتصادي فورم کې د نړۍ په سټېج خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.

زهره، د ۳۵ ځوانو موسیقارانو یوې ډلې چې له ۱۳ نه تر ۲۰ کالو پورې عمرونه لري، او یو شمېر یې یتیمانې یا د غریبو کورنیو غړې دي، د ۳۰۰۰ جیګپوړو افسرانو او د دولتونو مشرانو په وړاندې د جمعې په ورځ /د جنوري ۱۹مه/ په یوه پروګرام کې او بیا د جمعې په ورځ د پای په کانسرت کې د خپل هنر ننداره وړاندې کړه.

image

۱۹ کلنه نګینه خپلواک چې په افغانستان کې د آرکستر لومړنۍ ښځینه لارښوده ده، په کابل کې د یوه تمرین لارښوونه کوي. د ډېرو نورو موسیقارانو په څېر، خپلواک د مرګ له ګواښونو سره مخامخ شوې ده، خو هېڅ شی به هم هغه له خپل کاره را ونه ګرځوي. هغه غواړي «چې زده کړه وکړي ... او زده کړه وکړي او زده کړه وکړي» او بیا د افغان ملي آرکستر مشره شي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا نجونې، چې نګینه خپلواک یې مشري کوي، هغه نجلۍ چې له اروپا نه په بېرته راستنېدا به خپله ۲۰مه زېږکالیزه لمانځي، له مرګونو ګواښونو او له دې امله چې په ګده لوبه کوي له توپیري چلند سره مخامخ شوي دي.

دغو موسیقارانو، چې وېښتان یې کلک تړلي، او سترګې یې خپلو د موزیک وسیلو باندې ګنډلې دي، د خپلواک په مشرۍ تېره میاشت په کابل کې په یوه قطعه کې خپل هنر اجرأ کړ. هغه له کانسرت نه مخکې په کابل کې د هغوی وروستی تمرین وو.

د افغان ښځو لپاره د نوي قلمرو طرحه کول

د افغانستان د موزیک د ملي انسټیټیوټ او د زهره آرکستر موسس موزیک پوه ډاکتر احمد سرمست د خپلواک په هکله په ویاړ سره وویل، «هغه د افغانستان لومړنۍ ښځینه لارښوده ده،»

سرمست په هغه خطر خبر دی چې هغه ښځې چې موزیک تعقیبوي ورسره په افغانستان کې مخامخ کیږي. موزیک د طالبانو د واکمنۍ پر وخت (۱۹۹۶-۲۰۰۱ کلونو کې) بند وو او لا هم په دغه د جنسیت په اساس بېله شوې ټولنه کې ناخوښه شی ګڼل کیږي.

هغه وویل چې زهره د افغانستان لپاره «ډېره سمبولیکه» ده.

خپلواک وویل، «دا د افغان نجونو لپاره سخته ده. موزیک خو لا پرېږده، ځینې پلرونه حتی اجازه نه ورکوي چې لوڼې یې ښوونځي ته لاړې شي. د هغوی لپاره، ښځې داسې څوک دي چې باید په کور پاتې شي او پاکول وکړي.»

هغې وویل، د هغې موراوپلار، د هغې له ټولې کورنۍ سره په دې مقابله وکړه چې هغې ته اجازه ورکړي چې د موزیک درسونه ولولي. «زما نیا زما پلار ته وویل: که ته نګینه د موزیک ښوونځي ته تګ ته پرېږدې، ته به نور زما زوی نه یې.»

له هغه وخت راهیسې، د هغې کورنۍ خپل پلرنی ولایت چې د افغانستان په ختیځ کې دی پرېښود او کابل ته کډه شول.

خپلواک وویل، په پلازمېنه کابل کې ژوند سخت دی، وظیفې نه پیدا کیږي، خو «له دې نه بهتر دی چې څوک دې مړ شي.» هغې د خپل تره یادونه وکړه چې هغې ته یې خبر ورکړی وو چې، «هر کله چې زه تا ووینم، وبه دې وژنم. ته زمونږ لپاره یو شرم یې.»

خپلواک غواړي چې یو سکالرشپ وګټي «چې له هېواد نه بهر زده کړه وکړي، او زده کړه وکړي او زده کړه وکړي». له زده کړو نه وروسته، هغه غواړي چې افغانستان ته بېرته ستنه شي او د ملي آرکستر لارښوده شي.

د نوي نسل د نجونو لپاره لاره هوارول

د طالبانو د رژیم له پای ته رسېدلو څخه ۱۵ کاله وروسته، د جنسیت برابری په افغانستان کې د یوې ننګونې په توګه پاتې دی.

د احصایې د ملي ادارې د یوې سروې له مخې چې په ۲۰۱۶ کال کې ترسره شوې ده، د ټولو افغان ښځو یوازې ۱۹٪ ښوونځی لوستی دی. له ۲۵ کلونو څخه د ټیټو سروې شویو ښځو او نجونو له ډلې، یوازې ۳۶٪ ویلي دي چې هغوی ښوونځي ته تللي دي.

خپلواک وویل، «که تاسو ونه درېږئ، تاسو به راتلونکی ونه لرئ. زه غواړم چې د نورو نجونو لپاره لاره هواره کړم.»

موزیک د زهره د نجونو لپاره د یوه بل ژوند فرصت ورکړی دی. د وایلن، پیانو او دودیزو افغان وسیلو د اوسنیو ماهرو لوبغاړو په منځ کې یو شمېر یې پخوا د کوڅې د سر ماشومان ول.

د وایلن ماهره ظریفه ادیبه چې ۱۸ کاله عمر لري، لا مخکې نیویارک ته تللې او هلته یې په کارنیج هال کې د وایلن لوبه نندارې ته وړاندې کړې وه. په ډاوس کې، به هغه د آرکستر د دویمې لارښودې په توګه هم څلور قطعې ترسره کړي.

هغې وویل، «دا چې افغانه هم یې او دلته اوسېږې هم دا هره دقیقه د خطر ده: تاسو نه پوهېږئ چې راتلونکې چاودنه به چېرې کېږي، او کله به کېږي... آیا هغه به دلته وشي؟»

هغې وویل، د موسیقارانو لپاره خطر لا زیات دی.

خو ادیبه چې یوه شیعه هزاره نجلۍ ده او د هنر بس کول ورته لیرې ښکاري، مور یې هېڅکله دا فرصت نه دی ترلاسه کړی چې ښوونځي ته لاړه شي، دا وایي چې دا د هغې د نسل کار دی چې خپل ذهنیتونه بېرته راوګرځوي.

هغې وویل، «اوس دا زما د نسل پورې اړه لري چې کوشش وکړي چې زما د وطن لپاره یو څه وکړي، خو دغه تغیر به لږ تر لږه یو نسل وخت ته ضرورت ولري،»

د سرمست لپاره، چې غواړي «د کلاشینکوف، راکټونو او ځانمرګو حملو په نسبت د وطن یوه بهتر اړخ ته» وده ورکړي، دا ځوانې ښځې د افغانستان تر ټولو ښې استازې دي.

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې په بهر کې د افغانستان په هکله برداشت ته تغیر ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
11
0 تبصره
د تبصرو تګلاره