ديپلوماسي

په پام کې ده چې طالبان او افغان سیاستوال په قطر کې خبرې وکړي

ای اېف پي

یو شمېر افغان سیاستوالو د غبرګولي په ۷ مه په مسکو کې د طالبانو یوه پلاوي سره وکتل. [حامد کرزی/فېسبوک]

یو شمېر افغان سیاستوالو د غبرګولي په ۷ مه په مسکو کې د طالبانو یوه پلاوي سره وکتل. [حامد کرزی/فېسبوک]

واشنګټن -- د سولې په روانو خبرو کې د سیاسي پرمختګ په یوه تازه هڅه کې په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۶مه/ په قطر کې د بین الافغاني خبرو یو کانفرانس پیل شي.

طالبانو له افغان حکومت سره خبرې ترسره کول رد کړي او د وري په میاشت کې له حکومتي چارواکو سره په دوحه کې د یاغیانو د کتنې یوه پخوانۍ هڅه د برخه والو په سر د اختلاف له امله ناکامه شوه.

جرمني چې له طالبانو څخه د وروسته راغلي حکومت د نړۍ والې مرستې یو مهم لوبغاړی دی او قطر چې له اورپکو سره تماسونه لري، وویل، چې هغوی په ګډه د چنګاښ په ۱۶-۱۷مه په دوحه کې د خبرو اترو لپاره کسان وربللي دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوټزېل په یوه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ۱۰مه/ د متحده ایالاتو له خوا خپره شوه، وویل، افغانان «به یوازې په شخصي توګه او په برابره سطحه برخه اخلي.»

خو د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۱مه/ د امریکاغږ دری څانګې ته وویل چې افغان حکومت به په دې غونډه کې برخه وانه خلي.

یوه مهمه شېبه

هغه وویل، «افغانستان د سولې په لور د پرمختګ لپاره یوه مهم فرصت ته رسېدلی دی. د هرې پروسې چې دغه هدف ته رسېږي یوه مهمه برخه به د افغانانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې اترې وي.»

دا غونډه وروسته له هغه ترسره کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره اونۍ کابل ته په یوه نا اعلان شوي سفر ورسېد او هلته یې «د وږي له ۱۰مې» څخه مخکې له طالبانو سره د سولې د یوې هوکړې کولو لپاره هیله مندي وښودله.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د افغانانو تر منځ خبرې اترې د سولې د یوې هوکړې یوه مهمه برخه جوړوي.

خلیلزاد په ۱۳۵۸ کال کې په افغانستان د شوروي د یرغل راهیسې تقریباً جاري جنګ ته په اشارې وویل، «د یو بل منل، اجماع ته رسېدل، او د ځواک له کارولو څخه پرته د سیاسي اختلافاتو د حلولو په سر هوکړه کول داسې څه دي چې باید د تېرو ۴۰ کالو له تراژیدۍ څخه یې زده کړه وشي.»

هغه په یوه ټویټ کې ولیکل، «زه هیله لرم چې برخه وال بریا ومومي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات به په افغانستان کې یو قومي استخباراتي حضور تر شا پرېږدي.

ټرمپ فاکس نیوز ته وویل، «مونږ به هلته ډېر قوي استخبارات پرېږدو، چې دا به له هغه څه نه ډېر قوي وي چې تاسو یې معمولاً فکر کوئ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500