دوحه -- په لسګونو پیاوړو افغانانو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۷مه/ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړې. د بحث په موضوعاتو کې یو ممکن اوربند او د ښځو د حقونو په څېر مسایل د مېز په سر پراته دي.
دغو خبرو ته چې د امریکا - طالبانو تر منځ له یو اونیزو مذاکراتو څخه وروسته ترسره کیږي او دواړه لوري ۱۸ کلنې خونړۍ جګړې ته د یوه حل لارې څاري، هیلې ډېرې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د افغانستان حکومت، مدني ټولنه، ښځې، او طالبان یې د راغونډېدلو له امله وستایل، په یوه ټویټ کې ولیکل چې د افغانانو غونډې ته «له اوږدې مودې راهیسې انتظار» کېده.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې جرمني او قطر تنظیم کړې خواوشا ۷۰ استازو برخه اخیستې ده.
د جرمني استازي مارکوس پوتڅېل د یکشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۶مه/ د غونډې د پرانستلو پر وخت وویل، «تاریخ به هغه کسان په خپله حافظه کې وساتي چې ویې کولی شوای د خپل هېواد په خاطر خپل اختلافات یو طرف ته پرېږدي.»
د سولې د عالي شورا یوې غړې اصیلا وردک د یکشنبې د غونډې په ترڅ کې وویل، «هر څوک په اوربند باندې تاکید کوي».
هغې زیاته کړه چې طالبانو په راتلونکي کې «د ښځو د رول، اقتصادي پرمختګ، او د اقلیتونو د رول» په هکله خبرې وکړې.
هغې زیاته کړه چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني په ټوېټر کې وویل چې هغه په تمه دی چې «یو تعمیري ډیالوګ» به ترسره شي.
د دواړو لوریو په وینا، دا بین الافغاني کتنې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ په هغو شپږ ورځنیو خبرو پسې وروسته ترسره کیږي چې د افغان کانفرانس لپاره دوه ورځې وځنډېدلې او په پام کې ده چې د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۸مه/ بیا پيل شي.
ډېر ګټور
د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۵مه/ وویل چې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د خبرو وروستی پړاو د ټولو هغو خبرو په نسبت ډېر ګټور وو چې مونږ له طالبانو سره ترسره کړې وې.
طالبانو وویل چې هغوی «په دغه پرمختګ خوښ» دي.
متحده ایالات د افغانانو په دوه ورځنۍ غونډه کې چې سیاسي استازو، حکومتي چارواکو او لږ تر لږه ۶ ښځو په کې برخه اخیستې ده، په مستقیم ډول برخه نه لري.
د یکشنبې او دوشنبې غونډه د سلواغې او غوایي په میاشتو کې په مسکو کې ترسره شویو داسې غونډو پسې وروسته درېیمه غونډه ده چې کیږي.