امنیت

افغانانو په کابل کې د القاعدې د مشر د اوسېدلو د خبر په اورېدلو ټکان وخوړ

د سلیمان راپور

په عکس کې په کابل کې د هغه کور بالکون لیدل کیږي چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کې د متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو. [چارلس لیستر/ټوېټر]

په عکس کې په کابل کې د هغه کور بالکون لیدل کیږي چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کې د متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو. [چارلس لیستر/ټوېټر]

کابل -- افغانانو د متحدو ایالاتو د هغه هوایي برید هرکلی وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې د هغه په پټنځای کې په نښه کړ، او وایي چې د هغه مرګ د افغانستان امنیت پیاوړی کوي او په هېواد او نړۍ کې د سولې او ثبات په برخه کې مرسته کوي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ /د زمري ۱۰مه/ په یوه وینا کې چې د تلوېزیون له لارې خپرېدله، تایید کړه چې الظواهري د یکشنبې د سهار په لومړیو ساعتونو کې وژل شوی، او ژمنه یې وکړه چې پرې به نه ږدي چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي پټنځای وګرځي.

شنونکو او افغان وګړو له سلام ټایمز سره په خبرو کې وویل چې د القاعدې حضور د افغانستان ملي امنیت او اعتبار ته نه جبرانېدونکي زیان ور اړولی او زیاته یې کړه چې دغه حالت هېواد ته یو جدي ګواښ رامنځته کوي.

په جرمني کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد ویس ناصري سلام ټایمز ته وویل، «القاعده یوه نړۍ واله ترهګره شبکه ده.»

دا عکس چې د زمري په ۱۱مه اخیستل شوی په کابل کې د شېرپور سیمه ښیي چې د القاعدې مشر الظواهري په کې د زمري په ۹مه ووژل شو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د زمري په ۱۱مه اخیستل شوی په کابل کې د شېرپور سیمه ښیي چې د القاعدې مشر الظواهري په کې د زمري په ۹مه ووژل شو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ناصري وویل، «هغه نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان ته یو جدي ګواښ دی. دغې شبکې له هماغه پیل راهیسې خونړي ترهګریز بریدونه ترسره کول چې بې شمېره بې ګناه ملکي خلک یې په کې وژل.»

ناصري وویل، «افغانان هېڅکله هم نه غواړي چې افغانستان د نړۍ والو ترهګرو په اډه باندې واوړي ځکه چې دالقاعدې شتون د هېواد په پرستېژ باندې سیورې غوړولی او د هیواد ملي امنیت او ملي ګټې یې تر ګواښ لاندې راوستې دي.»

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ هغه کسان پړه وبلل چې «په کابل کې یې د القاعدې د مشر کوربه توب کاوه او پناه یې ورکړې وه».

وزارت دغه کار د دوحې تړون څخه ستره سرغړونه وبلله او «نړۍ ته یې بیا ډاډ ورکړ چې هغوی به پرې نه ږدي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا داسې وکارول شي چې د نورو هېوادونو امنیت وګواښي.»

افغانانو ټکان وخوړ

د کابل اوسېدونکي محمد طیب چې ۲۳ کاله عمر لري او په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړه کوي، وویل، «موږ داسې ګومان نه کاوه چې د القاعدې مشر دې د کابل په زړه کې او هغه هم له ارګ څخه یواځې په څو کیلومتره فاصله کې ژوند کوي.»

طیب وویل، «ټولو ټکان خوړلی او په دې پېښه باندې خفه دي.»

هغه زیاته کړه، «دې خبرونو چې د القاعدې مشر په کابل کې اوسېده بدبختانه یو ځل بیا افغانستان د ترهګرو شبکو د یوه مرکز په توګه په ګوته کړی دی. دغه کار د افغانانو وقار او زموږ د هېواد اعتبار ژوبل کړي دي.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال سید عبدالله هاشمي چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «په افغانستان کې د القاعدې د مشر حضور د افغانانو او د نړۍ والې ټولنې د هیلو خلاف کار دی.»

هغه وویل، «ما چې له رسنیو څخه د ایمن الظواهري د وژنې خبر واورېد ټکان مې وکړ. دا په ریښتیا د پوښتنې وړ ده چې هغه د کابل په شېرپور سیمه کې چې هلته ډېر بهرني سفارتونه او د جګپوړو چارواکو کورونه واقع دي ژوند کاوه.»

هاشمي وویل، «افغانان د القاعدې حضور د خپل هېواد لپاره یو غټ خطر بولي، او موږ په قاطع ډول د هغه مخالف یو. موږ نه غواړو چې نړۍ وال ترهګر ګروپونه په افغانستان کې پټنځایونه ولري.»

هغه وویل، «موږ په نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه په متحدو ایالاتو باندې ټینګار کوو چې پرې نه ږدي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو اډه وګرځي او افغانانو او نړۍ ته ګواښونه جوړ کړي.»

د شکرالله صدیقي په نامه د کابل یوه اوسېدونکي چې په بهارستان سیمه کې د مېوې دوکان کوي، وویل، «افغانان له څو کالونو راهیسې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو قربانیان دي.»

هغه سلام ټایمز ته ووییل، «موږ نه غواړو چې هېواد مو یو ځل بیا د نړۍ والو ترهګرو یو مرکز وګرځي،‌ او په نړۍ وال سټېج یې اعتبار خراب شي.»

ډېرو خلکو د دغه خبر هرکلی وکړ

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد زاهدالله امرخېل وویل، «د القاعدې حضور د افغانستان لپاره منفي او د نه زغم وړ بدې پایلې لري. هغه د افغانانو اعتبار او حیثیت ته زیان ور رسوي.»

امرخېل وویل، «دا مهمه ده چې موږ له نړۍ والې ټولنې سره دوستانه اړیکې جوړې کړو او پرې نه ږدو چې القاعده یو ځل بیا سره یوځای شي او زموږ په هېواد کې خپل امکانات بیا په کار راولي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې حضور د افغانستان ملي امنیت، سولې او ثبات او دغه راز نړۍ ته جدي ګواښونه پېښوي.»

هغه وویل، «متحده ایالات د یوه زبرځواک په توګه اخلاقي مسؤلیت لري چې نړۍ وال سوله او امنیت ډاډمن کړياو دا حق لري چې د دې کار لپاره ترهګرې ډلې په نښه کړي.»

امرخېل وویل، «موږ د هغه هوایي برید هرکلی کوو چې په نتیجه کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل کې ووژل شو.»

په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې راضیې نېکزاد چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، «که القاعده په افغانستان کې فعالیت ته دوام ورکړي، د هېواد اعتبار به له خطر سره مخامخ کړي.»

هغې وویل، «که داسې وشي، افغانستان به لا نور او په ځانګړې توګه له اقتصادي پلوه منزوي شي او افغانان به له ویجاړوونکیو عواقبو سره مخامخ شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان روپۍ د زوال خواته روانه وه خو د همدې احمق وژل کېدو بېرته لوړه کړه. خدا چې څوک پاکستانیانو کابل ته راوستی و او په امریکایانو یې وواژه خو خپلې یې هم ډالر واخیستل او یې پیسې له بې عزتۍ وژغورلې کنه هم د افغانۍ په مقابل کې خرابې وې او هم د ډالر. خو امریکایان هم کم عقل خلک دي پر ځای د دې چې څېړنه وکړي، پاکستانیانو ښايي داسې څوک پرې وژلی وي چې هېڅ شباهت له ایمن ظواهري سره ونه لري. د پاکستانیانو عمده هدف دادی چې افغانستان د تل لپاره نړیوالو ته د ترهرګرو ځاله معرفي کړي او هم پیسې ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

افغانستان باید د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د متحده ایالاتو اصلي هدف نه وي. که متحده ایالات ځان او نړۍ له تروریزم څخه خلاصوي، باید د تروریزم اصلي ځالې په نښه کړي. تهران او راولپنډۍ د نړۍ د سترو ترهګرو او د هغوی د بادارانو اډې دي. د ایران سپاه پاسداران او د پاکستان آی اېس آی هغه دوه وینه تویونکي، قاتلان او بې رحمه ادارې دي چې نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. مثلاً، د یمن، عراق، سوریې، لبنان او افغانستان حالات در واخلئ. ایران په دغو ټولو هیوادونو کې لاسوهنه کوي او د خپلو هیوادونو د مشروع حکومتونو د نسکورولو لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. له دې سره سره سپاه پاسداران په اروپا او امریکا کې په یو لړ ترهګریزو بریدونو کې لاس لري. د پاکستان د استخباراتو اداره (آی ایس آی) له څو کلونو راهیسې ترهګر روزي او تجهیزوي. په تېرو شلو کلونو کې يې تروريستان له ټولو هغو وسايلو سره چې په لاس کې یې لرل،‌ روزلي چې د افغان ځواکونو او د هغوی د نړيوالو همکارانو پر وړاندې يې جګړه کوله. داعش په افغانستان، هند او نورو هېوادونو کې د ځانمرګو بریدونو او موټر بمونو په ګډون په سلګونو ترهګریز بریدونه هم کړي دي. زه ډاډه یم چې که په دغو دوو هیوادونو کې د ترهګرۍ ځالې له منځه لاړې شي، د نړیوالې ترهګرۍ یوه لویه برخه به اغیزمنه شي.

ځواب ورکړئ

ترهګرو سازمانونو، متحده ایالاتو، چین، روسیې، برتانیې او داسې نورو لطفاً افغانستان نور پرېږدئ او وځئ. زموږ هیواد په کافي اندازه ویجاړ شوی دی. زموږ خلکو کافي قربانۍ ورکړي دي. ستاسو د مداخلو له امله د دې هیواد هر وګړی زیانمن شوی دی. بس بس دی. القاعده او داعش که غواړئ چې اسلام تطبیق کړئ، پاکستان ته لاړ شئ. لاړ شئ او وګورئ چې په لاهور او پنجاب کې څه روان دي. افغانستان په نړۍ کې تر ټولو اسلامي هیواد دی او په نړۍ کې هیڅوک د افغانانو په پرتله د اسلام احکام ډېر او ښه نه مني. لاړ شئ کشمیر ازاد کړئ. د پنجاب ظالم حکومت نسکور کړئ. له غریبو افغانانو څه غواړئ؟ د افغانستان خلک ترهګر نه دي. امریکا او د نړۍ هېوادونه دې د ترهګرۍ اصلي ځالې په نښه کړي. پاکستان د ترهګرۍ ځاله او مرکز دی. د ترهګرۍ پر اصلي ځالو برید وکړئ. تاریخ شاهد دی چې افغانان تل مظلوم او تر پښو لاندې شوي دي. خپلې ناولې لوبې په نورو هیوادونو کې وکړئ. لاړ شئ او مونږ یوازې پریږدئ.

ځواب ورکړئ

افغانان باید ټکان وخوري. له څلویښتو کلونو راهیسې موږ د پردیو هیوادونو د لاسوهنو قرباني یو، هغوی کله د منظمو ځواکونو په بڼه او کله هم د نیابتي او اجیرو ډلو په بڼه پر افغانستان یرغل کړی دی. ٢٥ کاله وړاندې طالبانو القاعدې او نورو نړيوالو تروريستانو ته د پټنځايونو په ورکولو سره، ځانونه په داسې جرم کې ښکېل کړل چې د هغوى د سقوط په بيه تمام شو. همدا لامل وو چې پر افغانستان د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا یرغل وشو، چې په پایله کې یې زرګونه کسان ووژل شول او افغانستان ویجاړ شو او د دغه یرغل ګټه پاکستان ته ورسېده. طالبان، پرته له دې چې د هغې پایلې په پام کې ونیسي، اوس هم القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو ته پناه ورکوي لکه دوی چې له تیر وخت څخه هیڅ زده کړي نه وي. دا کار به امریکا او نور هیوادونه یو ځل بیا دې ته جوړ کړي چې پر افغانستان یرغل وکړي، چې بیا به د افغانانو د وژلو لامل شي او پاکستان به بیا د الظواهري له وژلو څخه د ورته برید څخه ګټه پورته کړي. پاکستان د افغانستان ازلي دښمن دی. دا هېواد د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ او د افغانانو د وينو په بيه جوړ شوى دى. په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان ورانولو او کمزوري کولو ته دوام ورکوي، له بده مرغه افغان حکومتونه هېڅکله ونه توانېدل چې له دغه هېواد سره حساب کتاب وکړي. زه هیله من یم چې یوه ورځ به پاکستان هم د افغانستان په څېر تباه شي او یا به هم د نړۍ له نقشې ورک شي.

ځواب ورکړئ

څه چې ظواهري او ملګرو یې روان کړي دي دا د سلیم عقل زېږنده نه ده. زما پوښتنه دا ده چې له امریکا سره ولې جنګ؟ له امریکایي سره ولې دښمني؟ په مجموع کې له بل کس سره ولې دښمني؟‌ ټول د خالق مخلوق دی. دا یوه خبره. بله خبره دا ده چې کله امریکایي په اقتصادي لحاظ ستا د کار مخه نه نیسي. ستا د تعلیم او تحصیل مخه نه نیسي.‌ ستا د ټکنالوجیک پرمختګ مخه نه نیسي. له تا سره ستا د هیواد په پرمختیایي پروژو کې مرسته کوي. بیا نو جنګ ولې؟ آیا خدای ویلي چې ته باید امریکایي ووژنې؟ نه. په مجموع کې د دین حکم دا دی چې تاته بل څوک در ونه رسوي، ته باید ضرر ورته ونه رسوې. او دا حکم د هر انسان په حق کې واقعیت دی. همدا د بن لادن کورنۍ تر پرون پورې له امریکایانو سره تجارت نه کاوه؟ ما خو اورېدلي چې دا اوس یې هم په امریکا کې تجارتونه روان دي. دا خبره زه یوازې د ظواهري او لادن خېلو په رابطه نه کوم، بلکې همدا خبره د امریکایانو لپاره هم کوم. امریکایان هم باید د نورو هېوادونو له خلکو سره داسې چلند ونه کړي چې هغوی ته په کې سپکاوی وشي. د هغوی د پرمختګونو مخه ونیول شي. د هغوی د علم مخه ونیول شي. راځئ چې یوه سوله ییزه نړۍ جوړه کړو. داسې نړۍ جوړه کړو چې ټول انسانان په کې په سوله او سکون کې ژوند وکړي.

ځواب ورکړئ

خو زه وایم چې امریکا په نړۍ کې له یو شمېر هېوادونو سره ظلمونه روان کړي چې یو یې هم افغانستان دی. زه د ظواهري په اړه نه غږیږم، ځکه ظواهري خپله کلونه کلونه انسانیت ته زیان اړولی، خو دې خبرو سره هم موافق نه یم کومې چې تاسو لیکلي دي. امریکا پټ او ښکاره کلونه کلونه کېږي چې افغانان یې په جنګ اچولي یا هم نور راپورته کوي او افغانان پرې وهي ټکوي او وژني یې پرې. امریکا افغانستان ته ډېر زیات ډالر راوړل خو په یوه او بله لار یې بېرته وایستل، هغه که هر چا وویستل له موږ امریکا ته ښه معلومات شته. امریکا که زموږ ښه غوښتلی جوړ او تیار حکومت به یې اوسني حالت ته نه رساوه. چې دلته نه پاتې کېدل او په ریښتیا یې افغانستان کې د اقتصادي، فرهنګي، روغتیايي، ټولنیزو، تعلیمي/ تحصیلي کارونو دوام غوښت نو ولې یې حکومت راچپه او داسې یوې ډلې ته په لاس ورکړ چې تر پرونه یې د ترهګرو په نوم پېژندل. ښه چې ترهګر دي نو ترهګر به چاته څه ګټه ورسوي؟ چې بسته یو ملت یې ورسره په ستونزه کې ښکیل کړ هره ورځ سزا ویني، هره ورځ یې چغې تر اسمان رسيږي... نو امریکا کومې چارې نه دي چې په موږ یې ونه کړې؟

ځواب ورکړئ

یو وخت ما فکر کاوه چې امریکا له افغانستان سره صادقانه چلند کوي لاکن وروسته پوه شوم چې امریکا صادقه نه ده. مثلا، امریکا ښه پوهېدله چې د تالبانو مشران چېرې پټ دي یعنې په دې ښه پوهېدله چې د تالبانو مشران په پاکستان کې پټ‌ دي،‌ او د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ پناه ورکړې ده لاکن بیا یې هم د دې پرځای چې پاکستان ملامت کړي د افغانستان کلي به یې بمبارول او افغانان به یې وژل. افغانان اوس هم له امریکا سره علاقه مندي لري، لاکن امریکایان باید خپله پالیسي بدله کړي. امریکا باید د افغانستان له دښمن پاکستان سره دومره خوږه نشي چې افغانستان پرې وران کړي.

ځواب ورکړئ

سړی حیران شي چې څه و وایي. افغانستان کې نن سبا داسې حالت دی چې افغانان ترې د فقر له وجې ځان باسي خو ښاغلی الظواهري ورته راځي. دې کې به خامخا څه خبره وي او بیا داسې یوشخص چې د افغانستان تبعه هم نه دی. په هر حال، افغانان په هر لحاظ کمزوري خلک دي نه چا سره د دوښمنۍتوان لري او نه باید خارجي اتباعو ته ځای ورکړي.

ځواب ورکړئ

عجیبه ده! تاسو به حتماً پاکستانی یئ چې دا خبره کوئ. افغانان کمزوري خلک نه دي. دا یې څو ځلې ثابته کړې ده. دا مسایل واقعاً ستاسو له عقل او پوهې څخه لوړ دي. دا مسایل هغه وخت پیل شول چې پاکستان اسامه ته پناه ورکړله.

ځواب ورکړئ