د ښځو حقوق

ګلابي شټل له افغان میرمنو سره مرسته کوي ترڅو د افغانستان محافظه کاره ټولنه کې تګ راتګ وکړی سي

سلام ټایمز او ای اېف پي

رازیه دلیلي د یوه مسافروړونکي موټر افغانه چلوونکې، د افغانستان په یوه ډېره محافظه کاره ټولنه کې خپل موټر د کابل په ګڼ ترافیک کې چلوي چې نور افغانان ورته په ځیرتیا، موسکا او حیرانتیا ګوري. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پی]

کابل -- پریسا حیدري د یوه میني بس د سټرینیګ (جیلب) شاته کېني، خپل د جیګو پوندو بوټان له پښو باسي، په یوه پښه چې جرابه یې پرې اغوستې ده اکسیلیټر ته زور ورکوي، او خپل ۱۰ سیټه موټر په پام سره د کابل په ګڼ ترافیک کې پرمخ بیایي.‌

دغه افغانه مورد بسونو له داسې یوه شرکت سره کار کوي چې یوازې د ښځېنه سوارلي لپاره ده، په داسې حال کې چې په سړک روان نور خلک ورته په حیرانتیا سره ګوري دا په موسکا سره ځواب ورکوي.‌

هغه وایي، «موږ بیلابیل غبرګونونه وینو. ځینې موټروانان زموږ لاره بندوي، نور راپسې هارنګ وهي، ځینې چې په سړک بیروبارنه وي حتی تر څنګ راسره په ورته سرعت سره موټر چلوي.»

په داسې یوه سړي سالاره ټولنه کې چې هلته د ښځو له خوا موټر چلول لږ لیدل کیږي، حیدري یوه له هغو څلورو موټروانو څخه ده چې د ګلابي سوارلۍ لپاره کار کوي. دا د بسونو یو امتحاني پروګرام دی چې یوازې ښځې په کې استخدام شوي چې ښځېنه سوارلي او د هغوی ماشومان د افغانستان په مرکز کې له یوه ځای څخه بل ځای ته وېسي.

په دې عکس کې چې د لړم په ۹مه اخیستل شوی، رازیه دلیلي په کابل کې په یوه میني بس کې له خپلو سورلیو سره د خبرو کولو پر پرمهال وروسته ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لړم په ۹مه اخیستل شوی، رازیه دلیلي په کابل کې په یوه میني بس کې له خپلو سورلیو سره د خبرو کولو پر پرمهال وروسته ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لړم په ۹مه اخیستل شوی، پریسا حیدري یو میني بس چلوي چې په کابل کې ښځینه مسافرې ورپورته کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لړم په ۹مه اخیستل شوی، پریسا حیدري یو میني بس چلوي چې په کابل کې ښځینه مسافرې ورپورته کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

حیدري وویل، «زه له موټر چلولو سره مینه لرم، او ماته خپله دنده ډیره په زړه پورې ده.یوازنۍ اندېښنه چې موږ یې لرو امنیتي حالت دی. مونږ باید ونه ویریږو.»

دغه ۳۶ کلنه پخوانۍ سینګاروونکې چې د تلویزیون د ژورنالستې په توګه یې هم کار کړی دی، په ټولیزه توګه د ۱۰۰ کاندیدانو له ډلې غوره کړای شوې ده.‌

دا ډول چوپړد لومړي ځل لپاره په کابل کې د ښځو د تګ راتګ په برخه کې د دوی د ګڼ شمیرننګونو د هواروالي لپاره رامنځته شوي. ځکه د تګ راتګ د آسانتیاو نشتون برسیره د سړک پرسر ځورونې د ښخو لپاره ستر ګواښ بلل کیږي.

د ګلابي شټل د پروژې منتظم عبیدالله امیري وویل، «موږ د ښځو لپاره د ټرانسپورټ په برخه کې ستونزې لرو. په حقیقت کې، په کابل کې عامه ټرانسپورټ په ځانګړې توګه د ښځو لپاره نشته.»

ګلابي شټل د نوي آنلوس (Nove Onlus) ایټالوۍ غیرحکومتي موسسې له خوا چلیږي. دا موسسه د اونلي دي بریو بنسټ (Only The Brave foundation) له خوا چې فېشن ډیزاینرې رینزو روسو جوړ کړی دی، حمایه کیږي.

امیري وویل، په پام کې ده چې ددغې امتحاني پروژې موده چې د غوایي په میاشت کې پيل شوې او د امریکا د نړیوالې پراختیایي اداري (یو اېس ای آی ډي) له خوا هم حمایه کیږي وغځول شي.

په داسې حال کې چې دغه خدمت اوسمهال د یو شمېرله مخکې نه تایید شویو مسافرو لپاره په وړیا توګه وړاندې کیږي، نوي آنلوس هیله لري چې دا به د دوه کالونو په ترڅ کې له مالي پلوه په خپلو پښو ودریږي.

وېروونکي ترافیک

د کابل د ترافیکو ریاست رییس خان محمد شینواري وویل، په مرکز کې د ښځینه موټرچلوونکو شمېر په منظمه توګه ډېرېږي چې د کال په لومړۍ نیمایي کې ۲۷۵ لایسنسونه ددې ادارې لخوا صادر شوي دي.‌

د نوي آنلوس په وینا، دا یو غټ ټوپ دی: د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۵ کالونو تر منځ، په دې ښار کې یوازې ۱۱۸۹ ښځو لایسنسونه ترلاسه کړي وو.

شینواري وویل، «دا یو مثبت بدلون دی چې افغانې ښځې په کابل کې موټرونه چلوي. په دې باندې هېڅ محدودیتونه نشته چې ښځې دې موټر وچلوي.»

د کابل ګڼه ګوڼه کې لاره موندل اسان کار نه دی. په یوه شېبه کې کېدای شي چې ترافیک چټک حرکت وکړي، بیا د ساعتونو لپاره ونښلي او په پای کې بېخي ودرېږي.

د سرکونو په سر ترافیکي نښې نشته، او موټروانان اکثر وختونه راتلونکو ترافیکو ته په غلط لاس لاره ورکوي. معمولا، هغه موټر چې غټ وي هغه په لاره د تېرېدلو اول حق ترلاسه کوي.‌

له لاسه وتلي حقونه بیاترلاسه کول

کله چې طالب یاغیان په ۱۳۹۵ کې قدرت ته ورسېدل، هغوی ښځې مجبورې کړې چې په کورونو کې پاتې شي او له ډېرو دندو څخه یې منع کړې. همدارنګه، هغوی ښځې د تعلیم ترلاسه کولو له حق څخه هم محرومې کړې.

وروسته له هغه چې نړیوال ایتلاف په ۱۳۸۰ کې اورپکي له واکه وغورځول، د افغانستان په اساسي قانون کې د جنسیت برابري ته جدي پام وشو، خو بیا هم توپيري چلند لیدل کیږي.

د کابل یوې ۳۱ کلنې اوسېدونکې فاطمې محمدي چې له شاوخوا څلورو کالونو راهیسې موټر چلوي، وویل، هغه په دې خوشحاله ده چې موټر لري، خو بیا هم د سړک په سر هره ورځ له زورولو سره مخامخ کیږي.‌

هغې وویل، «معمولا زه د موټر شیشې ټیټې نه پرېږدم.»

«ځینې وختونه چې یو بل موټروان یا لاروی خاندي او وایي چې «ډېر ښه» هغه داسې لګېږي لکه زورول.»

د حیدري په څېر ښځې ډاریږي چې کېدای شي طالبان بیا قدرت ترلاسه کړي او د هغوی نسبي ازادۍ ترې واخلي.

د تلې په ۱۵مه، د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د قطر په مرکز دوحه کې مذاکرات بیا پیل شول. دغه مذاکرات د وږي په میاشت کې درول شوي وو. اوس هیڅوک هم مطمئن نه دی چې په راتلونکي کې به څه پېښېږي.

حیدري وویل، «که طالبان بیا را وګرځي، زه هیله لرم چې هغوی به هغسې ډله نه وي لکه پخوا چې وه. که هغوی عین محدودیتونه وضعه کړي، موږ به خپلې ندندې له لاسه ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولا افرین لویه لاسته را ورنه لری تاسو دحقوقو ترنامه لاندی فحشا عوج ته رسوی چه ستاسو رکمه حقپاله اخیر ددی لعمل شی چی تر هغه ازلی دشمن بد تمام شی کوم چی یی له اسلام سرا لری

ځواب ورکړئ