سوداګري

سوداګرې افغانانې به له حکومت څخه لا نوره مرسته ترلاسه کړي

د نجیب الله راپور

افغان سوداګرو ښځو د افغان حکومت په مرسته خپل سوداګریز او تولیدي فعالیتونه پياوړي کړي دي. اوس حکومت پلان لري چې د دغې پروسې د لا نورې اسانۍ لپاره ګڼ شمېر نوي نوښتونه پيل کړي. [نجیب الله]

کابل -- افغان حکومت پلان لري چې د افغان سوداګرو ښځو د ملاتړ او مارکېټ ته د هغوی د لاسرسي د پیاوړي کولو لپاره ګڼ شمېر نوي نوښتونه پیل کړي.‌

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وویل، حکومت پلان لري چې د نوي کال په پيل کې داسې یوه څېړنه پیل کړي چې په ۱۰ ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړونې په هکله به خبر ورکړي.‌

هغه وویل، وزارت پلان لري ترڅو په صنعتي پارکونو کې عمده پلورونکیو ښځو ته پلورنځي ور ووېشي، او په دې توګه مارکېټ ته د هغوی لاسرسی یقیني کړي.

نوموړي وویل،‌ مارکېټځایونو ته بهتر لاسرسی به له ښځو سره مرسته وکړي ترڅو خپل سوداګریز او تولیدي فعالیتونه پیاوړي کړي، او په بدل کې به هغوی ته انګېزه او ملاتړ برابر کړي ترڅو په صنعتي پارکونو کې پانګونه جلب کړي.

یوه دوکانداره ښځه د تلې په ۱ په کابل کې د سوداګریزو توکو د یوې نندارې په ترڅ کې مشتریانو ته محصولات تقدیموي. [نجیب الله]‌

یوه دوکانداره ښځه د تلې په ۱ په کابل کې د سوداګریزو توکو د یوې نندارې په ترڅ کې مشتریانو ته محصولات تقدیموي. [نجیب الله]‌

احمدي وویل، په نورو پلانونو کې دا شامل دي چې «د سوداګرو ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړي کولو، د کاري فرصتونو او سوداګریو د رامنځته کولو او د هغوی د ستونزو او اړوندو حل لارو لپاره یوه منظمه او د همکارۍ په اساس قاعده جوړه کړي.»

په سوداګرۍ کې د ښځو علاقه مندي

په ځانګړې توګه د تېرو درې کالونو په ترڅ کې، افغان ښځو د کوچنۍ او منځنۍ کچې د سوداګریو د پرانستلو لپاره ډېرېدونکې لیوالتیا ښودلې ده.‌

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې اجرائیه رییسې منیژې وافق وویل،‌ «د ۱۳۹۹ د غوایي او لړم تر منځ د راټولو شویو معلوماتو په اساس،‌ د سوداګرو ښځو رسمي شمېر ۲۴۷۱ ته رسېدلی دی.»

هغې وویل، «له امنیتي ستونزو، سیاسي بې ثباتۍ او کروناوایرس ناروغۍ سره سره چې ستونزې یې جوړې کړي دي، اکثرو دغو سوداګرو ښځو د تېرو دوو یا درې کالونو په ترڅ کې فعالیتونه پیل کړي دي.»

نوموړې وویل، «سوداګرې ښځې کولی شي چې د معلوماتي ټکنالوجۍ، رسنیو، خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو، صادراتو، رسټورانټونو، سیاحتي ادارو او نورو داسې سوداګریو په ګډون چې پخوا یواځې سړیو پورې محدودوې وې، په هره برخه کې کار وکړي.»

وافق وویل، دغه اطاق هڅه کوي چې د ښځو لپاره فرصتونه رامنځته کړي او د سوداګرۍ او مالي قوانینو د اصلاحاتو ملاتړ وکړي «څو هغه ښځو ته ګټه ور ورسوي» او هغوی ته په صنعتي پارکونو کې ځایونه برابر کړي.

هغې وویل، دغه ملاتړ ګټه رسولې ده، او یادونه یې وکړه چې د ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ په ترڅ کې ښځو پنځه غټ قراردادونه ترلاسه کړل چې د هغو له جملې څخه دوه به سږ کال نهایي شي.

د سوداګرو ښځو ملاتړ کول

د اکام ضعیفي ګروپ رییسې حسینې ضعیفي وویل چې د سوداګرو ښځو د ملاتړ په برخه کې د حکومت هڅې ستایي او په خپل تجارت او فعالیتونو باندې خوشحاله ده.

اکام ضعیفي ګروپ له داسې شرکتونو څخه تشکیل شوی چې د تازه او وچو مېوو له صادراتو، مشورې او لوجیستیک سره سروکار لري او په کابل او هرات کې فعالیت کوي.

ضعیفي وویل، «موږ مارکېټ ته په یوه جلا نظر او نوښت سره داخل شوي وو،‌ او موږ د هغه څه چې تمه مو لرله چې ترسره یې کړو ډېر شیان ترسره کړل.»

هغې وویل، د حکومت او د سوداګرۍ د خونې مرستې «۱۰۰٪ مثبتې» وې، او زیاته یې کړه چې دا یواځې د حکومت مسؤلیت نه دی چې ستونزې حل کړي او په مثبت تغیر باندې اغېز رامنځته کړي.

هغې وویل، «سوداګر هم باید هڅې وکړي.»

ضعیفي وویل چې د حکومت له خوا د افغاني تولیداتو د صادرولو لپاره د یوه هوایي دهلېز جوړول ستایي او د صادراتي مارکېټ د ودې په لور یې یو مثبت ګام بولي.‌

فتانې بیات، چې په ۱۳۹۷ کې یې د وچو مېوو او لاسي صنایعو د پروسېس او صدور یو شرکت جوړ کړی دی، وویل، هغې خپله سوداګري په لږه پانګه پیل کړه او اوس بېلابېلو هېوادونو ته صادرات کوي.

هغې وویل، «موږ خپل تجارت په ۳۵۰۰۰ افغانیو (۴۵۳ ډالرو) پیل کړ»، او زیاته یې کړه چې اوس د هغې شرکت ازبکستان، تاجکستان، متحده ایالاتو او فنلنډ ته صادرات کوي.

هدیه احمدي د روان کال په لومړیو کې په کابل ښار کې د ښځو لپاره د بازارچه حوا په نامه یو کوچنی مارکېټ جوړ کړ څو د هغو ښځو لپاره چې نفقه ګټونکی نه لري کاري فرصتونه برابر کړي.‌

احمدي وویل، دغه مارکېټ داسې دوکانونه لري چې جامې او لاسي صنایع پلوري او ورسره یو د کافي دوکان او سینګارځاي هم لري. تر دې مخکې هغې په خپل نامه یعنې حوا د کالیو د تولید یو مرکز درلود.

د کووېډ-۱۹ د زیانونو جبران

نوي کروناوایرس (کووېډ-۱۹) لکه څنګه چې په ګرده نړۍ کې اقتصادونه ویجاړ کړي دغسې یې په افغانستان کې د سوداګرو ښځو هڅې او پرمختګ هم په شا تمبولي دي.

ضعیفي وویل، په ۱۳۹۹ کې د وبا له امله د ضعیفي درې شرکتونه له ستونزو سره مخامخ شول، خو په وروستیو څو میاشتو کې یې فعالیتونه نورمال حالت ته راګرځېدلي دي.

هغې وویل، «نور هېوادونه د بحران پر وړاندې د غبرګون، په ځانګړې توګه د خصوصي سکټور او د ټیټې او منځنۍ کچې د تصدیو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې ستراتیژي لري،‌ خو په افغانستان کې موږ دغسې یوه پالیسي نه لرو.»

هغې وویل، د وضعیت له ارزونې څخه وروسته، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د خصوصي سکټور لپاره د ملاتړ جلبولو په خاطر یو شمېر پروپوزلونه وړاندې کړل او هیله شته چې حکومت به د مرستې کولو لپاره ګام واخلي.

احمدي وویل، «د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلان لري ترڅو په ولایتي مرکزونو او ولسوالیو کې سوداګرې ښځې معلومې کړي او د همکارو موسساتو له خوا هغوی ته مرسته او ملاتړ برابر کړي.»

هغه وویل، «د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې [یو اېس ای آی ډي] په ګډون یو شمېر نړۍ والو موسساتو ژمنه کړې وه چې له هغو افغانو ښځو سره چې لاسي صنایع تولیدوي او د کروناوایرس بحران یې کارونه اغېزمن کړي دي، مرسته وکړي» او په دې توګه د هغوی زیانونه جبیره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه ګام دی. دغه ډول مرستې باید زیاتې شي او د هېواد په ټولو ولایتونو کې په برابر ډول ووېشل شي. همدارنګه ښځې باید مالي خپلواکي ولري او په سړیو باندې متکي نه وي. په اکثرو کورنیو کې له دې امله شخړې او تاوتریخوالی وي چې خلک بې وزلي دي. که د کورنیو اقتصاد وغوړېږي، تاوتریخوالی به ورک شي. کله چې ښځې پیسې ونه لري او تل له سړیو نه پیسې غواړي،‌ او که سړي نشي کولی چې هغوی ته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پیسې ورکړي، په کور کې به ترې جنګ او جدل جوړ شي. ښځې هم باید په تجارت کې برخه واخلي څو هغوی وکولی شي چې خپل عواید وګټي او خپل ځانونه په سړیو باندې له تکیې څخه خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

لیکنه مې خوښه شوه خو په ویډیو کې څلورو کسانو خبرې کړي دي او ټولو دری خبرې کړي دي، یوه هم پښتو نه ده ویلې. که تاسو لطف وکړئ چې د دری خبرې پښتو ته ترجمه کړئ چې دغه مرکه شوي کسان څه وایي؟ بله دا چې کولی شئ یو شمېر کسان چې مرکې ورسره کوئ غوښتنه ترې وکړئ چې په پښتو خبرې وکړي او نور په دری. درېیم انتخاب دا دی چې مرکه کېدونکو کسانو نه وغواړئ چې هم په پښتو خبرې وکړي هم په دری. د پښتو خبرو ویډیو به په پښتو سایټ کې خپروئ او د دری خبرو ویډیو په دری وېب سایټ کې خپروئ. مننه

ځواب ورکړئ