کډوالان

یو رباب غږوونکی د افغانستان موسیقي په ګرده نړۍ کې ژوندۍ ساتي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغان موسیقار همایون سخي (رباب غږوونکی)، ادیب رستمي او شهباز حسین په لندن کې په باربیکان مرکز کې «د هیلو سندرې» کنسرت له لومړۍ اجرا څخه مخکې ګډ تمرین کوي. دغه خیریه کنسرت د افغانستان انټرنېشنل تلوېزیون له خوا ترتیب شوی او هدف یې په افغانستان کې، چې په عامه ځایونو کې په کې په هر ډول موسیقۍ باندې بندیز لګېدلی دی، د هرمندانو ملاتړ دی.‌ [بینجامین هوګویت/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

لندن -- همایون سخي خپلې سترګې پټوي او خپلې ګوتې له لرګي څخه د جوړې وسیلې چې په مریو او صدفونو باندې ښکلې شوې ده، د اوږدې غړۍ په اوږدو کې ښوروي.‌

سخي چې په نړۍ واله کچه د هېواد د موسیقۍ د دغې ملي وسیلې یو وتلی موسیقار دی، د خبرو پر مهال وویل، «زه داسې احساس کوم لکه زما هیواد چې زما په لاس کې وي».

له کلیفورنیا څخه د لندن د باربیکان کنسرت کې د ګډون لپاره،په را تګ سره، چې په خپل هېواد کې د عاجلو روغتیایي او تعلیمي چارو لپاره پیسې ټولې کړي، هغه بې خوبۍ ډېر ځپلی دی.‌

د زمري په وروستیو کې د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، د زیاتېدونکي بشري ناورین تر څنګ، د افغانستان د موسیقۍ غني کلتور هم له ګواښ سره مخامخ دی.‌

همایون سخي چې په خټه افغان دی، د سلواغې په ۲مه په لندن کې «د هیلو سندرې» د افغانستان لپاره خیریه کنسرت څخه مخکې په باربیکان مرکز کې د اواز د کتنې په ترڅ کې، رباب غږوي.‌ [جسټین ټالیز/ای اېف پي]

همایون سخي چې په خټه افغان دی، د سلواغې په ۲مه په لندن کې «د هیلو سندرې» د افغانستان لپاره خیریه کنسرت څخه مخکې په باربیکان مرکز کې د اواز د کتنې په ترڅ کې، رباب غږوي.‌ [جسټین ټالیز/ای اېف پي]

همایون سخي (چپ)، د سلواغې په ۲مه په لندن کې «د هیلو سندرې» - د افغانستان لپاره خیریه کنسرت څخه مخکې په باربیکان مرکز کې د اواز د کتنې په ترڅ کې، له کمانچه غږوونکي ادیب رستمي (ښی) سره یو ځای، رباب غږوي. [جسټین ټالیز/ای اېف پي]

همایون سخي (چپ)، د سلواغې په ۲مه په لندن کې «د هیلو سندرې» - د افغانستان لپاره خیریه کنسرت څخه مخکې په باربیکان مرکز کې د اواز د کتنې په ترڅ کې، له کمانچه غږوونکي ادیب رستمي (ښی) سره یو ځای، رباب غږوي. [جسټین ټالیز/ای اېف پي]

ډېرو هنرمندانو وطن پرېښی دی.‌

سخي وویل، «اوس موږ په افغانستان کې موسیقي نه لرو.»

هغه وویل، «دا ډېره سخته ده ځکه چې هلته کنسرتونه نشته، هلته موزیک نشته، او د هرمندانو لپاره ډېره سخته ده چې پیسې او کار ونه لري.»

نوموړي وویل، «له دې امله، هغوی هڅه کوي چې بلې خوا ته لاړ شي او موزیک وغږوي.»

رباب په زرګونو کاله تاریخچه لري او د سخي له برکته یې نوې ساه اخیستې ده.‌ هغه د موسیقۍ د یوه نوښتګر په توګه مشهور دی او د رباب غږولو یو ډېر عصري طرز یې رامنځته کړی دی.

د بي بي سي د موزیک مجلې هغه د دغې وسیلې «یو له ډېرو سترو اجرا کوونکیو» څخه بللی دی.‌

هغه چې په کابل کې زیږیدلی دی په ۱۳۷۱ کې، د شورويانو له وتلو څخه د وروسته ګډوډۍ په ترڅ کې، له خپلې کورنۍ سره یو ځای افغانستان پرېښی او پاکستان ته کډه شوی دی.‌

وروسته هغه د کلیفورنیا په فریمونټ کې، چې ګڼ شمېر افغانان په کې ژوند کوي،‌ دېره شوی او هلته یې د رباب د زده کړې یوه اکاډمي جوړه کړې ده.‌

هغه وویل، «هر ځل چې زه رباب غږوم، زه داسې احساس کوم لکه په وطن کې چې یم، لکه په افغانستان کې چې یم.»

افغاني موسیقي ژوندۍ ساتل

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې، د پاپ میوزیک په ګډون د موسیقۍ مخه خلاصه پرېښودل شوې وه، تر دې چې ځایي تلویزیون ان «د پاپ آیډل» په څېر د استعدادونو د سیالۍ یوه ننداره هم وړاندې کوله.

خو د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، اوس دودیزه افغاني موسیقي له هېواد څخه بهر مینه والو ته پاتې ده.‌

د شنبې ورځې /د سلواغې ۲مې/ د «هیلو سندرې» کنسرت دافغانستان انټرنېشنل تلویزیون له خوا تنظیم شوی وو.

دغه چینل چې مرکز یې په لندن کې دی، د ولانټ میډیا له خوا، چې د جلا وطنه ایرانیانو لپاره د پاړسي ژبې یو چینل هم چلوي، جوړ شوی دی.

هغه به د وري په میاشت کې د کنسرت په هکله یو مستند فلم هم وړاندې کړي.

په لومړۍ نیمایي کې سخي کلاسیکې افغاني ټوټې وغږولې او بیا فولک موسیقي چې ګډونوالو ورته خپل لاسونه وپړقول.‌

هغه له برتانیا مېشتي تبله غږونکي شهباز حسین او ایراني موسیقي غږوونکي ادیب رستمي سره چې کمانچه غږوي، اجرأ وړاندې کوي.‌

رستمي چې د ګڼو رسنیو ژورنالست دی، د ولانټ میډیا لپاره کار کوي او دا پروګرام یې تنظیم کړی وو، وویل، «ما دا نظر درلود چې دا کنسرت جوړ کړم. دا یواځینی څه وه چې ما د یوه موسیقار په توګه کولی شوای.»

هغه وویل، «لکه څنګه چې موږ پوهېږو، اوس موزیک په افغانستان کې بند دی، لاکن هغوی نشي کولی چې دا په نوره نړۍ کې په خلکو باندې بند کړي.»

نوموړي وویل، «موږ باید د موسیقارانو او د موسیقۍ د مینه والو په توګه هڅه وکړو چې داسې یوه لاره ومومو چې دا کلتوري میراث د راتلونکي لپاره وساتو.»

هغه وویل،‌ د موسیقارانو لپاره دا وخت داسې دی لکه «بېرته چې ۱۳۷۰مو کالونو ته ګرځېدلي» وي.‌

هغه وویل، «یو ځل بیا په افغانستان کې څوک موسيقي نشي غږولی. څومره چې زه پوهېږم، اکثر موسیقاران... هڅه کوي چې له هېواد څخه راووځي.»

موسیقاران تښتي

په کابل کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ (ای اېن آی اېم) د زده کوونکو او ښوونکو یوه ډله د لیندۍ په میاشت کې پرتګال ته ورسېدله.

دغه موسیقاران د تلې په میاشت کې له کابل څخه قطر ته لاړل او بیا په پرتګال کې مېشت شول.‌

د دغه انسټیټیوټ رییس او مؤسس احمد ناصر سرمست وویل، اوس چې هغوی خوندي او په لیزبن کې ځای پرځای شوي دي، نو د انستیتیوت بیا پرانستل یو مهم هدف دی.‌

هغه وویل، «تعهد دا ده چې دغه انستیتیوت بیا پرانستل شي. موږ د افغانستان د موزیک لپاره یو ماموریت لرو چې باید دوام ورکړو.»

د افغانستان لومړنی ښځینه آرکسترچې په ۱۳۹۵ کې جوړ شوی او د فارس د موسیقۍ د یوې الهې په نامه نومول شوی دی، قطر ته لېږدېدلې دی.

په ۱۳۹۶ کې، دغه ګروپ هغه وخت د نړۍ په سټېج وځلېد چې د سویس په داووس ښار کې یې په نړۍ وال اقتصادي فورم کې یوه اجرأ وړاندې کړه .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په ننگرهار کې چې د موسیقۍ د هنر لرغونتوب یې له پیړیو اوړي، هنرمندان او سندرغاړي د بې روزگارۍ او د موسیقۍ د بازار د سړیدو خبره کوي. ننگرهار چې د هیواد په کچه د موسقۍ او ټنگ ټکور د نامتو او پیاوړو استادانو او هنرمندانو زانگو وه، د ملنگ جان، استاد ایوب، استاد زاخلیل، قمر گلې، نعمت الله، منور، رحیم غمزده، سیدعلم او په لسگونو نورو هنرمندانو په شان استادان یې په خپله غیږ کې روزلي دي چې نه یواځې په محلي؛ بلکې په ملي کچه شهرت ته رسیدلي دي. د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو (ننگرهار، کونړ او لغمان) کې شاو خوا سل پیژندل شوي سندرغاړي هنري فعالیتونه کوي او د سیمې د اوسیدونکو د خوښیو او ښادیو په مراسمو او محفلونو کې یې برخه اخیسته او مجلسونه یې تاوده ساتل، د خپل معشیت لپاره یې دا کسب و کار غوره کړی و، خو د طالبانو په راتګ سره چې په موسیقۍ هم بندیز لګېدلی ټول په کور ناست دي یا هم ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي چې نه یوازې د ودونو او ښادیو مراسم بې خونده دي؛ بلکې د هنرمندانو ژوند یې تریخ شوی چې حتی یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي. دوی وایي د طالبانو په راتګ سره د موسیقۍ پروگرامونه بلکل ختم شوي او دې کار دوی د خپلې راتلونکې په هکله سخت اندیښمن کړي دي.

ځواب ورکړئ